Print


حزب التحریر
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
 
ګڼه: ح.ت.افغ ۰۶/۱۴۴۵ یکشنبه ۲۱ ربیع الثاني، ۱۴۴۵هـ ۰۵/۱۱/۲۰۲۳م

مطبوعاتي اعلامیه
د پاکستان د ناورین اصلي ریښه افغانان نه، بلکې د اسلام نه پلي کول او د امریکا غلامي ده!

د پاکستان د کورنيو چارو وزیر ویلي وو چې په دغه هېواد کې ۱.۷ میلیونه خلک «ناقانونه» اوسېږي. ده وویل چې دا کسان باید د روان کال د اکتوبر تر پایه یا پخپله خوښه ووځي یا به په زور وایستل شي. د پاکستان د دولتي رسنیو په حواله، نوموړي وویل: «که دوی لاړ نه شي ... د ایستلو لپاره به یې په ایالتونو یا فدرال دولت کې له ټولو قانون پلي کوونکو بنسټونو کار واخیستل شي.» خو ویل کېږي چې ټول کسان، که اسناد لري که نه؛ ځورول کېږي، ایستل کېږي یا زنداني کېږي. د پاکستان خلکو ته ویل شوي چې که د کډوالو کوربه‌توب وکړي، سزا به یې وویني.
له یوې اسلامي خاورې بلې ته د مسلمانانو کډوالي یا مهاجرت د اسلام له نظره یو پوچ او بې معنی مفهوم دی؛ ځکه چې ټولې اسلامي خاورې د واحدې خاورې حکم لري. خو د نړۍ ننني واقعیت اسلامي مفاهیم له سیاسي او ټولنیزو واقعیتونو لرې کړي دي. نړۍ د دولت-ملت نظم له مخې پر مخ ځي او د اسلامي خاورو خاین چارواکي د ملت او ملي مفاهیمو پر بنسټ سیاست کوي. دغو حکامو استعماري پولې منلې او د دغو پولو، چې امت یې وېشلی، ساتنه کوي. په پاکستان، ایران او نورو اسلامي خاورو کې د افغان «کډوالو» له واقعیت سره چلند هم د همدغو سیکولر مفاهیمو له مخې کېږي.
په دې وروستیو کې پاکستان په سیاسي، اقتصادي او امنیتي ناورینونو کې راګیر دی خو حکام یې د دې پر ځای چې د ناورین پر اصلی ریښه برید وکړي؛ د عامه افکارو د اغوا کولو لپاره پر افغانانو او نورو کډوالو فشار راوړي. په داسې حال کې چې په پاکستان کې د ناورین اصلي ریښه افغانان نه، بلکې د اسلام نه پلي کول او امریکا ته د پاکستان غلامي ده. پاکستان کلونه کلونه د پاکستان مسلمانو خلکو او د نړۍ مسلمانانو ته د اسلام په نامه فرېب ورکړی؛ خو د پاکستان د خلکو فکري، سیاسي او وسله‌وال غبرګون ښيي چې دوی نور جمهوري نظام او د پاکستان د دولت سیکولر سیاستونه نه غواړي. له بل لوري د پاکستان حکومت او پوځي رهبرۍ خپل ټول عمر د برېتانیې او بیا امریکا په غلامۍ کې تېر کړ؛ خو دغه مخلصانه غلامي یې ورځ تر بلې په ناورینونو کې ډوبوي.
د پاکستان خاین حکام باید پوه شي چې امریکا د پاکستان پر ځای پر هند ډېر تمرکز لري؛ د امریکا حکومت هند په سیمه کې د تر ټولو ستر اقتصادي او پوځي ځواک کېدو پر لور بیايي؛ خو پاکستان امریکا ته له خپلې ټولې غلامۍ سره بیا هم د هند په پرتله لومړیتوب نه لري. امریکا، پاکستان د هند پر وړاندې ذلیل کړی؛ دا ذلالت د کشمیر په مسله کې ښه په ډاګه شو. د دې لپاره چې هند پر خپل پرمختګ ډېر تمرکز ولري، امریکا پاکستان اړ کړ چې د خپل پوځ مخ له کشمیر او ختیځو پولو څخه قبایلو او د افغانستان پولې ته راواړوي. د پاکستان پوځ له پیل څخه د مودي له هندوتوا حکومت سره د مبارزې پر ځای په قبایلو کې خپل مسلمان وروڼه ځپلي او وژلي دي او اوس د پاکستان حکومت د عامه افکارو لپاره یوه بله بوختیا؛ افغان کډوال رامخته کړي دي. دغه تحریکونه په داسې حال کې کېږي چې اشغالګر هند د مسلمانانو پر وړاندې خپلو ظلمونو ته دوام ورکوي او غاصب اسراییل په فلسطین کې د مسلمانانو پر وړاندې له هېڅ ډول جنایت څخه درېغ نه کوي. دا د پاکستان د غلامو او مزدورو چارواکو بې حیايي ښيي چې له دومره ستر پوځ او اټومي ځواک سره سره؛ د هند او اسراییلو پر ځای افغان «کډوال» ځپي!
په پاکستان کې د امنیتي ګډوډیو ریښه د پاکستان په سیکولر او غلام نظام کې ده؛ نو دا ګډوډۍ هله حلېږي چې په سیمه کې یو بنسټیز بدلون راشي. په دې سیمه کې داسې خلک اوسېږي چې عقیده، کلتور او ان قوم یې یو دی خو استعماري پولو وېشلي. دا ستونزه هله حل کېدی شي چې د پاکستان خاین حکومت راوپرځېږي، د پاکستان جمهوري او سیکولر نظام له منځه لاړ شي او د سیمې سیاسي جغرافیه یوازې اسلام ته بدله شي. چارواکي باید دا ستونزه نړیوالو طاغوتي بنسټونو، لکه ملګرو ملتونو ته وړاندې نه کړي. اساسي او شرعي حللاره دا ده: ډېورنډ چې د نورو پولو په څېر یوه نشنلستي پوله ده، باید ماته شي؛ په سیمه کې د مسلمانانو له فکري، سیاسي او پوځي ظرفیتونو څخه د پاکستان د خاین حکومت پر وړاندې ملاتړ وشي او د افغانستان او پاکستان په وحدت سره دلته دویم راشده خلافت جوړ شي. له فلسطین تر پاکستانه، یوازې یوه ستونزه موجوده ده، چې یوازې یوه حللاره لري. دغه اساسي ستونزه همدا ملي پولې، سیکولر نظامونه او خاین چارواکي دي او اساسي حللاره اسلام دی چې موږ ته د پولو د ماتولو، د خاینو حکامو د راپرځولو او اسلامي خلافت د تاسیس امر کوي! «ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ نُبُوَّةٍ» بيا به د نبوت پر منهج (راشده) خلافت وي. [رواه احمد]

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر




   ارسال نظر