دوه میلیارده مسلمانان چې خپلو منځو کې دیوالونه دروي
12/28/2022 | زمری افغان

Print


په نړۍ کې د مسلمانانو شمېر تر دوو میلیاردو اوښتی دی او همدا اوس چې زه دا لیکنه لیکم کره شمېر یې (2,001,903,185) دی او په هره ثانیه کې یو نوی ماشوم هم په مسلمانه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړوي، نو ددې لیکنې تر پایه او بیا تر دې چې تاسې دا لیکنه لولی، زرګونه نور ماشومان هم په مسلمانو کورنیو کې زیات شوي دي.‌ دا شمېر د نړۍ د ټول نفوس څه باندې ۲۵ سلنه جوړوي. خو اساسي پوښتنه دا ده چې رښتیا هم دا ټول مسلمانان دي؟
تاسې به اوس له ما غواړئ چې دا پوښتنه زه ځواب کړم او معلومه کړم چې رښتیا دا ټول مسلمانان دي او که نه، خو زه دا حق نه لرم چې له دې شمېرې یو هم کم کړم، نه تاسې دا حق لرئ او نه بل څوک. ستونزه دا ده چې زموږ ځینو ځان ته همدا حق ورکړی دی او له همدې کبله د څه باندې دوو میلیاردو مسلمانانو په منځ کې دیوالونه درېږي.‌ یو څوک د اسلام کلمه وايي، الله تعالی مني، رسول الله مني، قرانکریم مني، پر آخرت ایمان لري او ځان مسلمان ګڼي، همدا خلک چې وشمېرئ، څه باندې دوه میلیارده کېږي.‌ سره له دې چې ټول کلمه وايي او په عقیده کې سره یو دي، خو په څه باندې دوو میلیاردو مسلمانانو کې پرېمانه مذهبونه دي او ځینې یې بیا له سره مذهب هم نه مني. څوک لاس پر سینه ږدي او څوک یې په نامه، څوک په لمانځه کې رفع الیدین کوي او څوک یې نه کوي، څوک په جماعت کې له الحمدالله وروسته آمین په لوړ غږ وايي او څوک یې ورو وايي.‌ همداسې ګڼ نور مذهبي او فقهي متفاوت نظرونه او اختلافات شته؛ خو دا ستونزه ده؟
ددغو ټولو کسانو استدلال پر قرآنکریم او احادیثو دی، ښايي د ځینو استدلال ستاسې په نظر کمزوری وي او د ځینو پیاوړی، خو ټول خپله خبره د قرانکریم تر یو آیت یا یو حدیث پورې رسوي. دغو متفاوتو نظرونو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه واضح قول «د امت رحمت» ویل شوی دی‌،‌ خو موږ له همدغه رحمت څخه غضب جوړ کړی دی، که موږ رفع الیدین کوو او بل یې نه کوي،‌ نو هغه راته مسلمان نه ښکاري او له څه باندې دوو میلیاردو یې وباسو  او یا که موږ آمین په زوره نه وایو او بل یې وايي، د مسلمانانو له ټولي یې وباسو. دا یو ډېر حیرانوونکی جرات دی؛ څنګه یو مسلمان هغه څه ته چې رسوالله صلی الله علیه وسلم رحمت ګڼلی، د غصب او له اسلام څخه د ایستونکي په توګه ګوري؟!
خبره یوازې د فقهي اختلاف هم نه ده، تر دې لویه ستونزه پکې سیاسي هم ده. په څه باندې دوو میلیاردو مسلمانانو کې له سیاسي اړخه مختلفې ډلې شته، چې نږدې هره یوه یې کمزورۍ او پیاوړي ټکي لري، دوی هم ډېر کله یو بل سره نفي کوي. حیرانوونکې پکې دا ده چې دوی کله کله یو له بل سره جګړه کوي، یو پر بل ظلم کوي او آن تر دې چې یو د بل د وهلو لپاره کافر ته لاس ورکوي. په دې ډلو کې داسې هم شته چې له هر کافر سره خبرو، ناستې او جوړجاړي ته حاضر وي،‌ خو له مسلمان سره نه وي. له کافر سره جګړه نه کوي، خو مسلمان یې لومړۍ درجه دښمن وي. نږدې ټولې اسلامي ډلې د اسلام حاکمیت غواړي، چې دغه موخې ته رسېدو لپاره به یې په طریقو کې اختلاف وي، خو له دې سره سره بیا هم یو پر بل باور نه کوي، یو بل ته لاس نه ورکوي او په ګډه یو هدف ته کار کول ورته ناشوني برېښي. همدا زموږ د څه باندې دوو میلیاردو مسلمانانو اساسي ستونزه ده.
موږ رښتیا هم ددې لیکنې تر لیکلو (2,001,903,185) مسلمانان یو، موږ حق نه لرو چې دا شمېره کمه کړو. سره له دې چې اسلام د نړۍ دویم لوی دین دی، خو د نفوسو د چټک زیاتوالي له مخې لومړی دی. د اسلام دښمانان هم موږ همدومره ګڼي، زموږ له شمېر او چټکې زیاتېدا په وېره کې دي؛ له همدې کبله زموږ څخه په وېره کې دي. که موږ په مذهبونو ځانونه یو له بل نه جلا کوو، که موږ په ډلو او ګوندونو ځانونه جلا کوو،‌ نو بیا موږ ډېر کم یو، وېشلي یو او له موږ څخه دښمن ته هېڅ ډار او ګواښ نشته. دا همغه څه دي چې زموږ دښمانان یې غواړي. نو راځئ چې د مسلمانانو د کمولو او وېشلو پر ځای او په خپلو منځونو کې د دیوال درولو پر ځای د مسلمانانو د زیاتولو او یووالي لپاره کار وکړو، راځئ، یو پر بل باور وکړو او بیا دا باور مات نه کړو، یو بل ته لاس ورکړو، د مسلمانانو د عزت او سرلوړۍ لپاره کار وکړو، د اسلام د اظهار او واکمنۍ لپاره، هغه څه د اسلام رحمت وګڼو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ګڼلي دي او تفرقه، یعنی هغه څه چې اسلام حرام او ناوړه ګڼلی، ناوړه او بد وګڼو. د مسلمانانو وېشل، وژل، ځورول او په منځ کې یې دیوال پورته کول، ناوړه، حرام او د کفارو په ګټه چاره ده او سر له همدا اوس یې باید پرېږدو.





   ارسال نظر