د اونۍ خبره: د افغانستان اسلامي امارت او په افغانستان کې د سیاسي اسلام برخلیک
12/11/2021 | انجنیر احرار

Print


غرب چې په سر کې یې امریکا وه پوره دوې لسیزې په افغانستان کې د ترویزم تر سرلیک لاندې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې پوځي او استخباراتي جګړه وکړله، مګر د خپلو ټولو پوځي هڅو سره سره ونه توانېدل چې دا جګړه وګټي او افغانان د زور او پوځي ځواک له لارې اېل کړي. افغانانو د خپلو اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د دوی پر وړاندې جګړه وکړله او په پایله کې امریکا او ناټو سخته ماتې وخوړله او بلاخره له افغانستان څخه په خورا شرم او ذلت وتښتېدل او په دې سره امریکا او ناټو ټولې نړۍ ته وشرمېدله او د امریکا پخوانی نړیوال سیاسي پرستېژ هم تقریبا له منځه لاړ.
مګر له دې ټولو سره سره امریکا او غرب نړیوال نظم او نړیوال قوانین داسې ډیزاین کړي دي چې په دې نړیوال نظم او قوانینو کې د هغو حکومتونو لپاره پر خپلو پښو درېدل او بقاء خورا سخت وي، چې له امریکا او غرب سره مخالف وي او غواړي د خپلو باورونو پر بنسټ حکومت جوړ کړي. له همدې امله د افغانستان اسلامي امارت، چې تازه یې امریکا ته ماتې ورکړې ده او د امریکا لاسپوڅی حکومت یې هم نسکور کړی دی، له ګڼو سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی. اوس امریکا هغو موخو ته چې په افغانستان کې له پوځي لارې ونه رسېدله، کوښښ او هڅه کوي چې په سیاسي ډګر کې هغه موخې تر لاسه کړي او خپله پوځي ماتې د سیاسي بریا له لارې جبران کړي او اسلامي امارت ته د سیاست په ډګر کې ماتې ورکړي او بلاخره د افغانستان اسلامي امارت اړ کړي چې په افغانستان کې د اسلام او اسلامي ارزښتونو د حاکمیت پر ځای، ډیموکراسي او د ډیموکراسۍ ارزښتونه حاکم کړي او پر اسلامي امارت نړیوال پانګوال نظم ومني.
امریکا او غرب او حتا د اسلامي خاورو مزدور چارواکي پر طالبانو سیاسي او اقتصادي فشارونه  د دې لپاره راوړي، چې دوی په حکومتولۍ کې ناکام وښيي او په دې سره هم نړیوالو او هم مسلمانانو ته وښيي چې اسلامي ډلې او مسلمانان نه شي کولی سیاست او حکومتولي وکړي او د خپلو خلکو او حکومت سیاسي او اقتصادي ستونزې په سمه توګه هوارې کړي. همداراز امریکا غواړي نړۍ ته د افغانستان اسلامي امارت چارواکي داسې وښيي چې دا دی که امریکا له افغانستان څخه ووتله هم، مګر بیا هم طالبان اړ دي چې د حکومت د رسمیت لپاره امریکا ته مراجعه وکړي او د امریکا له خوښې او اجازې پرته هېڅ هم نه شي کولی. له بده مرغه طالبانو د سیاست په نړیوال ستېج کې د زاریو او تضرع سیاست ته مخه کړې ده او د یوه پیاوړي او ځواکمن اسلامي موقف څخه مخته نه ځي.
اوسمهال د افغانستان د اسلامي امارت لویه ستونزه او تېروتنه دا ده چې دوی د غرب د نړیوال نظم او قوانینو په هغه میدان کې لوبېږي چې میدان او د لوبې قوانین د سېکولر قوانینو  پر بنسټ خپله امریکا او غرب جوړ کړي دي. نو په داسې یوه میدان کې سیالي کول لویه تېروتنه ده، او نه یوزاې دا چې د اسلام او مسلمانانو په ګټه نه شي تمامیدلی، بلکې د غرب او سېکولریزم په ګټه یې تمامیدل یقیني دي. پر همدې بنسټ د افغانستان اسلامي امارت باید ټولې نړۍ او حتا د اسلامي خاورو هېوادونو ته د سیاست او نړیوالو تعاملاتو یو بل پلټ فارم چې هغه سیاسي اسلام او اسلامي ارزښتونه دي، وړاندې کړي. د افغانستان اسلامي امارت نړیوالو ته په څرګندو ټکو ووايي، چې زموږ لیدلوری او د سیاست معیارونه اسلام او اسلامي ارزښتونه دي.
که اسلامي امارت د سیاست په ډګر کې د اوس په شان غیر ایدیولوژیک روان وي، هم به اسلام، هم به خپل حکومت او هم به اسلامي ډلو ته ناوړې پایلې ولري. ځکه په دې سره به نه یوازې دا چې اسلام حاکم نه شي، بلکې مسلمانان به د اسلامي اجنډا او سیاسي اسلام پر وړاندې بې باوره شي او په خپلو خاورو کې له اسلامي احزابو، چې غواړي اسلام حاکم کړي له ملاتړ او همکارۍ لاس واخلي. بلاخره په پایله کې به د غرب ناوړه ثقافت او د دوی ناولې سیاسي لوبې، چې د کلونو کلونو را په دې خوا په اسلامي خاورو کې جریان لري دوام ولري او اسلامي امت به نور هم د نامعلوم وخت لپاره په ناوړه وضعیت کې شپې سبا کوي.
امریکا او غرب د افغانستان د اسلامي امارت سره په سیاسي تعاملاتو کې د خپلې ایدیولوژۍ پر بنسټ چې پانګوالې ډیموکراسي ده مخته ځي، د امارت د دولت د منلو لپاره خپل ایدیولوژيک ارزښتونو لکه د بشر حقوق، د ښځو حقوق، د بیان ازادي او داسې نور وړاندې کوي او د افغانستان اسلامي امارت یې پر منلو او پلي کولو ملزموي. په داسې حال کې چې د امارت چارواکي د اسلام د ایدیولوژیک لیدلوري پر بنسټ مخته نه ځي.
د اسلامي امارت چارواکو پر افغانستان د کابو څلور میاشتني حاکمیت څخه باید دا درک کړې وي، چې دوی په اوسني پانګوال نظم کې د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ مخته نه شي تللی او نړیوال یې نه ور سره مني. نو دوې لارې لري: یا به د خپل حکومت لپاره نړیوال نظم او نړیوال قوانین چې سېکولرېزم او ډیموکراتیک ارزښتونه دي مني او یا به د سیاسي اسلام د اجنډا پر بنسټ مخته ځي؛ اسلام او اسلامي ارزښتونه به د سیاسي او اقتصادي اړیکو او تعاملاتو د بنسټ په توګه غوره کوي او نړیوالو ته به یې هم ورپيژني. که لومړۍ لاره ومني، نو څو کلونه وروسته به پر همدې سېکولر نظم کې داسې وېلې شي لکه د اسلامي خاورو نور حکومتونه چې د اسلام یوازې رسم او نوم پکې پاتې دی. او که له دوهمې لارې مخته لاړ شي، نو دوی به په اصل کې د اسلامي ژوند د بیا احیاء بنسټ اېښی وي؛ هم به په دنیا کې بریالي وي او هم به په آخرت کې د الله سبحانه و تعالی له رضایت څخه برخمن وي.  




   ارسال نظر