Print


حزب التحریر
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
 
ګڼه: ح.ت.افغ ۰۷/۱۴۴۵ پنجشنبه ٠٩ جمادي الأولى، ۱۴۴٥هـ ٢٣/١١/٢٠٢٣م

 

مطبوعاتي اعلامیه
«ملګري ملتونه» معاصر طاغوت دی او مؤمنان بايد ورباندې کافران شي!

د افغانستان د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته؛ له ملګرو ملتونو سره د افغانستان د یو ځای کېدو د ۷۷مې کليزې پرمهال ويلي: «تراوسه د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی، نو موږ د هغوی د قوانينو پر وړاندې کوم التزام نه‌لرو او کله چې په رسمیت وپېژندل شوو، ټولو هغو قوانینو او نورمونو ته چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه‌وي ژمن یوو.« نوموړي همداراز په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت د استازي د حضور غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې: «موږ هم د نورو هېوادونو په څېر باید غړیتوب ولرو او په سازمان کې باید د افغانستان د خلکو حق ورکړل شي، څوکۍ وسپارل شي، هغه موقف او مقام چې دی، ورته ورکړل شي.»
په دې اړه د حزب التحریر ولایه - افغانستان مطبوعاتي دفتر د افغانستان اسلامي امارت ته د نصيحت او تذکر په توګه لاندې څو ټکي واضح کوي:
۱. ملګري ملتونه له تاريخي پلوه د هغه اروپايي مسيحي هېوادونو ځایناستی دی، چې د عثماني خلافت د جهاد او فتوحاتو پر وړاندې سره متحد شوي وو او بالاخره یې د خپل اتحاد په واسطه اسلامي خلافت له منځه یووړ او اسلامي خاوره یې په خپلو منځونو کې سره ووېشله.
۲. ملګري ملتونه د هغه له تاسيس څخه تر ننه په اسلامي خاورو کې د اسلامي دولت (خلافت) له رامنځته کېدو څخه د مخنيوي او په اسلامي خاورو کې د استعماري هېوادونو د ګټو د خونديتوب او تنظيم لپاره کار او فعالیت کوي. 
۳. د ملګرو ملتونو ټول قوانين، کنوانسیونونه او پرېکړه ليکونه د امريکا‌ په مشرۍ د سترو استعماري قدرتونو له خوا رامنځ ته شوي، چې له الف څخه تر یا پورې کفري او طاغوتي دي او نه یوازې د اسلام او مسلمانانو، بلکې د ټول بشريت او د هغه د فطرت خلاف دي.
۴. په ملګرو ملتونو کې پر اسلامي خاورو د حاکمو جبريه نظامونو برخه اخيستنې او هلته د دوی استازيتوب، تر اوسه له اسلامي امت او اسلام څخه د کفارو او استعمارګرانو هېڅ شر نه دی دفع کړی، ځکه د دغه سازمان اصلي شريکان د امنيت شورا دايمي غړي هېوادونه - چې ستر استعمارګر او اشغالګر دولتونه - دي او دا نور دولتونه هسې د دوی د ظلم، اشغال او استعمار د ناحقې شاهدان دي. په دې اړه د فلسطین اوسنۍ ناورین او په تېر کې د افغانستان او عراق اشغال یې تر ټولو ښه مثالونه دي.‌
۵. موږ او تاسو ټول مسلمانان باید په دې باور ولرو چې اسلام د بشري ژوند لپاره یو کامل دين دی، د واده له بستر څخه تر نړيوالو اړيکو پورې ټولو واقعيتونه ته شرعي احکام او حللارې لري، نو باید د دغه فکري قاعدې پر اساس چې: «هر هغه حکم چې له اسلام سره موافق وي او که مخالف، خو چې له اسلام څخه نه وي، اسلامي امت ته مردود دي» عمل او سياست وکړو؛ ځکه د جبريه دور ټولو نظامونو تر همدې استدلال لاندې کفري مفکورې، قوانین او پرېکړه ليکونه منلي دي چې وايي؛ «هغه څه یې منو چې له اسلام سره ټکر ونه لري». حال دا چې اوسنی نړيوال نظم، ملګري ملتونه او نړيوال بنسټونه ټول د اسلام او مسلمانانو خلاف او طاغوت دي. نو اسلامي امارت ته د خپلې ۲۰ کلنې قربانۍ او جهاد له امله نه ښايي؛ چې د جبريه نظامونو په ډله کې ورګډ شي، بلکې باید د ستر نړيوال اسلامي نظام د پیل په لومړۍ هسته بدل شي. 
 نو هر هغه دولت چې غواړي اسلامي وي؛ له اساسه باید اوسنی نړيوال نظم رد کړي، ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو کفري سازمانونو ته باید نه ووايي او د اسلامي بهرني سياست (دعوت او جهاد) له لارې باید ټولې اسلامي خاورې د جبريه نظامونو له ولکې څخه آزادې او له اسلامي نظام سره یو ځای کړي، تر هغه چې دغه نړيوال نظم چې نه یوازې اسلام او مسلمانان، بلکې د ځمکې پر مخ ټول بشريت او انساني فطرت یې له ګواښ سره مخ کړی دی، له منځه یوسي او پر ځای یې د لوړو اسلامي ارزښتونو پر بنسټ نوی نړيوال نظم رامنځ ته کړي.

﴿قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَن يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىٰ لَا انفِصَامَ لَهَا وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ﴾ [البقرة: ٢٥٦]
ژباړه: له شک پرته هدايت له ګمراهۍ څخه مشخص شوی دی، نو هغه څوک چې په طاغوت باندې کافر شي او په الله سبحانه وتعالی باندې ايمان راوړي، په تر‌ ټولو کلکه رسۍ یې منګولې لګولې دي، چې هېڅکله نه پرې کېږي او الله سبحانه وتعالی اورېدونکی او پوه دی.‌
د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر




   ارسال نظر