احمد الشرع او «ابراهیمي» تړون
04/29/2025 | یوسف ارسلان

Print


د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند استازي، کوري میلز (Cory Mills)، په دې وروستیو کې دمشق ته سفر وکړ او هلته يې د سوریې له ولسمشر، احمد الشرع سره ولیدل. په دې لیدنه کې الشرع څرګنده کړه چې د سوریې نوی حکومت غواړي د «ابراهیمي» تړون برخه شي.
«ابراهیمي» تړون چې په ۲۰۲۰م کال کې د ټرمپ په منځګړیتوب د اماراتو، بحرین او یهودي رژیم ترمنځ لاسلیک شوی و، د دې لپاره جوړ شوی چې له یهودي رژیم سره اړیکې عادي کړي، هغه ته مشروعیت ورکړي، او د منځني ختیځ دولتونه د اسرایلو پر محور راټول کړي. دغه تړون پر سیاسي، اقتصادي، نظامي او استخباراتي همکاریو ولاړ دی او هڅه کوي چې د یهودي دولت په مشرۍ د «عربي ناټو» تر نامه لاندې یو ایتلاف رامنځته کړي، څو د عربي خاورو حکام د یهودي دولت پر ضد هر ډول خوځښتونه تر نورو مخکې وځپي.
په بل اړخ کې، د ادیانو د خبرو اترو (Interfaith Dialogue) پروژه د کاتولیک پاپ او یو شمېر «نواندیشو مسلمانو علماوو» په ملاتړ وده مومي، څو دا مفکوره خپره کړي چې «هېڅ دین مطلقاً پر حق نه دی»، بلکې ټول ابراهیمي دینونه (مسیحیت، یهودیت، اسلام) د حق یوه برخه لري او باید یو بل ومني او له تکفیر کولو ډډه وکړي. د دې پروژې هدف دا دی چې په سیمه کې له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کولو بهیر پر وړاندې د دیني حساسیتونو شدت راکم شي.
ټرمپ د سوریې له حکومت سره د تعامل، مرستې او په رسميت پېژندنې لپاره احمد الشرع ته (۸) شرطونه وړاندې کړي دي، چې له ډلې یې یو د اسرایلو پر وړاندې د ګواښ له منځه وړل او بل د حکومت ملي کول او له دولتي پوستونو د «بهرنيو» اسلامپالو لرې کول وو. له همدې امله په سوریه کې د هغو اسلامي ډلو پر ضد فشار زیات شوی چې د اسرایلو مخالفې دي. د حزب التحریر د غړو نیول، په دې وروستیو کې د فلسطین د اسلامي جهاد د غړو نیول، او له حکومتي جوړښت څخه د «بهرنیو» اسلامپالو لرې کول، د همدې نوې تګلارې برخه ده، څو دا ثابته شي چې د سوریې خاوره به د امریکا د ګټو، په تېره بیا د یهودي دولت د ګټو، پر ضد ونه کارول شي.
دا د پراګماټیکو، ملي‌پاله او مصلحت‌پاله سیاستونو پایله ده؛ د هغو کسانو سیاست چې د خلافت جوړول یو غیرواقعي او زیان راوړونکی کار ګڼي، خو له یهودي دولت سره تعامل مصلحت بولي. دوی هر خیرخواهانه نصیحت او شرعي محاسبه د تفرقې اچول او ورانکاري ګڼي او د ځپلو هڅه يې کوي. دوی ګومان کوي چې پر حالاتو واکمن دي، حال دا چې الله متعال پر هر څه غالب دی. همدا الله تعالی دی چې خپل بنده‌ګان ابتلا کوي، څو څرګنده شي چې څوک د هلاکت لاره غوره کوي او څوک د خلافت او د ځمکې د وراثت وړتیا لري.




   ارسال نظر