یوه پېړۍ ذلت؛ د مسلمانو ځوانانو مسوولیت څه دی؟!
02/23/2021 | امرالله ادیب

Print


د اسلامي امت د ذلت داستان ۱۰۰ کلن کېږي. د کافرو استعمارګرو د واک او بشري نظامونو تر سیوري لاندې اسلامي امت په تېره یوه پېړۍ بدبختۍ کې هغه رنځ او درد لیدلی، چې نړۍ یې پخوا هېڅ شاهده نه وه. تاریخ په دې شاهد دی، چې په دغو ۱۰۰ کلونو کې د خلافت دولت تر چتر لاندې د مسلمانانو د سیاسي او فکري یووالي نشتون امت له لویو بلاګانو سره مخ کړی، چې بیانول یې هر ویښ وجدان ټوټې ټوټې کوي.
موږ نن یوه لوی انقلاب او بنسټیز بدلون ته اړتیا لرو، ترڅو د دغه ذلت او بدبختۍ ریښې له بېخه وباسي او پخوانی عظمت او دبدبه مو یو ځل بیا را ژوندۍ کړي. بشر د تاریخ په اوږدو کې د لویو انقلابونو او بدلونونو شاهد و، چې ځوانانو پکې د ټولنې د فعال عنصر په توګه بنسټیز رول لوبولی دی. لوی انقلابونه د ځوانانو په مرسته بریالي شوي او د ټولنې دغې فعالې برخې د تاریخ په بدلون کې اساسي اغېز درلود. د اسلامي تمدن ستنې د دغو مسلمانو ځوانانو په قربانیو درول شوې او د امت همدا باعزمه ځوانان وو، چې په خپلو وینو یې د اسلامي دولت رېښو ته اوبه ورکړې، ترڅو بشر د پېړیو په اوږدو کې د الهي قوانینو تر سیوري لاندې ارامه ساه واخلي.
کله چې د ابو جهل، ابو لهب او د دوی په څېر د نورو کبر د اسلامي دعوت پر وړاندې د مومنانو ځان او مال ګواښه؛ همغه «ابن ارقم» و، چې په ۱۲ کلنې کې یې ټول خطرونه پر ځان واخیستل او خپل کور یې اسلامي دعوت ته وقف کړ. کله چې کفارو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت د مخنیوي لپاره ګام واخیست، همغه «بلال» و چې د جزیره العرب په سوزوونکو رېګونو کې شکنجه کېده؛ خو صبر یې کاوه او د کفارو د ظلم پر وړاندې یې د احد احد په چیغو سره د مکې ویده ضمیرونه را بیدار کړل. ۱۶ کلن عبدالله ابن مسعود پر ټولو ګواښونو سربېره د «الرحمن» سورت په لوړ اواز تلاوت کړ، ترڅو د اسلامي انقلاب وړانګې د هغه وخت د طاغوتي نظام ریښې وچې کړي.

کله چې د قسطنطنیې خلک د صلیبیانو تر وحشت لاندې له ژوند کولو ستړي شول، نو ۲۱ کلن «سلطان محمد فاتح» د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیري د تحقق لپاره ګام اوچت کړ، ترڅو د هغه ښار خلک د صلیبیانو له واک او ظلم څخه وژغوري.
همدا د صحابه وو او د اسلام د نورو اتلانو قربانۍ وې، چې نن ورځ زمو زړونه د اسلام په نور روښانه دي. خو د کفارو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې پر بریالیتوبونو سربېره بیا هم نن ورځ د اسلامي حاکمیت په نشتون کې غرب په دې توانېدلی، چې د پانګوالۍ او دولت-ملت په څېر ارزښتونو له لارې پر نړۍ واکمني وکړي. په همدې توګه موږ وینو چې بشر یې د تباهۍ پر لور روان کړی دی. کبرجن کفار هڅه کوي، چې د مسلمانانو په زړونو کې د بیدارۍ اور مړ کړي، ترڅو د ځان پر وړاندې د خلافت نظام د بیا راتګ او په نړۍ کې د اسلام ژغورونکو ارزښتونو د ګواښ مخه ونیسي. د غرب لپاره نن ورځ یوازینی ګواښ اسلامي ویښتیا ده او د اسلامي امت د ځوان نسل د ویښتیا د مخنیوي لپاره غرب لویې ستراتیژۍ او پروګرامونه طرحه کړي، ترڅو په نړیوال سیاست کې د بې سیاله زبرځواک په توګه د مسلمانانو د بیاځلي راتګ مخنیوی وکړي.  
د اسلام دښمنانو د سېکولر جوړونې پروګرامونو په مرسته هڅه کوي، ترڅو د امت ځوانان د کنفرانسونو، سیمینارونو، له ډیموکراټیکو ارزښتونو څخه جوړ شوي درسي نصاب او د بهرنیو هېوادونو د تحصیلي بورسونو له لارې د اسلامي امت راتلونکی نسل له خپلو عقایدو او افکارو سره سم تثقیف کړي. په دې سره به له یوه اړخه د امت ځوان نسل په اسلامي هېوادونو کې د غربي ګټو ساتونکی وي او له بل اړخه به د هغوی د استعمار پر وړاندې چوپ پاتې وي.
نو اې بدلون راوستونکیه نسله! پوه شئ چې اسلامي امت له ۱۰۰ کلونو راهیسې د غرب تر اشغال او حاکمیت لاندې په غلامۍ نیول شوی او په دغه یوه پېړۍ ذلت کې یې په بېلابېلو پلمو میلونونه مسلمانان وژلي دي. د سلطان محمد فاتح، صلاح الدین ایوبي او د اسلام د زرګونو نورو اتلانو له وارثینو سره نه ښایي، چې د استعمارګرو کفارو د واک او حاکمیت پر وړاندې چوپ پاتې شي. هغوی غواړي چې د ترهګر او سختدریځي له ټاپو څخه په ګټې اخیستنې ستاسو په زړونو کې د انقلاب او بنسټیز بدلون انګیزه مړه کړي او د دغو لقوبونو په مرسته د اسلامي نظام د بیا راتګ مخه ونیسي، ترڅو په اسلامي نړۍ کې خپل استعماري حاکمیت ته دوام ورکړي.
اې د امت پانګې! په دې وضعیت کې خپل مسوولیت درک کړئ؛ د غرب او د اسلام د نورو دښمنانو د شیطاني پلانونو پر وړاندې چوپ مه پاتېږئ. په اسلامي نړۍ کې د بنسټیز بدلون لپاره هڅه وکړئ او پر خپل اصل او اساس یعنې اسلام او د هغه ژغورونکو ارښتونو منګولې ټینګې کړئ. د اسلامي دولت تر چتر لاندې د مسلمانانو د فکري او سیاسي یووالي او د اشغال له منګولو څخه د اسلامي خاورو د ازادولو لپاره فکري او سیاسي مبارزه وکړئ. ترڅو د اسلامي خلافت په تاسیس سره د الله سبحانه وتعالی ژمنه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری په حقیقت بدل شي. تاسو خپل ایماني مسوولیت ادا کړئ، چې د اسلامي امت ورک شوی عزت بېرته را وګرځي. له شک پرته چې د خلافت په بیاتاسیس سره به د مسلمانانو اشغال شوې خاورې ازادې شي او مسلمانان به یو ځل بیا د وخت د طاغوتونو پر ضد د جګړې پر ډګر فاتحان وي. نو د خلافت د تاسیس له مبارزینو سره یوځای شئ او خلافت تاسیس کړئ، ترڅو د دغه نظام تر سیوري لاندې اسلامي امت او ټول بشریت د دنیا او اخرت د بریالیتوب پر لوري رهبري شي.




   ارسال نظر