د حاکمانو لپاره د فلسطین دفاع طلایي فرصت دی
10/21/2023 | لیکوال: خالد مشعل

Print


۱۵ ورځې کیږي چې، په فلسطین باندې د یهودي دولت (اسرائیلو) له خوا اور بل دی. له ځمکې، هوا او بحر نه ور باندې ړندې بمباری روانې دي. د راپورونو له مخې، تر دې دمه څه باندې ۴۰۰۰ کسان شهیدان شوي او په زرګونو نور ټپيان دي. په دې بر سیره، د درنو بمباریو په نتیجه کې، زرګونه کورونه هوار شوي او لسګونه زره کسان بې کوره شوي دي.
یوازې د سه شنبې په ورځ د اسرائیلي دولت له خوا پر «ال اهلي» ملکي روغتون باندې بمبار وشو چې د رپوټونو له مخې، نږدې زر کسان په کې و وژل شول چې، ډیری شهیدان یې ماشومان، میرمنې، سپینږیري او د جګړې ټپيان وو.
په ډیره خواشینۍ سره چې غزه له ټولو خواو محاصره دی. د یهودو دولت غزه له ځمکې، هوا او بحر نه کلا بنده کړې ده. د یهودي دولت د دفاع وزیر اعلان وکړ چې په غزه باندې اوبه، خواړه، تېل او درمل بند کړي دي. د ژوندانه ټول ضروري توکو ته اجازه نه ورکول کیږي چې غزې ته وارد شي. غزه په سپین میدان د اسرائیلو توپونو، بمونو او ګولیو ته پاتې ده. پاس آسمان او لاندې کلکه ځمکه ده او بس.
د فلسطین او غزې د ټول وژنې لپاره یوازې د اسرائیلو دولت ملا نه ده تړلې، بلکې ټول کفري دولتونه لکه د امریکا متحده ایالات، بریتانیا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، کاناډا، اروپایې ټولنه، هند او د ناټو سازمان سره یوځای شوي دي. دوی ټولو له اسرائیلو خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ او ډیری مشران يې اسرائیلو ته ولاړل.
خو په مقابل کې، په اسلامي امت او اسلامي خاورو واکمن دولتونو او حاکمانو یې، نه یوزاې دا چې له فلسطین څخه دفاع و نه کړه، بلکې دوی هم په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول، د یهودو په خوا کې ودرېدل. دوی یهودو ته پیام ور کړ چې موږ د فلسطین او غزې په ویجاړولو او د مسلمانانو په ټول وژنه کې، ستاسو تر شا ولاړ یو.
د اسلامي نړۍ نږدې ۵۷ عرب او عجم په اصطلاح اسلامي دولتونو او مسلمانو حاکمانو یې، د اسرائیلو په ضد حتی تونده او ترخه لهجه هم و نه کاروله. د مصر خاین او فاسد دولت، د غزې سره خپل سرحد مکمل بند کړ. دوی حتی د غزې پتمنو خوندو، ماشومانو او سپینږیرو ته اجازه ور نه کړه چې د اسرائیلو له بمباریو د مصر خاورې ته داخل شي. د عبدالفتاح ال سي سي دولت د غزې مومنې خوندې د یهودو ړندو بمباریو ته ور ټېل وهلې او نندارې ته یې کښیناستل.
پوښتنه دا ده چې ولې له فلسطین او غزې څخه پر اسلامي امت واکمنو دولتونو او چارواکو دفاع و نه کړه؟ دوی له څه شي وېریدل؟
اصلي خبره او انګیزه دا ده چې دغه دولتونه او حکام یې، له فلسطین او غزې څخه دفاع د ځان لپاره شر او لوی تاوان ګڼي. دوی فکر کوي چې که موږ له فلسطین او غزې څخه دفاع ته ملا وتړو او عملا ور ګډ شو، نو دا به زموږ په تاوان تمامه شي. امریکا او متحدین به یې خفه شي او زموږ قدرت او ثروت به کم او زیانمن شي.
خو دا غلطه محاسبه او غلطه انګیزه ده. دوی خیر او ګټه سم نه دي پيژاندلي. دوی لا هم نه دي پوهېدلي چې اصلي ګټه (عزت، قدرت او ثروت) کوم او څنګه تر لاسه کیږي.
له فلسطین څخه دفاع یو طلایي فرصت و او لا هم دی. دا طلایي فرصت هر چا ته نه مُیسر کیږي. په تاریخ کې ډیر کم وختونه راغلي چې رهبرانو او حاکمانو ته دې دا ډول طلایي فرصت په لاس ور شي. د اسلام په تاریخ کې، مسلمان رهبران به په دا ډول فرصتونو پسې ګرځېدل. دوی به حتی په خپل منځ کې سیالۍ کولې چې څنګه دا ویاړ تر لاسه کړي او تر ټولو مخکې ځان ور ورسوي.
فلسطین یوه عادي خاروه نه ده. هغه د مسلمانانو ځمکه او د اسلامي عقیدې جز دی. هغه د اسلامي امت دریم مقدس مکان او لومړنۍ قبله ده. له فلسطین څخه دفاع، له ټول اسلام او اسلامي امت څخه دفاع ده. نو دا طلایي فرصت نه دی څه دی؟
کله چې زموږ لومړنۍ قبله او دریم مقدس مکان د یهودو له خوا اشغال او غصب شوی وي، او هره ورځ زموږ سلګونه خویندې، ماشومان، سپینږیري او ځوانان وژني، نو تر دې ستر ویاړ او خیر چیرې دی چې یو مسلمان حاکم را مخته شي او فلسطین آزاد کړي. اشغالګرو یهودو ته درس ورکړي او د خپلو مظلومو خويندو، ماشومانو او سپینږیرو د وینو د تویېدو مخه ونیسي. دا ستر خیر او طلایي فرصت نه دی؟
اې مجاهدینو، اې د اسلامي امت جنرالانو او پوځونو!
را پاڅی، دا طلایي فرصت له لاسه مه ورکوئ. دا تاریخي موقع بیا په لاس نه درځي. په دې توګه به د دنیا او آخرت عزت او خیر ستاسو نصیب شي. په دې معامله کې زیان نشته، ټوله ګټه ده. هغه ګټه چې د دنیا هیڅ تجارت/معامله کې نه پیدا کیږي.

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ]
[محمد، ۷]
اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، که مو د الله تعالی نصرت ( د الله تعالی په لاره کې جهاد) وکړ، هغه (ج) به ستاسو نصرت وکړي او پښې به مو ټینګې (ثابتې) کړي.




   ارسال نظر