د اونۍ خبره: د چارواکو او پوځونو سکوت؛ له يهودي دولت سره مرسته ده!
10/28/2023 | لیکوال: خالد مشعل

Print


نن (لړم ۶مه) ۲۲مه ورځ ده چې  د اسرائیلو یهودي دولت له خوا د فلسطین په غزې تراړې باندې له ځمکې، هوا او سمندر نه ړندې او درنې بمباری رواني دي. د بمباریو شدت او کچه دومره لوړه ده چې د غزې شمالي برخه یې له ځمکې سره هواره کړې ده. د تایید شویو راپورنو له مخې، په دې بمباریو کې د اسرائیلو دولت له فاسفورس بمونو څخه هم استفاده کړې ده.
د یهودو دولت تر اوسه تر ۷۰۰۰ ډېر مسلمانان په فلسطین کې وژلی دي. له دې جملې څخه شاوخوا ۳۰۰۰ یې ماشومان دي. په دې سر بېره؛ شاوخوا ۲۰۰۰ کسان لا د خاورو او ډبرو لاندې دي. په دې کسانو کې ماشومان، میرمنې، سپینږیري او ځوانان شامل دي. یوازې په «الأهلي» روغتون کې، اسرائیلو تر ۵۰۰ ډېر ناروغان شهیدان کړي دي.
غاصب او یرغلګر یهودي دولت د فلسطینیانو په وژلو بسنه و نه کړه، هغه ژورنالستان یې هم و وژل چې د دوی د وحشتونو رپوټونه يې خپرول چې شمېر یې ۲۴ تنو ته ورسېده.
د غزې مسلمانانو باندې یوازې ړندې بمبارۍ روانې نه دي، بلکې د ځمکې، هوا او بحر له خوا کلابند شوي هم دي. د اسرائیلو د دفاع وزیر اعلان وکړ چې غزه به له ټولو خواو کلابنده وي. اوبه، خواړه، درمل او تېل ور باندې بند دي. له هیڅ خوا نه به د ژوندانه اړین توکي نه ورځي.
حیرانونکې او دردونکې خو دا ده چې، د اسرائیلو دولت په دې جنایت او عام وژنه کې یوازې نه دی، بلکې د غرب ټول دولتونه یې په خورا جرئت او صراحت تر شا و درېدل. د امریکا متحده ایالاتو، فرانسې، بریتانیا، جرمنی، او ایټالیا  ولسمشران او صدر اعظمان د جګړې له پیل راهيسې اسرائیلو ته تګ او راتګ کوي. هلته یې په غزه کې د اسرائیلو له بمباریو او عام وژنې خپل قوي ملاتړ اعلان کړ. یهودي دولت  سره یې خپلې سياسي، نظامي، اقتصادي او رسنيزې مرستې اعلان کړې او ټولو په یوه خوله و ویل چې «موږ له تاسو سره» ولاړ یو!
څه چې د منلو نه دي، هغه دا دي چې د اسلامي خاورو لویو دولتونو لکه مصر، سعودي، ترکیه، ایران، پاکستان، متحده عربي امارات او یوشمېر نور چُپ پاتې شول. په غیر مستقیم او ځینو یې په مستقیم ډول د یهودي دولت تایید وکړ. دوی داسې ذلت اختیار کړ چې تمه یې نه کیده. په داسې حال کې چې د دوی شرعي او انساني مکلفیت دا وو او دی چې، دوی په لومړۍ ورځ خپلې لښکرې او جنګي تجهیزات مارش کړي وای او د اسرائیلو دولت ته یې غاښ ماتوونکی ځواب ور کړی وای. داسې تاریخي درس چې په خیبر کې د رسول الله (ص) تر قیادت لاندې، حضرت علي (رض) ور کړ.
د حکامو او جنرالانو خلاف، مسلمان امت په ډيره میړانه او شهامت سره، د فلسطین په دفاع کې و دریده. خپل ځاني او مالي ملاتړ یې ترې اعلان کړ. د ملیوني مظاهرو په تر سره کولو سره یې څرګنده کړه چې د خپل دین، مقدساتو، نوامیسو او خپلو مسلمانو خوندو او وروڼو په دفاع کې، هر ډول فداکارۍ ته چمتو دي. دوی له خائینو حکامو و غوښتل چې مرزونه مات کړي او دوی ته اجازه ورکړي چې له یهودو سره په تشو لاسونو و جنګیږي. اما دغو په اصطلاح مسلمانو حاکمانو، نه یوازې دا چې خپله اقدام و نه کړ، بلکې په امت باندې یې هم پر پولو باندې شدید بندیزونه وضع کړل او اجازه نه ورکوي چې د فلسطین دفاع ته صف صف ورسیږي.
د دې ترڅنګ؛ د فلسطین او غزې مومن او مجاهد ولس، د ښځو، ماشومانو، سپینږیرو او ځوانانو په شمول، ټولو په یوه خوله او ټینګ عزم، د یهودي دولت د تجاوز په ضد و درېدل. خپلې سینې یې سپر کړې. دوی په داسې حال کې د جهاد، شهادت، قتال او مقاومت شعارونه ور کول چې په سرو وینو لړلي ماشومان یې غیږو کې نیولي وو.
د حکامو له دې خیانت او تاریخي بې ننګۍ سره سره، دا د رباني علماو او امت مکلفیت دی چې، خپل شرعي مکلفیت د خپل دین، مقدساتو، نوامیسو، خویندو او وروڼو په دفاع کې ادا کړي. په حکامو، پوځونو او مجاهدینو فشار راوړي چې د ذلت اوسنۍ چُپتیا پای ته ورسوي. شته ملي کفري پولې ماتې کړي او د مسلمانانو مسلح پوځونه د فلسطین په دفاع کې د یهودي دولت پر لور ور وخوځوي. دا د رباني علماو او د رسول الله (ص) د امت اصلي مکلفیت دی. دا مکلفیت به د قیامت تر ورځې ادامه لري، تر هغې ورځې چې موږ د خپل رب (ج) مخ کې صف صف دریږو او د خپل موقتي (دنیا) ژوند محاسبه را سره کیږي. نو دې نه ختمېدونکې مبارزې ته باید ادامه ورکړو، تر هغو چې د الله سبحانه وتعالی دین په ټولو ادیانو ظاهر شوی نه وي او د کفري دولتونو فکري، سیاسي، نظامي، اقتصادي او فرهنګي استعمار په اسلامي نړۍ کې له منځه تللی نه وي او پر ځای يې راشده خلافت تاسیس شوی نه وي. د دې ورځې د لیدو په هیله.






   ارسال نظر