Print


حزب التحریر
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
 
ګڼه: ح.ت.افغ ۰۵/۱۴۴۵ سه‌شنبه ۱۶ ربیع الثاني، ۱۴۴۵هـ ۳‍۱/۱۰/۲۰۲۳م

 

مطبوعاتي اعلامیه
اې د اسلامي امارت مجاهدینو، د مسجدالاقصی د آزادۍ او د فلسطیني مسلمانانو د دفاع لپاره جهاد پر تاسو فرض دی!

د فلسطین قضیه ورځ په ورځ ګرمېږي، خو بې روحه جسدونو، د مظلومانو نارو سورو، ویجاړو شوو کورونو او په هغو کې دفن شوو جسدونو، لا تر اوسه ځينې خوبوړي نه دي راویښ کړي. خو د چارواکو، د قدرت خاوندانو او درباري علماوو خوب څومره ژور دی، مګر موږ قضاوت کولای شو چې واقعاً دا وجدانونه ویده دي که مړه؛ نه اوري، عبرت نه اخلي، انذار پر دوی اغېز نه لري او د خپلو اعمالو له عواقبو څخه نه وېرېږي؟

﴿إِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَىٰ وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَاءَ إِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِینَ﴾ [نمل: ٨٠]
ژباړه: بېشکه ته [خپل دعوت] مړو ته نه شې وراورولی او نه يې هم هغوکڼو ته اورولی شې چې مخ اړوي او شا کوي.

هو، اسلامي امت په هر عصر کې خپله ځانګړې ابتلا او امتحان لري چې باید په جمعي توګه بریالی ترې ووځي. نن او په دغه عصر کې د اسلامي امت ابتلا د خلافت دولت تاسیس او د اشغال شوو خاورو په ځانګړې توګه د مسجدالاقصی آزادول دي. هو، الاقصی زړونه آزمايي، خاینان افشا کوي، صفونه تصفیه کوي او بالاخره هغه کسان رابرسېره کوي چې د دې اهلیت او شرف لري چې خلافت يې په برخه شي او اقصی آزاد کړي.

﴿کذَٰلِكَ یَضْرِبُ اللَّهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ ۚ فَأَمَّا الزَّبَدُ فَیَذْهَبُ جُفَاءً ۖ وَأَمَّا مَا یَنفَعُ النَّاسَ فَیَمْكُثُ فِی الْأَرْضِ ۚ كَذَٰلِكَ یَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ﴾ [رعد: ١٧]
ژباړه: په دې توګه الله سبحانه وتعالی [په محسوساتو سره] د حق او باطل مثال ورکوي. نو هغه (بې ګټې او بې فايدې) ځګ څنډې ته کېږي او له منځه ځي او هغه څه چې خلکو ته ګټه رسوي، هغه په ځمکه کې پاتې کېږي. الله په دې توګه مثالونه بيانوي (تر څو خلک حق له باطل څخه بېل کړی شي).

اې اسلامي امته! تاسو، زلمي او سپین‌ږیري، چې ځانونه د دې مستحق ګڼئ چې د دوه میلیارده مسلمانانو په جمع کې حساب شئ، په اسلامي قضایاوو کې خپله ونډه مه هېروئ. پورته شئ او غږ اوچت کړئ، ترڅو نړۍ پوه شي چې اسلامي امت که فاسد شوی او د انحطاط پر لور تللی، خو مړ شوی نه دی. پورته شئ، خپل چارواکي محاسبه کړئ او د قدرت د خاوندانو شرعي مسووليتونه ورپه یاد کړئ، پر هغوى فشار راوړئ، ترڅو تاسو او ستاسو ارزښتونه له پامه ونه غورځوي، اسلام حاکم کړي او د اشغال شوو خاورو د آزادولو لپاره جهاد وکړي.
‌اې رباني علماوو! تاسو چې د انبياوو وارثان ياست؛ پوه شئ چې له رسول اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم څخه هېڅ پیسې او مادي شتمني په ميراث نه ده درپاتې؛ تاسو په علم، وحي او د چارواکو په محاسبه کې د پيغمبرانو وارثان ياست. د علم حق ادا کړئ او د اسلامي قضایاوو پر وړاندې شرعي موقف ونیسئ او له الله سبحانه وتعالی پرته له هېچا څخه خشی (له وېرې او عظمت څخه ډک درناوی) مه لرئ؛ ﴿إِنَّمَا یَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ﴾. د قدرت او پوځونو خاوندانو ته، د هغوی شرعي مکلفیت وریاد کړئ او دا تاسو ته د پیغمبرانو میراث دی، ترڅو په صراحت ووایئ چې د فلسطین د آزادۍ لپاره جهاد د قدرت پر خاوندانو او پوځونو فرض دی. تاسو باید د حق کليمې په ویلو کې د امام ابوحنيفه «رح»، امام احمد بن حنبل «رح»، ابن تیمیه«رح»، سعید بن جبیر«رح»، ابوسعد الهروی«رح» او نورو رباني علماوو پر لاره روان شئ، ځکه امر بالمعروف اځل نه نږدې کوي او رزق هم نه کموي.

«أفضلُ الجهادِ كلمةُ عدلٍ عند سلطان جائرٍ» (رواه أبو داود، والترمذي)
ژباړه: تر ټولو غوره جهاد، د ظالم حاکم پر وړاندې د حق خبره کول دي.

ای د اسلامي امارت مجاهدینو! د فلسطین د آزادۍ یوازینۍ لاره جهاد دی! عربو او عجمو چارواکو د مسلمانانو لښکرې یرغمل نیولي دي، د مسلمانانو د چارواکو خیانت له کلونو راهیسې دوام لري، ډېری یې عملاً د یهودي دولت امنیت ټينګوي، تاسو هغه څوک یاست چې په اسلامي نړۍ کې امریکا او ناټو ته د ماتې ورکوونکو په نامه پیژندل کېږئ. تاسو یاست چې لا تر اوسه د قدرت او شتمنۍ فساد بشپړ راچاپېر کړي نه یاست، تاسو یاست چې لا تر اوسه د غربي قدرتونو، نړیوالو ارزښتونو او سیکولر قواعدو په مکر کې بشپړ راګیر شوي نه یاست، تاسو یاست چې په زړونو کې مو تر اوسه جهادي احساس ژوندی دی. له همدې امله فلسطینۍ خور غږ درته کوي "وا معتصما!"، "مدد يا افغانستان!". که نن د مظلومو مسلمانانو نصرت ونه کړئ نو څه وخت به یې کوئ؟ نو خنډونه مات کړئ؛ ملي پولې، نړیوال نظم، دنیوي تشویشونه او ... لرې کړئ. که تاسو دا کار وکړئ، ستاسو صف د اسلامي امت په وسیله کم او کمزوري نه پاتې کېږي او پوه شئ چې د الله سبحانه وتعالی مرسته له هغو کسانو سره ده چې د منظمې اردو او فولادي صفونو په بڼه قتال ته ورځي او دا صف په انفرادي ډول او قاچاقي سفرونو نه برابریږي. اسلامي دولت او د هغه اردو باید دا صف جوړ کړي، ځکه الله سبحانه وتعالی دا صف خوښوي!

﴿إِنَّ اللَّهَ یُحِبُّ الَّذِینَ یُقَاتِلُونَ فِی سَبِیلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُم بُنْیَانٌ مَّرْصُوصٌ﴾ [صف: ۴]
ژباړه: د الله سبحانه وتعالی هغه کسان خوښ دي چې د هغه په لاره کې داسې صف تړلی جهاد کوي چې [له ثابت قدمۍ څخه] گواکي د فولادي او کلک دېوال په څېر پیاوړي دي.
د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر




   ارسال نظر