د اونۍ خبره: نړیوالو ته د طالبانو سرې کرښې
11/17/2021 | لیکوال: خالد مشعل

Print


تېره اونۍ هند د افغانستان په اړه د سیمې د هیوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو د ګډې غونډې کوربه و. تر هغې وروسته، پاکستان د ترایکا پلس (امریکا، روسیه، چین او پاکستان) ناستې کوربه و چې د غونډې په پای کې، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم په کې ګډون وکړ. تر دې ناستو وړاندې، تهران او مسکو په خپل وار سره، د افغانستان په تړاو د دوه مهمو غونډو کوربانه و چې د افغانستان د ګاونډ هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون، یو شمیر مهمو چارواکو په کې ګډون کړی و. د یوې میاشتې په اوږدو کې، دا څلورم مهم سیمه ییز کنفرانس/ناسته ده چې د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او اجتماعي وضعیت په اړه دایریږي. خو د ټولو غوڼدو نتیجه او ترسیم شوې سرې کرښې یو شی دي. هغه د ټول ګډونه دولت جوړول، د ښځو او د بشر د حقوقو رعایت، له تروریزم سره صادقانه مبارزه او دا چې افغانستان څخه به سیمې او نړۍ ته ګواښ نه پیښیږي.
د امریکا متحده ایالات، چین، روسیه، بریتانیا، اروپایي ټولنه، د ملګرو ملتونو سازمان او هر بل دولت چې کله د افغانستان په تړاو خبرې کوي او خپل دریځ څرګنده وي، نو خپلې سرې کرښې د خبرو سر او آخر کې تکراروي. حتی کله چې د بشري مرستو خبره کوي، نو هغه هم مشروطې او سیاسي وي. معنی دا چې نړیواله ټولنه چې متحده ایالات یي په رأس کې دي، هیڅکله له خپلو سرو کرښو (ایډیالوژیک موقف) نه تېریږي. فرق نه کوي چې دا سرې کرښې په څه قیمت تمامیږي.
خو پوښتنه دا ده چې زموږ سرې کرښې څه دي؟ ایا موږ هم سرې کرښې لرو؟ نو موږ ولې خپلې سرې کرښې د امریکا متحده ایالاتو او نړۍ ته په واضح ډول ترسیم نه کړو.
له شک پرته چې موږ سرې کرښې (اسلامي عقیده او له هغې څخه را وتلي شرعي احکام) لرو او هغه باید چې په هره نړیواله او سیمه ییزه ناسته کې په واضح او له هر ډول نرمښت او تنزل پرته مطرح شي. امریکا او نړۍ ته باید اجازه ور نه کړل شي چې یو طرفه سرې کرښې وضع کړي. اسلام موږ ته خپلې سرې کرښې په ډیر وضاحت سره ښودلي او ترسیم کړي دي.
اسلامي امارت او د طالبانو رهبري نه باید چې د اسلام له سرو کرښو تنزل او شاتګ وکړي. دا زموږ د پیروزی او بریا راز دی. امریکا او نړۍ به هیڅکله له موږ څخه راضي نه شي. او نه به له خپلو سرو کرښو تېره شي. زموږ تنزل او نرمښت، زموږ د تباهۍ سبب کیږي. موږ باید امریکا او ټولې نړۍ ته خپلې سرې کرښې ترسیم کړو او په پوره جرئت او صراحت ورته و وایو چې دا زموږ سرې کرښې دي چې زموږ رب تعالی را ته ترسیم کړي دي او له دې څخه یوه لوېشت شاتګ نه کوو، فرق نه کوي چې په څه قیمت تمامیږي.
زموږ له سرو کرښو دا ده چې له حربي کفارو سره به هر ډول اړیکې پرېکوو او له هغوی سره به د هر ډول سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو څخه ډډه کو. هغه دولتونه چې له موږ سره په بالفعل جګړه کې دي او زموږ خوندې او وروڼه وژني، هغه محارب دښمن دی او د هر ډول اړیکو له ټینګښت څخه باید ډډه وشي.
په کور دننه د اسلام او اسلامي شریعت بشپړ تنفیذ او  نړۍ ته د دعوت او جهاد له لارې د اسلام رسول بله سره کرښه ده چې په هیڅ ډول د معاملې او تنزل وړ نه ده. ځکه دا د ټول بشر حق دی په موږ چې د اسلام خیر، عدل او نظام باید دوی ته ورسیږي او ترې ګټه پورته کړي. دا سره کرښه باید چې متحده ایالاتو او نړۍ ته واضح شي. دا هغه سنت دي چې رسول الله (ص) بنا کړي، صحابه و عملي کړي او ۱۳ پیړۍ اسلامي خلافتونو پرې عمل کړی دی.
د اسلامي امارت مسئولین او مشرتابه باید چې د کفارو او د دوی د سیمه ییزو متحدینو په مکر او نیرنګ خطا نه و ځي. دوی دښمنان دي، هغوی هیڅکله ستاسو او د مسلمانانو دوستان نه کیږي.  تېر ۲۰ کلن اشغال او جګړه یې تر ټولو ښه ثبوت دی. دوی کې چې څه قوت او ځواک و، هغه یې د مجاهدینو او افغان مسلمانانو په ضد و کاروه. داسې وسله او ځواک پاتې نه شو چې دوی درېغ کړی وي. په لسګونه زره مجاهدین او عام مسلمانان یې و وژل او په لسګونه زره خوندې یې کونډې او مورګانې بورې کړې.
کله چې کفار او رأس الکفر (د امریکا متحده ایالات) په نظامي ډګر کې د مجاهدینو له سخت او نه ماتېدونکي مقاومت سره مخ شول او په سیاسي او فکري ډګر کې د نورو اسلامي ډلو او عامو مسلمانو له پاخه او ژورې مبارزې سره مخامخ شول، نو نظامي اشغال ته یې د پای ټکی کېښود او په خورا ذلت او بې شرمۍ له افغانستانه و وتل.
خو اوس غواړي چې خپل انتقام په سیاسي او ډیپلوماتیک ډګر کې واخلي. د دوی زړونه له بغض او کینې ډک دي. دوی له خپل ایډیالوژیک دریځ (سرو کرښو) څخه نه تېریږي. په هر ډګر کې هغه تکراروي او هغه یې د هر ډول سیاسي، اقتصادي او اجتماعي تعامل او راکړې ورکړې شرایط او اصول دي. هر کله چې اسلامي امارت هغو ته غاړه کیښوده، بیا به ور سره تعامل کوي او په رسمیت به یي پیژني.
دا لازمي خبره ده چې اسلامي امارت هم باید خپلې سرې کرښې ترسیم او نړۍ ته واضح کړي او په هغو ټینګ و دریږي. هغه سرې کرښې موږ ته اسلام او الله تعالی په قرآن او سنتو کې په خورا صراحت تفهیم او را ښودلې دي. هغه سرې کرښې هیڅکله د معاملې وړ نه دي. که په هغو معامله کیږي، نو هغه ورځ به زموږ د نابودی او ذلت ورځ وي. الله تعالی به له موږ ناراضه او خپل نصرت او رحمت به له موږ څخه بېرته واخلي. چې طبیعي پایله یې د دنیا او آخرت شرمندګي او ذلت دی.




   تاریخ: 11/17/2021 

fb
ریس خان کمال زی

دقیق

   ارسال نظر