د اونۍ خبره؛ د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د ستونزې اساسي حل څه دی؟
05/20/2023 | لیکنه: فرید احرار

Print


په دې وروستیو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو پر سر راپورته شوې ستونزه دومره توده شوې ده چې د ایران ولمسشر، د بهرنیو چارو وزیر او نورو سیاسي چارواکو او حتا پوځي مامورینو غبرګون وښوود. د ایران چارواکو د افغانستان اسلامي امارت ته ګوت­څنډنه وکړه، چې ګواکي افغانستان باید د ایران حقابه ورکړي.
نن سبا د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او انسانانو د څښن د اوبو کمښت یوه نړیواله ستونزه ده. صنعتي هېوادونو او په ځانګړې توګه د نړۍ زبرځواکه صنعتي هېوادونه له لسګونو کلونو راهیسې دومره زیات صنعتي تولیدات لري چې د ځمکې پر شاوخوا د مضره ګازونو د تولید لامل ګرځېدلي دي. دا ګازونه ددې باعث شوي دي چې د ځمکې تودوخه په نړۍ­­واله کچه لوړه شي او په ټوله نړۍ کې اقلیم بدلون ومومي. په دې اړه الله متعال فرمايي:

ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿الروم: ٤١﴾
په وچه او لمده کې فساد (تباهي او خرابي) د خلکو د هغو اعمالو له امله رامنځ ته شوی، چې ترسره کوي یې. له دې امله الله سبحانه وتعالی یو شمېر انسانانو ته د هغوی د اعمالو جزا ورکوي، څو هغوی (ويښ شي او له فساد او ګناه کولو) څخه راوګرځي.‌

 له بده مرغه افغانستان، ایران او د سیمې ځینې نور هېوادونه د نړۍ له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو ډېر اغېزمن دي او په راتلونکو کلونو کې ممکن د اوبو کمښت په یادو هېوادونو کې  نور هم زیات شي او له دې اړخه په سیمه کې ستونزې او د اوبو پر سر د حکومتونو ترمنځ لانجې نورې هم زیاتې شي.
د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو ستونزه حقوقي ستونزه بلل کیږي، دواړه حکومتونه یو او بل پر حق خوړولو او او یا د حق په نه ادا کولو باندې تورنوي. افغانستان ادعا کوي چې ګواکي د لسګونو کلونو لپاره مو د افغانستان لخوا د ۱۳۵۱ کال د توافق خلاف خورا زیاتې اوبه تر لاسه کړې دي. همداراز افغانستان لوری وايي چې ایران توافق ته ژمن نه دی او ایران د سیند په هغه برخه کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله جوړوي په لسګونه غیر قانوني څاګانې کیندلي دي او همدارنګه په لسګونه واټرپمپونه یې نصب کړي دي او یوه زیاته برخه اوبه مخکې له دې چې اصلي ځای ته ورسېږي خپلې خاورې ته انتقالوي. همداراز افغانستان لوری وايي چې اوسمهال اوبه‌ییز کال نورمال نه دی او اوبه کمې شوې دي او د همدې کمښت په مناسبت به ایران ته اوبه ورکوي. مګر ایران بیا دا استدلال نه مني او پوره حقابه غواړي.
مګر هغه څه چې ډېر واضح دي دا دي چې ایران په دې موضوع باندې ښه پوه دی چې اوبه کمې شوې دي، نه دې هلمند سیند اوبه لري او نه هم د کمال خان بند له اوبو ډک دی. له بل اړخه ایران په تېرو څو لسیزو کې له موقع استفاده کړې او په سیستان او بلوچستان او حتا په زاهدانو کې یې له معمول زیاته پانګونه کړې ده او خورا زیاتې کرنیزې ځمکې یې تر اوبو لاندې کړې دي او د هلمند له سیند څخه د دوی حقابه نه شي کولی یادې ځمکې خړوبې کړي. د ایران ملي ګټې، د هغه حکومت دې ته هڅوي چې خپله په اوبو ماړه وي او دا ورته مهمه نه ده چې د پولې دېخوا مسلمانان دې له ګڼو ستونزو سره مخامخ وي. بله مهمه خبره دا ده چې د ایران حکومت د اوبو له مسئلې سیاسي استفاده کوي او پر اسلامي امارت باندې فشار راوړي، څو سیاسي معاملو ته غاړه کېږدي.
اصلي خبره دا ده  چې د مرزي اوبو ستونزه نه یوازې دا چې د ایران او افغانستان ترمنځ شته ده، بلکې د اسلامي خاورې د نورو هېوادونو ترمنځ هم یوه جدي ستونزه ده او ممکن د اسلامي امت ترمنځ د شخړو، سیاسي دښمنیو او حتا فزیکي جګړو لامل شي. که موږ د ملت، ملي دولتونو او ملي ګټو په محدودو کې فکر وکړو، د مسلمانانو ترمنځ ستونزې نورې هم ډېرېږي. په داسې حال کې چې د شرعي احکامو پر بنسټ اسلامي امت د امت د ټولې جغرافيې په اوبو، تېلو، ګازو او دېته ورته نورو شیانو کې سره شریک دی. مګر ملي دولتونو او په کوچنیو جغرافیو کې د اسلامي امت وېش ددې لامل شوی دی چې ټول اسلامي امت ضرر وويني او یو له بل سره د ملي دولتونو؛ ملي ګټو، ملي پولو او ... پر اساس یو له بل سره دښمنۍ ته مخه کړي. که افغانستان پر ایران اوبه بندوي، نو د پولې اخوا زموږ مسلمان وروڼه متضرره کېږي او که اوبه ورپرېږدي نو د پولې دېخوا مسلمانان متضرره کېږي او کښتونه یې وچېږي. همداسې تېل او ګاز؛ په ایران او د خلیج په نورو هېوادونو کې چې په اصل کې د مسلمانانو ګډه خاوره ده او تېل او ګاز یې د امت مشترکه پانګه ده، هلته د تېلو او ګازو قیمت د اوبو له قیمت سره مساوي دی، خو د افغانستان تېل او ګاز چې نه دي استخراج شوي، نو له دې اړخه سخت محتاج او متضرر دی.  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

المسلِمونَ شُركاءُ في ثلاثٍ ، في الكَلَإِ ، والماءِ ، والنَّارِ(رواه ابو داود)
 مسلمانان په درېيو شيانو کې سره شریک دي: څړځایونه، اوبه او اور (انرژي).

نو د ملي دولتونو په موجودیت او د ملي ګټو او ملي ارزښتونو په پاللو سره مسلمانانو نه یوازې دا چې سخت تاوان کړی دی، بلکې ترمنځ یې د دښمنیو او شخړو لامل شوی دی. د اوبو، تېلو او ګازو ستونزې د اسلامي امت ترمنځ هغه مهال په اساسي ډول حلېږي چې اسلامي امت خپله ټوله جغرافیه سره شریکه کړي او د ملي دولتونو پر ځای یو واحد اسلامي دولت (خلافت) تاسیس کړي. هغه مهال به د افغانستان اوبه که د  ترکمنستان د قراقرم تر دښتو او د ایران تر زاهدان او سیستانه بهیږي، باک به یې ځکه نه وي چې حاصلاتو کې به یې افغانان هم شریک وي. د ایران، مرکزي آسیا او خلیج هېوادنو ګاز او تیل به د اسلامي امت ګډه پانګه وي او د اسلامي امت د فرد فرد ستونزه به ورباندې حلېږي. هغه مهال به افغانان یخ ژمی د اسلامي خاورې د عربي سیمې په تېلو او ګازو تودوي او عرب به خوږې مېوې او تازه سبزیجات د اروپا پر ځای له افغانستان او د اسلامي خاورې له نورو سیمو تر لاسه کوي او بالاخره  د اسلام په تطبیق سره به د ځمکې او اسمان برکات پر مسلمانانو نازلېږي. الله سبحانه و تعالی په دې اړه فرمايي:

وَلَوْ أَنَّهُمْ أَقَامُوا التَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِمْ مِنْ رَبِّهِمْ لَأَكَلُوا مِنْ فَوْقِهِمْ وَمِنْ تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ [مائده: ۶۶]
 او که چېرې دوی د تورات، انجیل او هغه څه چې اوس نازل شوي [قران] اقامه کړي وای [جدي یې نیولی وی او پوره یې تطبیق کړی وئ] نو دوی به له پورته او کښته [اسمان او ځمکې] روزي خوړلی.

په پايله کې ټولې هغه حقوقي ستونزې چې د ملي دولتونو، ملي جغرافيو او ملي ګټو پر بنسټ رامنځ ته کيږي، هغه د اسلامي خاورو پر سر د دولتونو د غير شرعي واقعيت له امله دي او کله یې چې حل ته اقدام کيږي، بيا هم د الله سبحانه وتعالی د شريعت پر ځای نړيوالو قوانينو، نړيوالو بنسټونو او ملګرو ملتونو ته مراجعه کيږي، چې مسلمانانو ته دا خپله ستره ګناه ده. نو د دا ډول ستونزو د حل لپاره باید له ملي جغرافيو سر رابهر کړو او د خپل دولت واقعيت مطلق د اسلام پر بنسټ تنظیم کړو، څو لومړی د اسلامي خاورو دولتونه راونړوو او له دارالاسلام سره یې یوځای کړو او بيا دغه خير د نړۍ پاتې بشريت ته ورسوو. ځکه اسلام یوازې، عربانو، یوازې ايرانيانو او یوازې افغانانو ته نه دی نازل شوی او هغه په ملي دولتونو کې بشپړ د تطبیق وړ هم نه دی. ځکه اسلام د ټول بشریت لپاره نازل شوی او د هغوی د ستونزو لپاره حللار ده. نو راځئ د نشنلیزم، دولت ملت او د نړيوالې ټولنې د حکميت له ګناه څخه د امت په کچه توبه وکړو او د ستر اسلامي دولت (راشده خلافت) په تاسیس سره د امت په کچه استغفار وکړو، لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی د نوح عليه السلام په واسطه د هغه قوم ته فرمايي:

فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا ١٠  يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُم مِّدْرَارًا ۱۱ وَيُمْدِدْكُم بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهَارًا ۱۲. نوح
هغوی ته مې وویل: له خپل پروردګار څخه د مغفرت غوښتنه وکړئ، ځکه هغه ډېر بښونکی دی (او تاسو بښي). (که مو داسې وکړل) الله سبحانه وتعالی به له آسمان څخه پرلپسې د خير او برکت بارانونه و ووروي او د شتمنۍ او اولادونو په درکولو سره به له تاسو سره مرسته وکړي، چې ډېر شنه باغونه او له اوبو ډک سيندونه به ستاسو په نصیب کړي.




   ارسال نظر