د اونۍ خبره: د امریکا او د اسلامي امارت ترمن‍ځ نوې خبرې او امریکايي دامونه
11/27/2021 | زمری افغان

Print


د امریکا او د اسلامي امارت ترمن‍ځ یو ځل بیا په دوحه کې خبرې پیلېدونکې دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چ‍ې دواړه لوري به د افغانستان د کنګل شوو پیسو پر ازادېدو، سیاسي مسایلو، بشري مرستو، معارف، روغتیا، امنیت، د سفارتونو پر بیا پرانیستلو او نورو مسایلو خبرې وکړي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې خبرو کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې او له افغانستان څخه د امریکایي او نورو وکړو پر خوندي وتلو بحث کېږي.
امریکا او د ا.ا.ا په داسې حال کې خبرې پیلوي چې د دواړو پر وجودونو له یو بل سره د کړي ټکر ټپونه لا هم تازه دي. دواړه لوري لا ددې ټکر له سیاسي، اقتصادي او نظامي ټپونو کړیږي. د دواړو لورو ترمنځ باور نشته او په ځانګړي ډول امریکا هڅه کوي چې د ا.ا.ا له خوا د ور او‍ښتې شرموونکې ماتې غچ په سیاس‍ي ‍‍ډګر کې واخلي. اسلامي امارت له دې امله دغو خبرو ته ننوځي چې له امریکايي اړخه خپل ځان ته د متوجه زیان مخه ونیسي او یا یې کم کړي، خپله کنګل شوې شتمنه ازاده کړي، د امریکا بندیزونه لرې کړي او هڅه کوي، امریکا قانع کړي‌ چې که خپله یې په رسمیت نه پېژني، نورو هېوادونو ته دې اجازه ورکړي چې د ا.ا.ا په رسمیت وپېژني. امریکا بیا غواړي پر اسلامي امارت داسې غوښتنې ومني چې ورسره ا.ا.ا له خپلو ځینو ارزښتونو تېر شي او په یو ډول غربي ارزښتونو ته غاړه کېږدي. دا چې امریکا دې موخې ته رسېدلی شي او که نه، جلا بحث دی، خو د همدې لپاره یې خبرې پیل کړي.
امریکا له اسلامي امارت سره په لومړي ځل خبرې هم ددې لپاره پیل کړې وې چې خپله نظامي ماتې د سیاسي معاملې په وسیله پټه کړي او خپل د‍ښمن په سیاسي لوبه کې مات کړي. له یوه اړخه په سیاسي لوبه کې پوره نه بریا او له خپله اړخه ‍په پوره ډول د دوحې د هوکړې نه عملي کېدا ددې سبب شول چې امریکا خپلې موخې ته ونه رسېږي. پر ټول افغانستان د ا.ا.ا واکمني، د امریکا د وتلو ډول او د دوی له ملاتړه د برخمن واکمن تېښته هغه څه وو چې امریکا یې له نړیوال شرم سره مخ کړه، د امریکا حیثیت، دیپلوماسۍ او ځواک ته نه جبرانېدونکی زیان واوښت. اوس امریکا یو ځل بیا هڅه کوي چې غچ واخلي او ‍په سیاس‍ي لوبه کې امارت مات کړي.‌ امریکا به دا ځل هڅه وکړه چې پر امارت داسې مسایل ومني چې امارت ته د ګټې پر ځای زیان رسوي. امریکا له امارت غواړي چې له «ترهګرۍ» سره مبارزه وکړي. واقعیت دا دی چې په واقعي تعریف سره نه په افغانستان کې ترهګر شته او نه هم ورسره مبارزې ته اړتیا، خو له دې امله چې له ترهګرۍ سره جګړې له مسلمان او د امریکا له مخالف سره د جګړې مانا پیدا کړې، نو که ا.ا.ا دا چاره ومني مانا یې دا ده چې د امریکا له دښمن او مسلمان سره مبارزه کوي. په دې ډول د ا.ا.ا له داخلي ستونزې سره مخ کېږي او له امریکا سره د جهاد او له مسلمانانو د ملاتړ هغه پیاوړی تصویر یې زیانمنیږي او دا همغه څه دي چې امریکا یې غواړي. همداسې امریکایان به هڅه وکړي چې ځیني غربي ارزښتونه پر ا.ا.ا ومني. د ښ‍ځو حقونه، د بیان ازادي، د اقلیتونه حقونه او نور مسایل چې موږ باید د اسلام له زاویې ورته وګورو، امریکا ه‍څه کوي د غربي ارزښتونو ‍په توګه ی‍ې ‍په غربي تعریف پر ا.ا.ا ومني. دا هم ددې لپاره کوي چې غواړي له یوه اړخه امارت خ‍‍پل حیثیت له لاسه ورکړي او له بله اړخه له خ‍‍پلمنځي اختلاف سره مخ شي.
ددې لپاره چې امریکا پر امارت خپلې غوښتنې ومني، نو امارت ته به ‍ظاهرأ ځیني امتیازات هم ورکړي. ښايي د کنګل شوو پیسو یوه برخه ازاده کړي، ښايي‌ ځینو هېوادونو ته اجازه ورکړي چې ‍په کابل کې خپل سفارتونه فعال کړي او ان ا.ا.ا په رسمیت وپېژني او د بشري مرستو تر څنګ د ځینو نورو امتیازاتو ورکړه هم شونې ده. خو دا هر څه به لن‍ډمهاله، سطحي او ‍تېرېدونکي وي. دا په واقعیت کې امریکایي دامونه دي چې د ا.ا.ا ته یې اېښي دي. اسلامي امارت به دې هر څه ته متوجې وي، خو موږ یو ځل بیا ور یادوو چې امریکا څه غواړي او د څه په لټه کې ده. امریکا غواړي پر اسلامي امارت ددغو شرطونو په منلو سره د هغوی اسلامي او جهادي تصویر کمزوی کړي، له خپلمنځي اختلاف سره یې مخ کړي او د ولس هغه ملاتړ ترې واخلي چې د اسلام او جهاد پر اساس یې خپل کړی دی. ددې تر څنګ دا هم د هېرولو نه ده چې دا ځل د پخوا پر خلاف د امریکا مجبوریتونه کم دي او همدا له امریکا سره په بري کې مرسته کوي. د اسلامي امارت چارواکو ته پکار ده چې دا امریکايي موخې درک کړي او پرې نه ږدي چې امریکا خپلو شومو موخو ته ورسېږي.




   ارسال نظر