Print


  دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر
د صدور ګڼه: ۰۷/ ۱۴۴۵ ۱۴۴۵ هـ.ق کال، د جمادي الثاني ۱۱مه ۲۰۲۳م کال، د ډسمبر ۲۸مه

 

مطبوعاتي اعلامیه
د چین په زندان کې د حزب التحریر د یوه غړي شهادت
(ژباړه)

له اسلام او مسلمانانو سره په سخته دښمنۍ کې د چین حکومت د ظلمونو او جنایتونو لېست ته یو بل جنایت هم ورزیات شو. د چین رژیم د ۲۰۲۳م کال، د نومبر په ۲۸مه، د حزب التحریر د غړي سید جهان محمد خانوویچ نودیروف د شهادت خبر ورکړ. سید جهان په ختیځ ترکستان کې زموږ د اویغوي وروڼو په منځ کې فعال و چې د اعلای کلمة الله لپاره یې دعوت کاوه او د بیجینګ په زندان کې شهید شو. هغه د ٢٠٠٠م کال په دوبي کې د چين حکومت له لوري زنداني شو؛ خو محاکمه يې ١٩ کاله وروسته واورول شوه. هغه شل کاله له خپلې ازادۍ محروم و او په دغې موده کې یې د زندان دغې مودې ته هیڅ پام ونه شو. دا په داسې حال کې ده چې ایغورۍ مېرمن یې تر اوسه د چین د ظالم دولت په یوه کمپ، چې د ظلم او شکنجې ځای دی، کې ده. د هغه خپلوان وايي چې سيد جهان د خپل ژوند په وروستيو ورځو کې د بېجينګ زندان د روغتیايي درملنې په څانګه کې بستر و.
ټولو ته ښکاره ده چې چين له اسلام او مسلمانانو سره د دښمنۍ په برخه کې له یهودو سره هېڅ توپير نه لري. په ختيځ ترکستان کې د مسلمانانو پر وړاندې په ډېر وحشیانه ظلم او ټول‌وژنه کې ښکیل دی. په ملیونونو مسلمانان يې د توقیف په کمپونو کې "چې د مغز مینځلو ښوونځي ورته وايي" ساتلي او د دوی پر وړاندې د شکنجې له وحشتناکو لارو چاروکار اخلي. دا چې چین پر مسلمانانو د برید جرات کوي، یوازینی لامل یې دا دی چې مسلمانان خلیفه نه لري چې ډال یې شي. په ازبکستان کې د میرضیایف حکومت د امت د بچیانو ساتنه نه کوي؛ بلکې د مسلمانانو پر وړاندې د جرمونو په ترسره کولو کې د چین حکومت ته ورته دی. همدا لامل دی چې د چین رژیم له کوم ځنډ پرته د مسلمانانو پر وړاندې د جنایتونو ترسره کولو ته دوام ورکوي.
د اسلام احیاء یوازې د الله سبحانه وتعالی په نصرت سره کیږي او د نصرت، فتحې او عزت دغه ونه زموږ د شهیدو وروڼو؛ لکه سید جهان په وینو خړوبېږي، چې دغه سخت دعوت ته یې اوږې ورکړې دي. شهيدان د الله سبحانه وتعالی له لوري غوره شوي دي. په حقیقت کې دوی د الله سبحانه وتعالی غوره او نږدې بندګان دي. سره له دې چې د خپل ورور، سید جهان په وفات خواشیني یو، هغه ته مبارکي وایو؛ ځکه چې د هغه د ژوند په ښه خاتمه او شهادت پای ته ورسېد! الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 [مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا] [احزاب: ۲۳]
ژباړه: « په مومنانو کې داسې کسان شته چې له الله سبحانه وتعالی سره پر کړې ژمنه صادق او رښتیني ولاړ دي. ځینو خپلې ژمنې پوره کړې (د شهادت شربت یې څښلي) او یو شمېر نور په تمه دي او خپله ژمنه یې هېڅ وخت تغیر او تبدیل نه کړه.»

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې زموږ ورور، سید جهان زموږ له نورو شهیدانو وروڼو سره په جنت کې یو ځای او له پیغمبرانو، صدقينو، شهیدانو او صالحينو سره حشر کړي. د الله سبحانه وتعالی له درباره د نوموړي کورنۍ او خپلوانو ته جمیل صبر غواړو. بېشکه چې راشده خلافت، چې د الله سبحانه وتعالی په حکم به ډېر ژر بیا تاسیس شي، به خامخا د چین له حکومت او نورو کفارو استعمارګرو څخه زموږ د مظلومو وروڼو او سید جهان په څېر شهیدانو غچ اخلي.

«وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْفَتْحُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ * قُلْ يَوْمَ الْفَتْحِ لَا يَنفَعُ الَّذِينَ كَفَرُوا إِيمَانُهُمْ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ» [سجده: ۲۸-۲۹]
ژباړه: «او دغه خلک وايي: «دغه فیصله به کله وي که تاسو رښتيني یاست؟» دوی ته ووایه: «د فیصلې په ورځ به ايمان راوړل د هغو خلکو لپاره هېڅ ګټور نه وي چې کافران شوي دي او بیا به هغو ته کوم مهلت ورنکړل شي.»

په ازبکستان کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر
ژباړن: محمد حامد




   ارسال نظر