ایا داسې کسان مو لیدلي چې یوازې د الله تعالی د رضایت لپاره بېګناه خلک
وژني؟ او داسې کسان چې یوازې د الله د رضایت لپاره نورو ته فاسقان، کافران یا
خوارج وايي؟ دا ډول داسې ډله شته چې اخلاص لري خو په ورته وخت کې اسلام تحریفوي.
دا ښيي چې د یوه عمل د مقبولیت او منل کېدو لپاره یوازې اخلاص بسنه نه کوي؛ بلکې
پخپله عمل هم باید د شریعت مطابق وي.
لکه څنګه چې په پاک نیت ګډا ته عبادت، د بیګناه خلکو وژلو ته جهاد، د
مسلمانانو تکفیر ته د صفونو تصفیه او د ملي دولت منلو ته دیني مصلحت نه شو
ویلی، د اسلام ناقص پلي کول هم نه شو منلی. دا ډول کړنې نه یوازې دا چې بې ګټې دي؛
بلکې ترسره کوونکي یې د عذاب مستحق کېږي.
تر ټولو غوره قلبي عمل، اخلاص دی؛ نو هر عمل چې د الله تعالی د رضایت لپاره نه وي، مردود دی. دا لازم شرط دی خو یوازې دا بسنه نه کوي. علما وايي: هر
عمل چې د خالصوالي ترڅنګ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سنتو مطابق نه وي، هغه
مسافر ته ورته دی چې خورجين یې له خاورو او شګو ډک کړی وي؛ دروند به وي خو ګټه نه
ورته رسوي.
نو څنګه چې په اختر کې روژه، په شرابو روژهماتی او په عبادت کې نڅا،
بدعت او ناروا دي؛ دغسې له خلافت دولت پرته د اسلام پلي کول هم د
پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سنتو او منهج خلاف کار او د قبول وړ نه دی؛ که
څه هم ترسره کوونکي یې اخلاص ولري.