کله چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر بحث کېږي،
نو تر هغه وړاندې دا مهمه ده چې لومړی موږ معروف او منکر وپېژنو او پوه شو چې څه معنا
لري او شریعت څه ته معروف او څه ته منکر وايي. له هغه وروسته بیا پر امربالمعروف او
نهی عن المنکر بحث کېدای شي.
معروف: معروف له لغوي اړخه هغه څه ته ویل کېږي چې
په ټولنه کې پېژندل شوي وي، مشهور وي، ښکاره وي او خلکو ته معلوم او روښانه وي. هغه
عمل چې ټولنه یې پېژندل شوی عمل وګڼي.
منکر: د معروف خلاف او ضد معنا لري. مردود، ننګین،
ناوړه او ناسم. هغه عمل چې په ټولنه کې ناوړه، ناسم او مردود ګڼل کېږي، منکر عمل دی.
منکر او معروف یو د بل ضد معنا لري.
قرانکریم چې څوارلس پېړۍ وړاندې دا مفاهیم وکارول،
په ټولنه کې ډېر ناوړه عملونه معروف وو، خو برعکس ډېر معروف عملونه خلکو نه پېژندل
او د منکر په سترګه ورته کېدل. څه ډول چې قرانکریم د مفاهیمو لپاره خپله ژبه لرله،
نو د معروف او منکر کلمې هم داسې وکارول شوې چې په معنا کې یې بدلون راشي. په قرانکریم
کې که موږ د معروف کلمه وګورو: «فَاتِّبٰاعٌ المعروف» «فَإِمْسٰاكٌ بِمَعْرُوفٍ» «مَتٰاعٌ
بِالْمَعْرُوفِ» «قَوْلٌ مَعْرُوفٌ» «فَلْيَأْكُلْ بِالْمَعْرُوفِ» «وَ عٰاشِرُوهُنَّ
بِالْمَعْرُوفِ» «لاٰ يَعْصِينَكَ فِي مَعْرُوفٍ» «تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوف». دا
ټول د نیکو او هغو عملونو لپاره کارول شوي چې هغه د الله تعالی د رضا سبب ګرځي، اسلام
پر دغو اعمالو امر کوي او دا د یوه ښه مسلمان او مومن عملونه دي. په دې ډول قرانکریم
یو بل پیغام هم لېږدولی او هغه دا چې په یوه اسلامي ټولنه کې نیک او هغه عملونه چې
د الله تعالی د رضا سبب ګرځي، باید معروف وي، یعنې پېژندل شوي وي، خلک ورسره آشنا
وي، مشهور وي او هره ورځ یې خلک ترسره کوي او وینې یې. همداسې منکر هم باید په یوه اسلامي ټولنه کې ورک، ناپېژندل
شوی او داسې عمل وي چې خلک یې نه ترسره کوي او یا بیخي عجیب، نادر او کم وي، خلک یې
یا نه ویني او یا یې هم کم ویني او په ناوړه سترګه ورته ګوري. له بده مرغه له دې کبله
چې اوس پر اسلامي نړۍ یو واحد اسلامي دولت واکمن نه دی، په ټولنه کې احساسات او افکار
پوره اسلامي نه دي پاتې او د خلکو ترمنځ اړیکې په بشپړ ډول د اسلام پر اساس نه تنظمېږي،
نو ځکه اوس زموږ په ټولنه کې معروف او منکر خپله شرعي معنا نه لري. له بده مرغه اوس
په ټولنه کې ناوړه عملونه او هغه عملونه چې د الله تعالی د نارضایتۍ سبب ګرځي، معروف
شوي، پېژندل شوي، مشهور شوي، هره ورځ ترسره کېږي، خلک یې ویني او آن ځینې یې ناوړه
هم نه ګڼل کېږي. همداسې معروف عملونه کمرنګه شوي، عجیب شوي او ځینې خو یې یو مخ ورک
شوي دي، د دې ناوړه حالت وړاندوينه رسول الله صلی الله عليه وسلم هم کړې، ابو امامه
رضي الله عنه وايي، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:
«كَيْفَ أَنْتُمْ إِذَا طَغَى نِسَاؤُكُمْ، وَفَسَقَ
شَبَابُكُمْ، وَتَرَكْتُمْ جِهَادَكُمْ؟» ، قَالُوا: وَإِنَّ ذَلِكَ لَكَائِنٌ يَا
رَسُولَ اللَّهِ؟، قَالَ: «نَعَمْ، وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، وَأَشَدُّ مِنْهُ سَيَكُونُ»
، قَالُوا: وَمَا أَشَدُّ مِنْهُ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟، قَالَ: «كَيْفَ أَنْتُمْ إِذَا
لَمْ تَأْمُرُوا بِالْمَعْرُوفِ، وَلَمْ تَنْهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ؟» ، قَالُوا: وَكَائِنٌ
ذَلِكَ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟، قَالَ: «نَعَمْ، وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ وَأَشَدُّ
مِنْهُ سَيَكُونُ» ، قَالُوا: وَمَا أَشَدُّ مِنْهُ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟، قَالَ:
«كَيْفَ أَنْتُمْ إِذَا رَأَيْتُمُ الْمَعْرُوفَ مُنْكَرًا، وَرَأَيْتُمُ الْمُنْكَرَ
مَعْرُوفًا؟» ، قَالُوا: وَكَائِنٌ ذَلِكَ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: " نَعَمْ،
وَأَشَدُّ مِنْهُ سَيَكُونُ...»)الطبرانی(
هغه وخت به څنګه ياست؟ چې ښځې مو بغاوت وکړي، ځوانان
مو فاسقان شي او جهاد پريږدئ، اصحابو وويل: ايا دا حالت راتلونکی دی؟ ويې ويل: هو؛
پر الله سبحانه وتعالی قسم تر دې بد حالت راځي، ويې ويل: اې د الله سبحانه وتعالی رسوله
تر دې بد حالت به څه وي؟ ويې ويل: څه ډول به یاست چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر
پريږدئ، هغوی وويل: ايا داسې به هم کيږي؟ ويې ويل: هو تر دې هم بد حالت راتلونکی دی،
هغوی وويل: تر دې بد حالت به څه وي؟ ويې ويل: تاسو به څنګه یاست کله چې ووينئ معروف
منکر شوي او منکر معروف شوي وي، هغوی وويل: ايا داسې به هم وشي؟ هغه صلی الله عليه
وسلم وفرمايل: هو، تر دې بد حالت به هم راشي...
له خير القرون څخه څه باندې لس پيړۍ تېرې شوي، په
خاص ډول په وروستۍ پيړۍ کې د امت فهم له اسلام څخه ضعيف شوی، ځیني مکلفيتونه يې له
پامه غورځولي، د امت په منځ کې ګڼ حياتي معروف د خلکو په نظر کې منکر شوي، مثلا: څوک
چې اخروي ليد لري، د خلکو په نظر ساده او کم عقل ښکاري، خو هغه کس چې ټول تمرکز يې
پر دنيا وي او تل د ژوند په رنګونو پسې ګرځي، په خلکو کې د هوښيار او لايق په صفت پيژندل
کيږي. دې ته ورته امت ډېر معروف منکر کړي او ډېر منکر يې معروف کړي چې په همدې لنډه
ليکنه کې يې پر ځينو بحث کوو.
منکر شوي معروف
زموږ په ټولنه کې له بده مرغه ډېر داسې کارونه چې
باید معروف وای، خلکو پېژندلی او هره ورځ یې ترسره کولی، اوس پردي شوي، ګونګ شوي، تحریف
شوي او آن ځینې ورته د منکرو په سترګه ګوري. دا علمونه ډېر دي، خو ځینې مهم او لوی
یې موږ دلته ذکر کوو:
جهاد
اسلامي امت په جهاد سره ژوندی و، د الله سبحانه
وتعالی هدايت او نور يې له همدې لارې نيمې نړۍ ته خپور کړ. رسول الله صلی الله عليه
وسلم جهاد ته د اسلام تر ټولو لوړه څوکه ويلې،
که مبالغه وکړو ښايي شل سلنه قرانکریم او سنت د جهاد په اړه وي. مدینې ته له هجرت سره
سم رسول الله صلی الله عليه وسلم لومړی د لښکر چارې تنظيم کړې او د مدینې شاوخوا يې
سريې وليږلې، آن کله چې د مرګ پر بستر پورت و، د اسامه ابن زيد په مشرۍ يې له روميانو
سره د جهاد لواء په خپلو مبارکو لاسونو وتړله، د هغه صلی الله عليه وسلم له وفات وروسته
د جهاد سپېڅلې لاره خلفاء راشدينو تعقيب کړه؛ روم، فارس او افغانستان ته يې له همدې
لارې اسلام ورساوه، له هغوی وروسته امويانو، عباسيانو او بيا عثمانيانو د الله سبحانه
وتعالی په لار کې جهاد وکړ، ځکه دا د امت کېدو او امت پاتې کېدو لپاره اساسي رکن دی.
الله سبحانه وتعالی فرمايې:
(وَجَاهِدُوا فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ ۚ هُوَ
اجْتَبَاكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ ۚ مِّلَّةَ أَبِيكُمْ
إِبْرَاهِيمَ ۚ هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمِينَ مِن قَبْلُ وَفِي هَٰذَا لِيَكُونَ
الرَّسُولُ شَهِيدًا عَلَيْكُمْ وَتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ ۚ فَأَقِيمُوا
الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَاعْتَصِمُوا بِاللَّهِ هُوَ مَوْلَاكُمْ ۖ فَنِعْمَ
الْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ النَّصِيرُ )
[الحج:٧٨]
ژباړه: د الله سبحانه وتعالی په لار کې داسې جهاد
وکړئ، څنګه چې يې حق دی، هغه (د خلکو له منځه د خپل دين لپاره) تاسو غوره کړي ياست
او په دين کې يې پر تاسو ناشوني او سخت کارونه نه دي ټاکلي (بلکې هغه څه يې پر تاسې
لازمي کړي چې له انساني فطرت سره سم او ستاسو په توان کې دي)، دا ستاسو د پلار ابراهيم
علیه السلام دين دی. هغه سبحانه وتعالی(په مخکنيو او وروستي کتاب کې) مسلمانان نومولي
ياست(د اسلام افتخار يې تاسو ته درکړ، او تاسو يې د نورو قومونو لپاره بېلګه وټاکلئ)،
ترڅو رسول پر تاسو شاهد وي او تاسو پر نورو امتونو شاهد وئ، نو لمونځ قائم کړئ، زکات
ورکړئ، او په الله سبحانه وتعالی پورې ( د هغه په دین پورې) منګولې خښې کړئ، هغه ستاسو
مرسته کونکی دی، بهترين مولا او بهترين مرسته کوونکی دی.
د خواشنۍ ځای دی چې امت نن د دنيا په لار کې له
مرګه وېره نه لري، ساده بېلګه يې اروپا او اسټراليا ته قاچاقي سفرونه دي، چې په زرګونو
کسان په اوبو کې غرق شوي، يا په ځنګلونو کې له پښو لوېدلي او يا د سرحدونو ساتونکو
وژلي، کوم چې رسيدلي په کلونو کلونو په کمپونو کې د ذلت شپې سبا کوي، دا هرڅه د دې
لپاره چې د غرب له ارام ژوند څخه برخمن شي. همداسې زندانونه له جنايت کارانو، قاچاقبرانو
... ډک دي، خو په منځ کې يې مجاهدين هېڅ یا د ګوتو په شمېر دي.
هره ورځ د مسلمانانو پوځونه وژل کيږي، خو د الله
سبحانه وتعالی په لار کې د جهاد لپاره نه، بلکې د ملي پولو، ملي ارزښتونو او د نړيوال
کفري نظم د ساتلو لپاره. دوی له مسلمانانو سره جګړه کوي او يوازی خپل وروڼه وژني، په
داسې حال کې چې په اسلام کې يوازنۍ مشروع جګړه د الله سبحانه وتعالی په لار کې د الله
سبحانه وتعالی د کلمې د لوړولو لپاره جهاد دی، نه وطني او ملي جګړه.
نو دا معروف بايد ژوندی شي. همداسې منکر، نا اشنا
او غريب پاتې نه شي، تر څو د الله سبحانه وتعالی عذاب مو ونه نيسي، الله سبحانه وتعالی
فرمايي
(قُلْ إِن كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ
وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ
كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُم مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ
وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّىٰ يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ ۗ وَاللَّهُ
لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ )
[التوبة:٢٤]
ژباړه: ورته ووايه: که تاسو ته مو پلرونه، زامن،
وروڼه، ښځې، قوم او قبيله، هغه مالونه چې لاس ته مو راوړي، هغه تجارت چې پر خرابيدو
يې ويريږئ او هغه محلونه چې اوسېدل پکې خوښوئ؛ له الله او رسول او د هغه په لار کې
له جهاد کولو څخه خوښوئ، نو انتظار وکړئ چې الله سبحانه وتعالی خپل کار کوي(خپل عذاب
را ليږي)، الله سبحانه وتعالی فاسقانو ته سمه
لاره نه ښيي.
د چارواکو محاسبه
له انحطاط نه وړاندي امت چاروکو او حکامو ته چاپلوسي
نه کوله، د اسلام د فهم له امله تر ټولو غوره عمل د حکامو محاسبه ورته ښکارېده، په
دې لار کې له ځان نه هم تير وو، ځکه پوهيدل چې په دې لار کې مرګ د حمزه بن عبدالمطلب
له شهادت سره برابر دی. سلف صالحينو له خپلو حکامو سره ډېره ښه محاسبه کوله، په هېڅ
يوه منکر کې يې د هغوی پر وړاندې چوپه خوله نه ده نيولې، ابو حامد الغزالي په خپل کتاب
احياء علوم الدين کې يو روايت نقلوي: (( د حطيط په نامه يو شخص حجاج ته راوستل شو،
ورته ويې ويل: ته حطيط يې؟ ويې ويل: هو؛ وپوښته چې څه خبره ده؟ ما په مقام ابراهيم
کې له الله سبحانه وتعالی سره درې عهده کړي: که وپوښتل شم رښتيا به وايم، که په سختۍ
ابتلا شم نو صبر به کوم او که وبښل شم، نو شکر به ادا کوم. حجاج وويل زما په اړه څه
نظر لرې؟ ويٍې ويل: ته په مځکه کې د الله سبحانه وتعالی له دښمنانو څخه يې، محارم ماتوې
او په ګومان باندې خلک وژنې. ورته ويې ويل: د عبدالملک بن مروان په اړه څه وايې؟ ويې
ويل: هغه له تا نه هم لوی مجرم دی، ته د هغه له خطاوو څخه يې، حجاج وويل: هغه تعذيب
کړئ! دومره يې تعذيب کړ چې د لاسو او پښو هډوکي يې ورمات کړل، وروسته يې په رسۍ وتاړه
او کشاوه يې، تر دې چې غوښې يې بيلې شوې، مګر هېڅ يې ونه ويل، حجاج ته وويل شول: هغه
وروستۍ سلګۍ وهي، ويې ويل: بازار ته يې يوسۍ او هلته يې وغورځوئ، جعفر وايي: زه او
يو ملګری يې ورغلو او ورته ومي ويل: حطيطه څه خدمت وکړو، ويې ويل: يوغړپ اوبه راکړئ،
اوبه ورکړل شوې، وروسته مړ شو.))
د الله په لار کې صدقه کول
د اسلام د فکري تربيې د نه عملي کېدو له امله، نن
امت غربي فکر اخيستی، د ژوند هدف يې د الله سبحانه وتعالی د رضا، او جنت لاس ته راوړلو
پر ځای، د ژوند خوښۍ ټاکلي، تل يې هڅوي چې ښه لباس، ښه کور، ښه خوراک، ښه ټليفون، ښه
موټر... ولري، د دې لپاره تل د ډېر مال او لوړ منصب په لټه کې وي، دې هدف ته درسېدو
لپاره هميشه مال زخيره کوي، د الله سبحانه وتعالی په لار کې مصرف خو پريږده، په خپل
ورور، خور، مور او پلار باندې هم انفاق نه کوي.
اوس انفاق د هغه چا صفت بلل کيږي، چې بې پروا وي، د ژوند په قصه کې نه وي، راتلونکی نه پيژني، بې
مسؤليت بلل کيږي. اصلا يوه ريښتني مؤمن، نفقه کوونکي او سخي ته د يوه هوښيار په سترګه
نه کتل کيږي، ډېره بده او د شرم خبره ده چې دا ستر معروف زموږ په منځ کې منکر شوی،
الله سبحانه وتعالی فرمايي:
(وَمَا
لَكُمْ أَلَّا تُنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ
... )
[الحديد:١٠]
ژباړه: ولې بايد د الله سبحانه وتعالی په لار کې
انفاق او مصرف ونه کړئ (ستاسو مالونه ستاسو سره امانت دي، تر اخره دا هرڅه ستاسو په
لاس کې نه پاتې کيږي،) د ځمکو او اسمانونو میراث د الله تعالی دی.
معروف شوي منکر
زموږ په ټولنه کې ډېر داسې عملونه شته چې هغه باید
په یوه اسلامي ټولنه کې منکر وي، خلک یې ونه پېژني، ویې نه کړي او په بده سترګه ورته
وکتل شي. له بده مرغه اوس ځینې منکر علمونه معروف شوي، ترسره کېږي، خلک ورته دعوت کېږي
او آن ویاړ پرې کېږي. دا عملونه ډېر دي، چې ځینې یې زه دلته یادوم:
قومي تعصب
اسلام د قومي او جاهلي تعصباتو پر وړاندې سخت دريځ
نيولی، هڅه يې کړې چې انسان د الله سبحانه وتعالی د کلمې پر اساس يو له بل سره وروڼه
کړي او اخوت يې د اسلامي عقېدې جزء ګرځولی. هڅه يې کړې چې انسان ته د هغه اصل وروښيي
چې ټول له يوه پلاره پيدا شوي او له يوې خاورې څخه ياست، تور، سپين، سور يو له بل سره
هېڅ توپیر نه لري او نه هم د رنګ او قوم له خاطره يو پر بل فضيلت لرئ. اسلام قومي تعصب
په ډېرو سخو الفاظو غندلی، هغه يې جاهليت، بدبويي او... بللی. نسائي او احمد له ابی
بن کعب رضي الله عنه څخه روايت کوي، هغه وايې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه
مې اورېدلي:
« من تعزى بعزاء الجاهلية فأعضوه ولا تكنوا
»)البخاری(
څوک چې د جاهليت (قوم او نسب) پر اساس ویاړ کوي،
نو د پلار تناسلي اله دې وژووي (په خوله کې ونيسي) او دا خبره ورته په کنايه کې مه کوئ (يعنې غير مستقیم
او کنايه کې مه ورته واياست، بلکې صريح ورته وواياست چې د پلار په تناسلي اله دې شخوند
ووهه)
موږ د اسلام په خاطر ټول يو له بل سره وروڼه يو،
زموږ په منځ کې عرب، عجم، پښتون، تاجک، ازبک... يو پر بل هېڅ غوره والی نه لري، که
غوره والی لري؛ نو هغه د تقوا پر بنسټ دی. جابر بن عبداله وايي: رسول الله صلی الله
عليه وسلم وفرمايل:
« يا أيها الناس: إن ربكم واحد، و إن أباكم واحد،
ألا لا فضل لعربي على عجمي و لا عجمي على عربي،
و لا لأحمر على أسود و لا لأسود على أحمر إلا
بالتقوى، "إن أكرمكم عند الله أتقاكم"»)البیهقی(
اې خلکو: ستاسو رب يو دی او پلار مو هم يو دی، خبر
اوسئ عرب پر عجم او عجم پر عرب هېڅ فضيلت نه لري، سور پر تور او تور پر سور هېڅ غوره
والی نه لري، مګر په تقوا سره، د الله پر وړاندې په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې ډېره
تقوا ولري.
مګر زموږ په منځ کې نژادي او قومي تعصب اوج ته رسېدلی،
ترک تر عرب، عرب تر افغان او افغان تر پاکستاني ځان غوره بولي. يو پښتون ته ځان تر
يوه تاجک ښه مسلمان ښکاري او يوه تاجک ته پښتون ټيټ ښکاري... اصلا موږ دې فکر ته د
منکر په سترګه نه ګورو.
ملي فکر
يو وخت زموږ وينه د اسلام په لار کې تويېدله، د
بشريت د هدايت فکر مو کاوه، ځان مو په يوه ټاکلې سيمه پورې نه تاړه، د مسلمانانو هره
سيمه زموږ وه، په هرځای کې د هر مسلمان په ستونزې خپه کېدو او مرسته مو ورسره کوله؛
خو دا حالت مو بدل شو، موږ استعمار وويشلو، د يوه افغان د خير اراده يوازې افغانستان
ته وي، شر هم يوازې له خپلو خلکو چپوي، د يوه پاکستاني بيا ټول پام پاکستان ته وي...
آن د خپلي سيمې د ابادۍ لپاره د نورو ويجاړي غواړي، حتی اکثريت متدين يې له وطن سره
مينه فرض بولي، په دې اړه يې دروغجن او جعلي احاديث پيدا کړي، لکه «حب الوطن من الايمان» که ورته وايې چې مسلمانان ټول سره وروڼه دي، بايد
يو له بل سره پوله ونه لري، نو زړه يې دا خبره نه مني.
دوی فکر نه کوي که وطن مهم وای، نو رسول الله صلی
الله عليه وسلم ولې مکه پريښودله او هيڅکله يې بيا هلته اقامت ونه کړ، ابو ايوب انصاري
ولې په استانبول کې ښخ دی، ولې صحابه له مکې او مدینې وتلي او ولې زموږ په خاوره د
شهداء صالحینو قبرونه دي!؟
که اصحابو ملي فکر لرلای، نو هېڅکله به اسلام له
مکې نه وای وتلی. ملي فکر يو منکر فکر دی، چې اوس معروف شوی.
«من قُتِل تحت راية ُعمِّيَّةٍ يدعو عصبية أو
ينصر عصبية فقتلة جاهلية» رواه مسلم
څوک چې د جاهليت ( قومي او وطني) بيرغ لاندې مړ
شو، عصبيت ته يې دعوت کاوه او يا يې د عصبيت مرسته کوله؛ نو مرګ يې د جاهليت دی.
سود (ربا)
که د اسلامي خاورو په لويو ښارونو کې قدم وګرځئ؛
نو هره خوا به سودي بانکونه ووينئ، تر ټولو ښه تعمیرونه به د همدوی وي او با استعداده
ځوانان به هم هلته کار کوي، آن ډيری مسلمان ځوانان دا ارمان لري چې په کوم بانک کې
دنده و لري. له بانک څخه بيا مسجد ته هم ځي او فکر به هم کوي چې ډېر کلک مسلمان دی.
اصلا ربا يا سود ته د يوه منکر په سترګه نه ګوري، په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی
له سود کوونکي سره د جګړې اعلان کړی او رسول الله صلی الله عليه وسلم تر ټولو لويه
ګناه بللې؛ ابن ماجه له ابو هريرة رضي الله
عنه څخه روايت کوي، هغه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:
«الرِّبَا سَبْعُونَ حُوبًا، أَيْسَرُهَا أَنْ
يَنْكِحَ الرَّجُلُ أُمَّهُ»
د سود ګناه اويا ډوله ده، تر ټولو ساده يې داسې
ده لکه يو کس چې له خپلي مور سره نکاح وکړي.
د اسلام پر اساس ولاء او براء کول
مسلمان د خپلو چارواکو تعامل او رابطه له کفارو
سره ويني، چې څومره ميلان ورته لري، اسلامي خاورو ته د هغوی په راتګ څومره خوشحاليږي
او د خپلمنځي شخړو حل يوازې په هغوی پورې تړلی بولي. تاسو محمد بن سلمان وينئ چې له
هر چانه ډېر باور په امريکا او چارواکو يې لري. اردوغان وينئ چې له امريکا او اسرائلي اشغالګرو سره د خپلو مسلمانو وروڼو په
پرتله سل چنده ښه رابطه لري، هغوی خپل نږدې دوستان بولي او د رهبرانو قبرونو ته يې
ګلونه ږدي. سيسي، شهباز شريف او ګڼ نور هم په همدې لاره روان دي. عام مسلمانان خو پريږده،
بلکې مشهور علماء يې په دې خيانتونو کې مخالفت او نهي عن المنکر نه کوي، په خاص ډول
د حرمينو ځينې مشهور امامان چې خپله هم له رأس الکفر سره مستقيما ښه روابط لري، په
داسې حال کې چې دا يو ډېر بد منکر دی، چې نن د خلکو په منځ کې معروف شوی دی.
دا چې ولاء يعني له الله سبحانه وتعالی، رسول الله
صلی الله عليه وسلم او مؤمنانو سره محبت او دوستي، او براء یعنی له کفارو او د هغوی
له اولياؤ سره نفرت کرکه او دوښمني د يوه مسلمان د عقيدې جزء دی، له دې سره د ډيری
علماوو په اند که يو کس ولاء او براء مراعت نه کړي، ايمان نه لري. الله سبحانه وتعالی
فرمايې:
(لَّا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ
أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۖ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ
فِي شَيْءٍ)
[آل عمران:۲۸]
مؤمنان باید هيڅکله د مؤمنانو دوستي پرې نږدي او
د کفارو سره دوستي ونه کړي، که څوک داسي کوي، نو (د هغه رابطه له الله سبحانه وتعالی
سره سسته ده) او د الله سبحانه وتعالی (له رحمت) څخه هغه هېڅ شی نه لرلای.