مسجد الاقصی یوازې دی
10/16/2023 | لیکوال: خالد مشعل

Print


نن نهمه ورځ ده چې د یهودو دولت (اسرائیلو) له خوا په فلسطینیانو باندې د ځمکې، هوا او سمندر له خوا سخت نظامي عملیات روان دي. دا په وروستیو ۵۰ کلنو کې، د یهودو له خوا تر ټولو ستر نظامي برید دی چې د غزې مسلمانانو په وړاندې تر سره کیږي.
د  تلې په ۱۵مه، د اسرائیلو دولت د فلسطین په ضد د سراسري جګړې اعلان وکړ. جنګي وضعیت یې په ټول هیواد کې اعلان او د محاصره شوې غزې تړانګې په وړاندې هوایي، ځمکني او د بحر له لوري عملیات پیل کړل. تر نن (د تلې ۲۳مې) ورځې د اسرائیلو دفاع وزارت اعلان وکړ چې تر ۶۰۰۰ زیات بمونه یې د غزې په تړانګه غورځولي دي. د غزې شمالي برخه یې له ځمکې سره هواره کړې ده.
د اسرائیلو په دې بې رحمانه او ظالمانه بریدونو کې د خپرو شوو ارقامو له مخې، له ۲۰۰۰ ډیر  عام خلک په غزه کې وژل شوي او په زرګونه نور ټپيان دي.
د اسرائیلو دفاع وزارت اعلان وکړ چې غزه یې له ټولو خواو محاصره کړې ده. اوبه، خواړه، درمل او تېل یې ور باندې بند کړي دي. د دې هر اړخیز بندیز په ترڅ کې، د غزې مسلمانان له بد وضعیت سره مخ دي. اوس خبره تر دې رسېدلې چې ممکن یو شمېر خلک له لوږې مړه شي.
د فلسطین مسلمانانو په ضد د اسرائیلو په دې شدیدې او پراخې جګړه کې، اسرائیل یوازې نه وو. د امریکا متحده ایالات، اروپایې ټولنه، بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، کناډا، د ناټو سازمان، هند او یو شمېر نورو دولتونو خپل واضح او مستقيم ملاتړ د یهودو له دولت (اسرائیل) څخه اعلان کړ. د امریکا متحده ایالاتو خپلې لویې جنګي بیړی اسرائیلو ته نږدې کړې او د اسرائیلي دولت د تقویې لپاره یې تازه وسلې، مهمات، او نقدې پیسې اسرائیلو ته ور کړې. په دې بر سیره، د امریکا دولت اعلان وکړ چې موږ په ټول توان د اسرائیلو تر شا ولاړ یو او د فلسطین پر وړاندې یې ملاتړ کوو.
د دې تر څنګ، امریکا، فرانسې، جرمني، بریتانیا او ایټالیا په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې موږ ټول د اسرائیلو تر شا ولاړ یو او په ټول توان یې ملاتړ کوو. د ناټو سازمان او اروپايي ټولنې هم خپل هر اړخیز ملاتړ له اسرائیلو اعلان او د دوی ټول جنایات یې چې د فلسطین او غزې مظلوم ولس په ضد کوي، وستایل او ویې ویل چې دا د اسرائیلو حق دی چې د فلسطینیانو پر وړاندې یې تر سره کړي.
خو، څه چې ډیر دردونکي او زړه بوږنونکي دي، هغه دا دي چې د فلسطین او غزې مظلومو مسلمانانو په ملاتړ هیچا غږ پورته نه کړ. عربي دولتونو، ترکیې، او نورو ټولو هغو دولتونو چې په اسلامي نړۍ کې حاکم دي، د فلسطین او غزې په دفاع کې چوپ پاتې شول. حتی د مصر دولت خو اسرائیلو ته خبرداری ور کړی وو چې ممکن د غزې له خوا په تاسو برید وشي.
ټولو عرب دولتونو خپل ملاتړ په مستقیم او غیر مستقیم ډول د اسرائیلو له دولت څخه اعلان کړ. دغو دولتونو د یهود دولت هغه جنایات چې د مظلومو او بې‌دفاع فلسطیني ماشومانو، مېرمنو، سپینږیرو او ځوانانو  پر وړاندې یې تر سره کوي، هیڅ ډول غبرګون و نه ښود او چوپ پاتې شول.
له عام امت پرته، نور د ځمکې پر مخ هیڅوک پیدا نه شو چې د مظلومو فلسطینیانو په خوا کې و دریږي او د اسرائیلو د عام وژنې مخه و نیسي. د غزې بې ګناه ماشومان، مېرمنې، او سپینږیري د اسرائیلو بمونو او توپونو ته په میدان پرېښودل شول. فلسطیني ماشومانو او مېرمنې خپل مرګ ته انتظار باسي. ځکه چې دوی له ځمکې، هوا او بحر له خوا محاصره شوي دي. د ځمکې په مخ یې د پناه ځای نه لري. د مصر کافر دولت ورباندې خپلې دروازې کلکې وتړلې. لاس تړلي یې د یهودي دولت ړندو بمباریو ته و درول.
خو، کفار ټول په یوه خوله د یهودي دولت (اسرائیلو) تر شا ودریدل. په ډیره سپين سترګۍ او جرئت سره یی اعلان وکړ چې موږ د اسرائیلو تر شا ولاړ یو. هر ډول ملاتړ یی کوو. د امریکا د دفاع وزیر تېره پنج شنبه اسرائیلو ته لاړ او هلته یې و ویل چې د امریکا د خارجه وزیر په توګه نه، بلکې د یوه یهودي په توګه اسرائیلو ته راغلی یم چې خپل ملاتړ څرګند کړم.
دا ورځې نه هېرېدونکي دي. تاریخ به دا ولیکي چې ټولو کفارو په یوه خوله، د مسلمانانو لومړنۍ قبلې ته اتحاد کړی وو. د قدس بچیان یې په ډله ییز ډول وژل، اسیر کول او تعذیبول. خو د اسلامي خاورو عرب او عجم حاکمانو یې ننداره کوله. دغو دولتونو خپل پوځونه، ټانکونه او طیارې په نظامي اډو کې قید ساتلې وې.
د اسلامي خاورو خاینو او فاسدو حکامو په دې ډول، لوی ظلم وکړ. ستره ګناه یې وکړه. الله تعالی به له دوی سره سخته محاسبه وکړي. دوی به د خپل غدر او خیانت له وجې، په سختو دنیوي او اخروي عذابونو اخته شي. د امت راتلونکي نسلونه به دا توره دوره هېره نه کړي. د امت بچیان به په دې شرمیږي چې داسې یو عصر هم په اسلامي امت تیر شوی چې حکامو یې مسجد الاقصی یهودو ته پرې ایښی وو. یهودو او کابو ټولو کفارو د فلسطینیانو وژلو او ربړولو ته حشر کړی وو، خو دغو حکامو نه یوازې دا چې د کفارو په ضد و نه درېدل، بلکې د یهودو او کفارو په خوا کې و درېدل.
قدس او فلسطین به نن یا سبا آزاد شي. هغه ورځ نږدې ده چې الله تعالی د رسول الله (ص) امت ته بیا عزت ورکړي. د راشده خلافت تر چتر لاندې، بیا متحد شي. قدس او نورې اسلامي خاورې به آزادې شي. دا د ذلت او خواری ورځې به اسلامي خلافت په راتګ سره، د عزت او ویاړ په ورځو بدلې شي. خو هیڅکله به نننۍ ورځې هېرې نه شي. هغه ورخې چې مسجد الاقصی د امت حکامو یهودو ته  یوازې پرې ایښی وو.




   ارسال نظر