له ښکرو سره یې ځان ووهو که یې ولوشو؟
05/05/2025 | یوسف ارسلان

Print


ښه مې یادېږي چې د جمهوریت په دوره کې به د ثور (غويي) میاشتې اتمه راورسېده، نو د هغه وخت مجاهدینو ته به مو داسې وریادوله چې تاسو تسلیم شوي یئ؛ ولې افغانستان اشغال شوی نه ګڼئ او د اشغالګرو پر ضد مبارزه نه کوئ؟ د امریکایي اشغال خبره به چې یاده شوه، د موضوع شرعي او سیاسي اړخونه به یې یوې خواته کول او تر ډیره به یې د مصلحت، واقعیت او مادي مؤثریت له زاویې تحلیلوله. د دغه لیدلوري د توجیه لپاره به ځینو د مالیزیا د پخواني لومړي وزیر، ماهاتیر محمد، پر يوې وينا استناد کاوه.
وايي له ماهاتیر محمد څخه وپوښتل شول چې «امریکا د مسلمانانو ملګرې ده که دښمنه؟ که دښمنه وي، نو ولې یې مالیزیا پر وړاندې مبارزه نه کوي؟» ماهاتیر یې په ځواب کې ویلي وو: «امریکا د مسلمانانو دښمنه ده؛ خو موږ داسې ورته ګورو لکه یوې غوسه‌ناکې او شیدې ورکوونکې غوا ته. دلته په مالیزیا کې هڅه کوو چې ویې لوشو خو تاسو کلونه کېږي چې له ښکرو سره یې ځان وهئ.»
امریکا هم مسلمانان له همدې نظره په دوو کټګوریو وېشلي: منځلارو ته شیدې ورکوي او تندلاري په ښکرو وهي. د ماهاتیر محمد او د هغه د فکري پلویانو دا لیدلوری د یوې داسې سیاسي تګلارې مظاهره ده چې پر مادي ګټو او سیاسي واقعیت پالنې ولاړه ده؛ هغه ګټه چې د شخصي معیارونو او سمدستي یا آني ګټو پر بنسټ تعریفېږي.
تر ۲۰۰۱ کال وروسته، ډېری «متقاعد مجاهدین» هم همدغه لیدلوري ته وروښویېدل. دوی د دغه فکر په رڼا کې، ډيموکراسي اسلامي وبلله، اشغالګر یې سټراټیژیک ملګري معرفي کړل؛ او ملي‌پالنه یې د ایمان نښه وګڼله. دغه لیدلوری نه یوازې د افغانستان د جمهوریت په دوره کې ژورې ریښې وکړې، بلکې نن سبا له افغانستانه نیولې تر منځني ختیځ او د افریقا تر صحرا پورې په ټوله اسلامي نړۍ کې پر یوه غالب باور بدل شوی دی.
خو اصلي او جدي پوښتنه دا ده چې دا شیدې خوړونکي څومره ډاډه دي چې د استعمار د غوا شیدې به تل وي؟
که وګورو، د خلافت د نه تأسیس او له سیکولر نړۍ سره د تعامل په اړه د مسلمانانو د دغې ډلې توجیه، تر ډېره د ځان معذور ګڼلو او د اسلام د غوښتنو د ناواقعي ګڼلو پر بنسټ ده. دا هماغه ذهنيت دی چې د انګلیسي امپریالیزم له زمانې څخه نیولې، د امریکا تر نوې استعماري دورې پورې، اسلامي ټولنو ته تزریق شوی دی. لکه څنګه چې انګریزانو تر خپلې واکمنۍ لاندې ملتونو ته دا له سپکاوي ډک متل تبلیغاوه: «که چا تېری درباندې وکړ او مقاومت مو نه شو کولی، نو ښه ده چې ورسره بدرګه یې کړئ چې خوند ترې واخلئ.»
دا ډول تفکر، تسلیمېدل یو ډول مهارت ګڼي او خیانت تهد عقلانیت نوم ورکوي چې ځانونه او ټولنې لنډمهاله خوند ته ورسوي. په پای کې، د «غوا» د ښکرو او تیونو ترمنځ مبارزه، اصلاً د امت د رسالت د ساتلو او یا د هغه پر سر د معاملې ترمنځ یو انتخاب دی. کومې ټولنې چې خپل رسالت وپلوري، ښايي د لنډ وخت لپاره شیدې ترلاسه کړي، خو ژر یا وروسته به یې همدا شیدې د هلاکت سبب شي.




   ارسال نظر