د امارت پڅ بهرنی سیاست
12/29/2021 | انجنیر احرار

Print


هغه ملتونه او ولسونه چې جګړه وګټي، نو معمول داسې وي چې هغه په سیمه او نړۍ کې د یوه پیاوړي حکومت په بڼه ظاهرېږي او د نړۍ سیاسي معادلات د خپلو پالیسیو او سیاست پر بنسټ څرخوي. تر دوهم نړیوال جنګ وړاندې د نړۍ سیاست او ځواک له اورپا سره و، مګر دوهمه نړیواله جګړه امریکا وګټله او د نړۍ نظم او سیاست یې هم پر خپله ولکه کې واخیست او نړۍ ته یې ځان د لومړي قدرت او ځواک په توګه وروپيژانده. امریکا د نړۍ پخوانی نظم یعنې دولت-ملت بیا هم د نړۍ د نظم په توګه او پانګواله ډیموکراسي یې د دغه نظم د فکري او سیاسي بنسټ په توګه نړۍ ته وروپېژندله او پر همدغه نظم د څارلو لپاره یې د ملګرو ملتونو سازمان جوړ کړ، چې اصلي رهبري او مدیریت یې هم خپله امریکا کوي.
افغانانو او د افغانستان اسلامي امارت د خپلو فکري، سیاسي او پوځي مبارزې په پایله کې، چې دوې لسیزې یې دوام وکړ امریکا او ناټو ته پوځي ماتې ورکړه او دا پوځي ماتې نه یوازې خپله امریکا او د امریکا پوځي جنرالان او د بهرنیو چارو وزارت او همداراز د ناټو غړي هېوادونه مني، بلکې اورپا او ټوله نړۍ دا مني چې امریکا او ناټو په افغانستان کې په پوځي ډګر کې مات شول. امریکا، د ناټو هېوادونه او آن ټوله نړۍ قانع ده، چې د افغانستان اسلامي امارت یو پیاوړی پوځي لوری دی او ټول هېوادونه دې ته منتظر وو، چې د افغانستان اسلامي امارت تر حکومت جوړولو وروسته څه کوي. په ځانګړې توګه اسلامي ډلو او مسلمانانو تمه درلوده چې ښايي د افغانستان اسلامي امارت به یو سوچه اسلامي حکومت جوړوي. مګر داسې څه ونه شول، نه د یوه پیاوړي حکومت په توګه راوړاندې شول، چې په نړیوال سیاست کې غوره ځای پیدا کړي او نه د اسلامي ډلو او مسلمانانو د تمې مطابق، چې اسلامي حکومت اعلان کړي او نړیوال حاکم نظم وننګوي. د افغانستان اسلامي امارت د دې پر ځای چې خپل حکومت د نوي اسلامي موډل په توګه نړیوالو ته وروپېژني، برعکس له امریکا او اورپا سره یې د ښو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتنه وکړه. دوی داسې څه د خپل بهرني سیاست په توګه وړاندې کړل، چې ته به وایې چې دا تېرې دوې لسیزي امریکا او ناټو دلته هېڅ هم نه دي کړي او همداسې راغلي  وو.
د افغانستان اسلامي امارت حکومت ته له رسېدو سره سم د نړۍ او نړۍ والو او په ځانګړې توګه د پانګوال – ډیموکرات نظم سره د سولې او پخلاینې سیاست اعلان کړ او حتا پر همدغه نظم کې د رسمیت اخیستلو لپاره یې نړیوالو او امریکا ته تضرع پیل کړله. د دې پر ځای چې امریکا ملامته کړي او د افغانستان د تېرو دوو لسیزو د ظلم، وژنو، ورانیو او نورو ډول ډول فجایعو ملامتي د امریکا ګرمه وبولي او نړۍ ته د دوی دا ټول ظلمونه مستند وښيي او حتا پر نړیوال سیاسي سټيج له دوی د جبران او تاوان غوښتنه وکړي، برعکس امریکا په ښو او غوره القابو یادوي او کله ورته اعظیم ملت او کله ورته د لوی زړه خاونده وايي.
د افغانستان د اسلامي امارت او افغانانو تېرې دوې لسیزي د امریکا او ناټو د ښکېلاک او ډیموکراتیکو ارزښتونو پر وړاندې فکري، سیاسي او پوځي مبارزه د اعلای کلمة الله لپاره وکړه او ټولې قربانۍ یې هم  د اسلام د حاکمیت لپاره وې. د اسلام د حاکمیت معنا دا ده، چې الهي شریعت هم د خپل حاکمیت په جغرافیه کې پلی شي او هم تر حاکمیت بیرون جغرافیې ته اسلام ولېږدول شي. همداراز لکه څنګه چې رسول الله صلی الله د خپل حکومت ماموریت د فتنې له منځه وړل وټاکل، همداسې اوس د ډيموکراسۍ او سېکولرېزم د فتنې له منځه وړل د حکومت بهرنی سیاست اعلان شي او په دې برخه کې د هېڅ ملامتوونکي پروا ونه ساتل شي او داسې ونه شي چې د اسلام هغه برخه پلې شي چې په اړه یې نړیوال نه راپارېږي.
د افغانستان اسلامي امارت نور باید د تضرع سیاست ته د پاي ټکی کېږدي. په تېرو پنځو میاشتو کې باید دوی دا درس اخیستی وي، چې د پانګوال ډیموکراټیک نظم پر وړاندې که هر څومره تضرع هم وکړي، تر هغه یې په رسمیت نه پېژني، تر څو یې د همدغه نظم ټولې غوښتنې نه وي منلې. امریکا او غرب غواړي چې طالبان نه یوازې د اسلام د بهرني سیاست له مخته وړلو تېر کړي، بلکې د حکومت د ننه هم د بشر حقوق، د بیان ازادي او د ښځو په نامه حقوق چې په اصل کې ډیموکراټيک ارزښتونه دي ومني. د افغانستان اسلامي امارت ته ښايي چې د رسول الله صلی الله د پالیسیو مطابق خپله اسلامي اجنډا اعلان کړي او له نړۍ سره د دوی د قوانینو پر بنسټ نه، بلکې د اسلام د اجنډا او اصولو پر بنسټ مخته لاړ شي. مګر که د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ د اوسني حاکم سېکولر نظم سره سم غواړي چې له نړۍ سره راشه در شره ولري، نو دا کړنه به د دوی سخته سیاسي او فکري تېروتنه وي او ماتې وي. سربېره پر دې دا به په اصل کې د الله سبحانه و تعالی په امتحان او ابتلا‌ء کې د دوی ناکامي وي. ځکه په اسلام کې قدرت درلودل امتیاز نه، بلکې مسوولیت دی او اصلي موخه د الله سبحانه و تعالی د دین اظهار او اقامه کول دي.




   ارسال نظر