نظامي اعداد، د جهاد اصلي شرط
06/25/2025 | ابوحسن غزنوي

Print


د دښمن د وېري لپاره اعداد يو الهي حکم، يوه واقعي اړتیا او له شک پرته د ټولو دولتونو لپاره يو سياسي سنت دی. د تاريخ په اوږدو کې او د جغرافيې په عرض کې هېڅ ځواکمن دولت پرته له دې چې د جګړې لپاره نظامي تياری ولري او د دښمنانو په زړونو کې رعب واچوي، نه دی پاتې شوی.
په اسلام کې جګړه له موخې او ټاکلې تګلارې سره د جهاد تر نامه لاندې تعریف شوې؛ جهاد هغه مبارزه ده چې د الله سبحانه و تعالی د کلمې د لوړوالي او پر باطلو دینونو د اسلام د غلبې (اظهار) لپاره کېږي. په همدې چوکاټ کې، اعداد د جهاد اصلي شرط ګڼل شوی، تر دې چې اصلي موخه یې د اسلام د دښمنانو په زړونو کې د وېرې او رعب اچول دي. الله سبحانه وتعالی په قرآن کریم کې فرمايي:

﴿وَأَعِدُّوا۟ لَهُم مَّا ٱسۡتَطَعۡتُم مِّن قُوَّةٖ وَمِن رِّبَاطِ ٱلۡخَيۡلِ تُرۡهِبُونَ بِهِۦ عَدُوَّ ٱللَّهِ وَعَدُوَّكُمۡ...﴾ [انفال: ۶۰]
ژباړه: «او څومره چې کولی شئ د دوى [ دښمنانو] مقابلې ته چمتووالی ونيسئ او (همداراز د جګړې ډګر ته) تكړه اسونه (چمتو كړئ) چې د الله دښمن، خپل دښمن او هغه غلیمان پرې ووېروئ...»

له نورو دولتونو سره د اسلامي نظام له نظره د اعداد مهم توپیرونه:
اعداد یوازې د بقا او دفاع لپاره نه دی
که څه هم اعداد د اسلامي خاورې د دفاع او د اسلامي دولت د بقاء لپاره ضروري دي، خو که هدف یې صرف دفاع او بقا وي، چې دا یو غریزوی عمل دی، نو بیا دا له کفري دولتونو سره هېڅ توپیر نه لري. د اسلامي حاکمیت له نظره، اعداد باید د امت د رسالت ملاتړ، د اسلام د خپراوي او د دین د اظهار لپاره وي؛ لکه څرنګه چې دغه کار له مدینې څخه د اسلامي دولت له تاسیس راهیسې تر شاوخوا ۱۳ پېړیو دوام درلود.
اسلامي اعداد یوازې د اوسنیو استعماري پولو د دفاع لپاره نه دی، بلکې د هرې لوېشتې اسلامي خاورې دفاع ده چې د دښمن له لوري له ګواښ سره مخ وي.
په اسلامي نړۍ کې د یرغلونو او اشغال پر وړاندې بې‌پروایي امت یو منفعل نندارچي ګرځوي. په داسې حال کې چې جهاد یوازې د دفاع لپاره نه، بلکې تر ډېره تهاجمي عمل و، دښمن ته به داخلېده، د هغه حکومت به یې نسکوراوه او هغه خاوره به یې په اسلام سره فتحه کوله.
 اعداد، ایماني انګېزې او مادي تدبیر ته په موازي بڼه اړتیا لري
دیني نیت هدف او انګېزه د اعداد زړه او روح دي؛ خو کافی نه دی. اعداد له پرمختللي پلان، صنعت او تخنیکي چمتووالي سره هم اړخ لګوي. په معاصر وخت کې دا مانا لري: د پرمختللو وسلو جوړول، هوايي او فضايي صنایع، بې پیلوټه الوتکې (ډرونونه)، تحت البحری بېړۍ او سایبري ټکنالوژي. دا ټول تر قوي صنعتي بنسټ لاندې شوني دي.
خو که یوازې په ایماني جذبې بسنه وشي او له فني تعلیم، نظامي بنسټ جوړونې او تعلیمي سیسټم څخه غفلت وشي، نو دا به یوې وهمي او کاذبې ځواکمنۍ ته لاره هواره کړي چې زیان یې د جبران وړ نه دی. برعکس، که یوازې په مادي پرمختګ تکیه وشي او ايماني هدف هېر شي، نو دا ځواک د اسلام پر ځای د اسلام پر وړاندې هم کارېدلی شي؛ لکه څنګه چې اوس د پاکستان اټومي وسله، د ترکیې نظامي تجهیزات او د مصر پوځ د اسلام د دښمنانو لپاره استعمالېږي.
د تاریخ په لوستلو سره وینو چې له اروپایي بیدارۍ (رنسانس)، صنعتي انقلاب او بیا د غربي نړۍ له تسلط -په ځانګړي ډول پر اسلامي خاورو- سره سره مسلمانان له فکری زوال سره مخ وو. هغوی د اسلام د خپرولو لپاره له مادي هڅو لاس اخیستی و او داسې فکر یې کاوه چې دا حالت د مسلمانانو ترمنځ د معنوي خلا او د عباداتو د کمښت له امله رامنځ ته شوی. له همدې امله، مسلمانان د فردي عباداتو، د نفس تزکیې، اذکارو، د قرآن کریم او نورو دیني متونو لوستلو ته سوق شول، څو دا خلا ډکه کړي.
دغه حالت د دې لامل شو چې مسلمانان (په ځانګړي ډول د عثماني خلافت د ضعف پر مهال، د ۱۹مې پېړۍ په بهیر کې) له واقعي حالاتو څخه واټن ونیسي، یوازې پر عباداتو او معنویاتو تمرکز وکړي، د علم، صنعت او ټکنالوژۍ ډګر یې پرېښود او داسې یې انګېرله چې یوازې هغه وخت به بیا پر کفارو غالب شي چې خپل معنویات بیا را ژوندي کړي.
د دې ډلې پر وړاندې، یو شمېر نور مسلمانان چې لیدل یې د غرب پرمختګونه د عصري علومو پر بنسټ ولاړ دي، د غرب تقلید ته یې مخه کړه او مطلق یې د غرب د مادي ځواک، نظامي پرمختګ او سلطې پر لور ميلان وکړ. دا ډله زیاتره هغه کسان دي چې د غرب تقلید یې کړی، سیکولر شوي او دین یې له سیاست، حکومت او نظامي ځواک څخه جلا ګڼلی.
په دې توګه، د مسلمانانو ترمنځ د ایماني ځواک او مادي چمتووالي توازن ګډوډ شو، ځینو افراط غوره کړ او نورو تفریط او مسلمانان پر دوو لویو ډلو وویشل شول، چې یوې ډلې بله نه منله. دغه وضعیت تر نن ورځې هم تر یوه بریده دوام لري.
ښایي مسلمانانو دا هیر کړي وي چې د بشریت غوره الګو او د اسلامي دولت مؤسس، رسول الله صلی الله علیه وسلم، په داسې حال کې چې د بدر د غزا لپاره یې ټول لازم نظامي چمتووالی نیولی و، بیا هم د الله سبحانه وتعالی حضور ته په دعا او ژړا شو او له هغه یې د مرستې غوښتنه وکړه؛ تر دې چې د هغه ګران ملګري ابوبکر صدیق رضی الله عنه ورته وویل: "بس دی، یا رسول الله".
همدا طریقه د اسلامي تمدن په اوږده او ویاړلې تاریخ کې تکرار شوې ده، چې مسلمانانو به له یوې خوا د جګړې د مادي امکاناتو (اعداد) برابرولو ته مټې رانغښتلې او له بلې خوا به یې د فکري او معنوي ملاتړ له لارې د الله سبحانه وتعالی له حضوره مرسته غوښتله، ترڅو دغه امکانات د دین د اظهار او بریا لپاره وکاروي، چې د همدغې طریقي له امله دوی ته سترې بریاوې ورپه برخه شوې او تاریخ پرې شاهد دی.
داسې ویلی شو چې ټکنالوژي (مادي علوم او صنعتونه) او ایډیولوژي (فکري او معنوي ځواک) د نظامي چمتووالي (اعداد) دوه وزرونه دي، خو باید پوه شو چې دا دواړه یوازې د الله سبحانه وتعالی د نصرت د جذبولو اسباب نه، بلکې شرایط دي. اصلي ټکی دا دی چې نصرت یوازې د الله سبحانه وتعالی له لوري دی.
مسلمانان مکلف دي چې شرایط برابر کړي او تر څنګ یې د بندګۍ د رسمونو ادا کول او د الله سبحانه وتعالی حضور ته د مرستې لاس اوږدول هم لازم دي، ترڅو یو ځل بیا الله سبحانه وتعالی خپل نصرت زمونږ په برخه کړي. له الهي نصرت پرته، تر ټولو پرمختللي وسایل او توانایۍ هم بې‌ځواکه کېږي.
لکه څنګه چې الله تعالی د انفال سورت په ۱۰مه آیت کې فرمایي:

«وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ»
ژباړه: «بریا (نصرت) نشته، مګر یوازې د الله تعالی له لوري.»

له بلې خوا، که مسلمانان د نظامي ځواک د ترلاسه کولو لپاره د کفارو پرمختګونه خپله الګو وګرځوي او دوی ته مخه کړي، کېدای شي ځینې مسلمانان نظامي ځواک ترلاسه کړي، پرمختللې نظامي وسلې ولري او ځواکمن شي؛ خو که دغه ځواک د اسلام له معنویت سره یو ځای نه کړي او له اخلاص سره د الله سبحانه وتعالی له دربار څخه مرسته و نه غواړي، نو دا ځواک به هېڅکله د دین د اظهار سبب نه شي او لکه یوه د بی روحه جسد په شان به وي.
دا ډول ځواک به نه مسلمانان او نه مظلوم ملتونه وژغوري، نه به اسلام په بشپړ ډول تطبیق کړي. دا ډول دولتونه ښایي د یوه معاصر غیر اسلامي دولت په څېر شي، چې د کفري دولتونو په کتار کې دریږي، ځان ته له نورو دولتونو څخه رسمیت، مشروعیت او سیاسي برابري وغواړي؛ خو د مؤمنانو اصلي رسالت به یې ادا کړی نه وي او د اعداد هدف به یې هم نه وي پوره کړی.
ولې د مسلمانانو اوسني پوځونه د اسلام دښمنان نه شي ماتولی، نن ډېری اسلامي دولتونه پوځونه لري، تر یو حده نظامي تياری لري، خو بیا هم کفار غالب دي او اسلامي خاوره ناامنه ده؟! دا دوه اساسي لاملونه لري:
لومړی: د نظامي پروژو تر شا د اسلامي سمې ایډیولوژۍ او ایماني موخې نشتوالی. د مسلمانانو په ډېرو هېوادونو کې نظامي پروژې یوازې د واکمنو د سیاسي قدرت د ساتنې او د استعماري ملي پولو د دفاع لپاره جوړې شوي، نه د امت د رسالت لپاره او نه هم د هغه اعداد لپاره چې قرآن پرې امر کړی دی.
دویم: تيت او انفرادي برنامې. د اسلامي هېوادونو په جغرافیه کې هر دولت د ستراتیژیکې همکارۍ او همغږۍ پر ځای پر سیالۍ ولاړ او جلا پرمختګ په لټه کې دی. دغه وضعیت اسلامې خاورو کې حاکم دولتونه د اسلام د دښمنانو تابع کړي؛ داسې چې ډېری یې په خپلو دفاعي صنعتونو کې د محاربو هېوادونو پر امکاناتو تکیه لري. د جګړې پر مهال همدا تکیه ټپي ګوته ګرځي او د ماتې لامل کېږي.
حل لاره: خلافت او تر یو واحد چتر لاندې اعداد
اعداد یواځې هغه وخت په اصولي، اغيزناک او منظم ډول ترسره کېدای شي چې د نبوت پر منهج د اسلامي دولت (خلافت) تر چتر لاندې تنظیم شي؛ داسې دولت چې وجودي فلسفه، بهرنۍ تګلاره، اقتصادي جوړښت او فرهنګي موخې یې ټول د اسلام د اقامې او د کلمة الله د لوړاوي پر محور راڅرخي.
مسلمانان باید د خلافت د تاسیس لپاره د انفرادي نظامي قوت د رامنځ ته کېدو انتظار ونه باسي، بلکې باید ژر تر ژره یو واحد اسلامي دولت تاسیس کړي او اعداد دې د همدې دولت په چوکاټ کې، منظم، مشارکتي او نړیوال ترسره شي. یوازې د داسې یووالي په رڼا کې به د امت شته ستراتیژیکې سرچينې، علمي کدرونه، دفاعي صنایع او پانګې د یوه هدف لپاره تنظیم شي او د اسلام د دښمنانو په زړونو کې به رښتینی رُعب واچول شي.

﴿وَٱعۡتَصِمُواْ بِحَبۡلِ ٱللَّهِ جَمِيعٗا وَلَا تَفَرَّقُواْۚ﴾ [آل عمران: ۱۰۳]
ژباړه: "او ټول د الله تعالی په رسۍ منګولې ولګوئ او تیت و پرک مه کېږئ..."




   ارسال نظر