د اونۍ خبره: د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه او د افغانستان په اړه د امریکا دريځ
09/23/2023 | لیکنه: فرید احرار

Print


د ملګرو ملتونو سازمان ۷۸مه کلنۍ غونډه د شاوخوا ۱۹۰ هېوادونو په ګډون په امریکا کې تر سره شوله. د ملګرو ملتونو سازمان تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا په ابتکار ددې لپاره جوړ شو چې د امریکا په مشرۍ نړیوال لبرال ډیموکرات نظم خوندي وساتي او هغه حکومتونه چې یاد نړیوال نظم ته ګواښ وي د نورو ټولو حکومتونو لخوا تر فشار لاندې راوړل شي او په دې سره هم پر نړۍ باندې د امریکا برتري او تسلط وساتي او هم پر نړۍ د لبرال ډیموکرات نظم ارزښتونه او اصول واکمني ولري.
په لومړیو کې د ملګرو ملتونو د سازمان په پالیسیو او سیاستونو کې امریکا لوړ لاس درلود، خو د یاد سازمان په چوکاټ کې د امنیت د شورا په جوړښت سره د یاد سازمان په چارو کې د ددې شورا د دایمي څلورو نورو غړو؛ بریتانیا، فرانسې، روسیې او چین سیاستونه هم تر یوې کچې ور ګډ شول. خو دا چې امريکا د ملګرو ملتونو تر ټولو قوي تمويلوونکې ده، نو بيا هم ملګري ملتونه او پرېکړې یې تر خپلې ولکې لاندې ساتلې دي.
همدارنګه د یو ویشتمې پېړۍ په لومړۍ او دوهمه لسیزه کې په نړۍ کې ځینې نور هېوادونه لکه هند، المان، جاپان، برازیل او داسې نور د یاد سازمان او په ځانګړې توګه د امنیت شورا له شته واقعیته او د دوی له سیاستونو څخه ناخوښه دي. ځکه یاد هېوادونه د اقتصادي او پوځي اړخه پرمختللي هېوادونه دي او په سیمه ییزه او نړیواله کچه اغېزمن سیاستونه لري.
همداراز بله مهمه خبره دا ده چې اوسمهال نړۍ له سختو او مهمو کړکېچونه سره مخامخ ده او ددغو کړکېچونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان یوازې اعلامیې خپروې او کوم عملي ګام نه شي اخیستلی.
ددې ترڅنګ په اسلامي خاورو کې د غرب لخوا د ښکېلاکي سیاستونو پر وړاندې یاد سازمان نه یوازې دا چې چوپ او غلی دی، بلکې زیاتره وخت یې یا توجیه کوي او یا حتا قانوني بڼه ورکوي. پر فلسطین د اسرائیلو روان ظلمونه او وحشتونه او د یاد سازمان توجیهات، پر افغانستان او عراق د امریکا او ناټو بریدونه او د ملګرو ملتونو د سازمان او امنیت شورا لخوا یې ملاتړ هغه څه دي چې د ملګرو ملتونو د سازمان په اړه یې د مسلمانانو او حتا د نړۍ د نورو هېوادونو لیدلوری بدل کړی دی.
له بل اړخه د ملګرو ملتونو د سازمان د ویناوو د تالار ستېج اوسمهال د نړۍ د حکومتونو د مشرانو د زړه د بړاسونو په تشولو، ګیلو او نیوکو باندې بدل شوی دی او حتا د غونډې په پایله کې کومه پایله او پرېکړه لیک هم نه خپرېږي او نه هم کوم اجراییوي تصمیمات او پرېکړې کېږي. هر مشر راځي د خپلو سیاستونو ستاینه کوي او د خپل رقیب پر سیاستونو نیوکې کوي.
د ملګرو ملتونو د سازمان په وروستۍ ناسته کې بله موضوع افغانستان او د افغانستان اسلامي امارت وو. په دې ناسته کې امریکايي چارواکو د افغانستان او امارت په اړه کومه ځانګړې او نوې خبره نه درلوده او حتا بایډن په خپله وینا کې د افغانستان په اړه هېڅ هم ونه ویل. بلکې د افغانستان او امارت په اړه د نړۍ نورو هېوادونو لکه قطر، ترکیې، ازبکستان، پاکستان او ځینې نورو هېوادونو مشخص وړاندیزونه او ځینې نیوکې درلودې. له دغو خبرو داسې ښکاري چې افغانستان او اسلامي امارت د امریکا لپاره لومړیتوب نه لري او دا موضوع یې د ملګرو ملتونو سازمان، یوناما، نوورو نړیوالو موسسو او همدارنګه د قطر، ترکیې، ازبکستان، عربي اماراتو، پاکستان او ايران غوندې خپلو ستراتيژیکو پارټنرانو ته سپارلې ده، څو یې له امریکايي موخو او ستراتيژیو سره سمه مدیریت کړي او د افغانستان او د افغانستان د اسلامي امارت سیاستونه هغې خوا ته سوق کړي چې امریکا او نوره نړۍ یې غواړي.
د افغانستان موضوع یې ځکه ځینو نړیوالو موسسو او یادو هېوادونو ته سپارلې ده چې یادې موسسې په اصطلاح بې­پرې ګڼل کېږي او یاد هېوادونه له یوه اړخه مسلمانان دي او اسلامي امارت ورسره ښې اړیکې لري او حتا د ځینو هېوادونو احسانمند هم دي او له بل اړخه یې پر وړاندې د مسلمانانو حساسیت کم دی. په داسې حال کې چې د افغانستان او اسلامي امارت پر وړاندې یاد هېوادونه یوازې او یوازې هغه سیاستونه مخته وړي چې د امریکا او غرب په خوښه ټاکل شوي دي.
هغه څه چې ډېر واضح او څرګند دي دا دي چې د ملګرو ملتونو سازمان، امریکا، اسلامي او غیراسلامي هېوادونو د افغانستان او اسلامي امارت پر وړاندې یوازې او یوازې یو سیاست لري او هغه دا دی چې دغه ټول هېوادونه او نړیوالې موسسې هڅه کوي چې په افغانستان کې داسې حکومت جوړ نه شي چې هغه په په بهرني او داخلي سیاست کې اسلامي شریعت پلی کړي او باالاخره د نړۍ نړیوال لبرال – سېکولر نظم او ارزښتونه وګواښي او نړۍ ته نوي معیارونه او نوي ارزښتونه معرفي کړي او په دې سره د امریکا واکمني په بنسټیزه توګه وننګېږي.
هغه څه چې اسلامي امارت ته خورا مهم دي دا دي چې دوی د یوه حکومت په توګه څه کوي؟ د نړیوالو سازمانونو، د اسلامي او غیر اسلامي خاورو حکومتونو فشارونو او ګواښونو ته تسلیمېږي او د امارت کورنۍ او بهرنۍ سیاست د نړیوال لبرال نظم له معیارونو سره سم جوړوي او که الله سبحانه وتعالی او مومنان د خپلو ولیانو په توګه نیسي، د الله پر رسۍ باندې ټینګې منګولې لګوي، پر الله تکیه کوي او خپل ټول سیاستونه د الهي وحیې پر بنسټ جوړوي او په دې برخه کې نه د غرب او نه د شرق پروا ساتي. ځکه الله سبحانه وتعالی هر قوم په مختلفو حالاتو کې ازمویي؛ پرون یې که اسلامي امارت د ښکېلاک پر وړاندې د دفاعي جهاد په صفونو کې ازمویه، نن یې د حکومت فرصت ورکړی دی او د یوه حکومت په توګه یې ازمویي. حکومت او اقتدار درلودل د الله سبحانه وتعالی لخوا یوه ازموینه ده. الله سبحانه و تعالی مسلمانانو ته تمکین او قدرت ددې لپاره ورکوي چې اسلامي شریعت په ټوله معنا او د یوه بسته سیسټم په توګه پلی کړي. که دا کار ونه کړي، نو الهي مکلفیت یې نه دی ادا کړی.

وَتِلْکَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنْکُمْ شُهَدَاءَ  (آل عمران: ۱۴۰)
ژباړه: او موږ دغه ورځې [اقتدار، حکومت او بې وسي] د خلکو ترمنځ اړوو را اړوو، څو الله سبحانه وتعالی هغه کسان وپېژني چې ایمان لري او ستاسو څخه شاهدان غوره کړي.






   ارسال نظر