د دعوت خبر: په لبنان کې د یوه دعوتګر د وفات خبر
04/17/2024 |

Print


بسم الله الرحمن الرحيم
(ژباړه)
«مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ
وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً» [احزاب: ۲۳]
ژباړه: «په مومنانو کې داسې کسان شته چې له الله سبحانه وتعالی سره پر کړې ژمنه صادق او رښتیني ولاړ دي. ځینو خپلې ژمنې پوره کړې او یو شمېر نور په تمه دي او خپله ژمنه یې هېڅ وخت تغیر او تبدیل نه کړه.»

حزب التحریرـ ولایه لبنان د حزب التحریر د یوه غړي، حاجي عبدالحليم الخیاط (ابو شفيق)د وفات خبر ورکړی چې د کوچني اختر په سهار یې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې. هغه د خپل ژوند تر وروستۍ ورځې پورې دعوت کاوه. 
ابو شفیق د ژوند په وروستیو ورځو کې، سره له دې چې عمر یې ډیر او ناروغ و، له روحیې او انرژۍ ډک و. هغه په غزه کې زموږ پر خلکو ظلم په دردمن زړه لیده؛ د الله سبحانه وتعالی پر نصرت یې پوره ایمان و او تل یې په اړه خبرې کولې. هغه دا خبره ښه درک کړې وه او تکراروله یې چې د مزدورو چارواکو او غدارانو د حاکمیت له لرې کولو او د خلافت له تاسیس پرته د فلسطین او ټولو اسلامي خاورو ازادي ناشونې ده.
الله سبحانه وتعالی خو دې پر حاجي ابو شفيق (عبدالحليم الخیاط) ورحمېږي؛ خپل بې ساری مغفرت دې پرې ولوروي او په قیامت کې یې دې له پیغمبرانو، صديقينو، شهداوو او صالحينو سره محشور کړي.
له سترګو مو اوښکې بهېږي، زړونه مو غمجن دي او په تګ یې خواشيني یو، خو موږ یوازې هغه څه وایو چې الله سبحانه وتعالی پرې راضي کېږي:

«إِنَّا للهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ»
حزب التحريرـ ولایه لبنان مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۵ هـ.ق کال، د شوال ۱
۲۰۲۴م کال، د اپرېل ۱۰مه
د صدور ګڼه: ۱۴/ ۱۴۴۵
ژباړن: محمد حامد




   ارسال نظر