مطبوعاتي اعلامیه
د مسلمانو دعوتګرانو تعذیب یو غیرشرعي عمل دی چې دنیوي او اخروي عذاب
لري
د افغانستان استخباراتي
ځواکونو په کابل، پکتیا، هرات او هلمند ولایتونو
کې د حزبالتحریر ځینې دعوتګران تر نیولو وروسته تعذیب کړي، چې په پایله کې یې په
پکتیا کې یو کس د ډېرو جسمي او رواني فشارونو له امله پر رواني ستونزو او جنون
اخته شوی او په هرات او هلمند کې
د دوو نورو کسانو د اورېدو حس کمزوری شوی دی. دغه راز په تېرو څو ورځو
کې درې کسان خلافت ته د دعوت په
جرم په دولتي ادارو کې له خپلو دندو منفک کړل شوي؛ بیا څارل شوي او د یوه
دعوتګر د خسر کور کلک تلاشي شوی؛ دلیل یې دا و چې لیدو ته یې ورغلی. دا د هغو سلګونو مواردو یوازې یوه بېلګه ده چې د حزبالتحریر دعوتګران په تېرو دوو نیمو کلونو کې د اوسني حاکم نظام تر چتر لاندې ورسره مخ دي.
موږ د حزبالتحریر
د دعوتګرانو پر وړاندې د تبعیض او تعذیب د غندنې تر څنګ د نظام هغو مسولینو ته چې
په دا ډول اعمالو کې ونډه لري، خالصانه تذکر ورکوو چې له دغې سترې فتنې لاس واخلئ
چې نېک عاقبت نه لري او د نظام مخلصینو ته هم تذکر ورکوو
چې ځینو کسانو ته په
دا ډول اعمالو د مسلمانانو تر منځ فتنې اچولو اجازه ورنه کړي. ځکه
د فتنې اور به د ټولو لمن ونیسي او زیانمن به یې کړي. د فتنې پر مهال سکوت او پر
معروف امر او له منکر څخه نهی پرېښودل د فتنې او عذاب د پراخېدو لامل کېږي.
﴿وَاتَّقُوا فِتْنَةً
لَا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْكُمْ خَاصَّةً ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ
شَدِيدُ الْعِقَابِ﴾ [الانفال: ۲۵]
ژباړه: ځانونه له هغې فتنې او مصیبتونو څخه لرې وساتئ چې یوازې د ظالمانو
لمن نه نیسي (بلکې که د ظالمانو مخه ونه نیول شي، وچ او لانده د هغوی په ګناه
سوځېږي) او پوه شئ چې الله سخت عقاب او شدیده جزا ورکوي.
پوښتنه دا ده چې د حزبالتحریر
دعوتګران په کوم جرم نیول شوي او داسې په بې رحمۍ ځورول شوي دي؟ ایا هغوی په جنايي
جرمونو، قتل، غلا او اختطاف کې لاس درلود؟ د فساد او رشوت پر مهال نیول شوي وو؟ بې
بندوباره او ډاکووان وو؟ جاسوسان او د غرب مزدوران دي؟ نه! د حزبالتحریر دعوتګران
د یوه فرض د اقامې له امله نیول شوي او تعذیب شوي دي. دوی هغه کسان دي چې د امت د
نهضت او عزت په لټه کې دي. د تعجب ځای دی چې له کوم وخت راهیسې او د کومو شرعي
اصولو پر اساس دغه اعمال جرم تعریف شوي دي. په داسې حال کې چې د داسې یوه نظام تر
چتر لاندې چې اسلامي بلل کېږي، خلک باید د جمعي فرایضو ترسره کولو ته وهڅول شي. خو
له بده مرغه مفسدین، د نظام مخربین، غربي ډيپلوماټان او جاسوسان او هغه کسان چې په
ښکاره د اسلام ضد جرایم ترسره کوي، ازاد فعالیت کوي؛ خو دعوتګران زندان ته اچول
کېږي.
د نظام هغه مسولین چې د واقعیت له کره پېژندنې پرته په عقدهيي ډول د خلافت له
مفکورې او د هغې له دعوتګرانو سره مقابله کوي، پر ناسمه لار روان دي. خلافت کومه
داسې مفکوره نه ده، چې حزبالتحریر رامنځته کړې وي،
بلکې په قرآن کریم، نبوي سنتو او د مسلمانانو په تاریخ کې رېښه لري. د خلافت
مفکورې د له منځه وړلو لپاره هر ډول هڅه له اسلام سره دښمني ده. څوک چې دا ډول
اعمال ترسره کوي، دوی خپله د اسلام، حاکم نظام او ټولنې خورا خطرناک دښمنان دي. دا
مسولین باید له هغه څه څخه لاس واخلي چې هوای نفس او شیطان یې ورته ښایسته کوي.
ځکه د خلافت له مفکورې سره دښمني او د دعوتګرانو پر وړاندې تبعیض او تعذیب د الله
سبحانه وتعالی غضب او د مومنانو غوسه راپاروي.
﴿إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ
لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ﴾ [بروج: ۱۰]
ژباړه: هغه کسان چې مومنان او مومنانې یې ځورولې، بیا یې
توبه ونه ایسته، د هغوی لپاره د دوزخ او سوځوونکي اور عذاب دی.
د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر