«معروف» د ښو په معنی دی او «منکر» د بدو؛ نو په حقیقت کې ټول اسلام امر
بالمعروف او نهی عن المنکر دی. له ټولنیز ژوند تر سیاسي نظام پورې؛ له اقتصاده تر زدهکړې؛ له دعوته
تر جهاده؛ ټول امر بالمعروف او نهی عن المنکر دي. دا حکم سربېره پر دې چې فرض دی؛
د اسلامي امت له اصلي ځانګړنو ګڼل کېږي. ځکه چې د بني اسرايیلو پشان پخوانیو
اقوامو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په پرېښودو د اسلام د احکامو له پلي کولو او
د خپلو حکامو له محاسبې لاس واخیست او په همدې دلیل ګمراه او د عذاب جوګه شول. خو اسلامي امت د
امر بالمعروف او نهی عن المنکر په ترسره کولو، «وسط امت»، «شاهد امت» او «تر ټولو غوره امت» معرفي شوی.
امر بالمعروف او نهی عن المنکر هم د رعیت پر غاړه دی او هم د حاکم. حاکم په
داخلي او بهرني سیاست کې د اسلام په بشپړ پلي کولو پر دغې دنده عمل کوي او رعیت هم
د یو بل په نصیحت او د حاکم په محاسبه دغه حکم پلی کوي. د افغانستان د حکومت نوی
قانون چې تر توشیح وروسته نشر شوی دی، ځینې مواد یې د ملاحظې وړ دي. خو هر نقد چې پر دغه قانون کېږي، باید د
شریعت مطابق وي. په داسې حال کې چې د دغه قانون ډیری مخالفین له شرعي اړخه نه،
بلکې د خپلو نفساني دلایلو او پردیو معیارونو له اړخه د هغه د پلي کولو په اړه
اندېښنه لري. نړیوال بنسټونه او د هغوی پیروان هم اندېښمن دي؛ ځکه چې د پانګوال
نظام فرهنګ انسانان فردي ژوند او له هر ډول محدودیت څخه ازادۍ ته دعوتوي. په غربي
فرهنګ کې ازادي دومره سپېڅلې ده چې ان له خدایه غواړي چې ازادیو ته یې تسليم شي!
ډیری وروستي تبلیغات په حقیقت کې د دغه قانون د محتوا پر وړاندې نه، بلکې د
امر بالمعروف او نهی عن المنکر د حکم پر وړاندې غبرګون دی. دغه ډول افراد او
بنسټونه نه خوښوي چې الهي لارښوونې يې په ژوند کې مداخله وکړي؛ ځکه چې ګومان کوي له خدایه یې
ازادي اخیستې ده! ځکه خو یوناما او نور غربي بنسټونه د افغانستان حکومت ته له نړۍ سره
د دوی د تعامل د زیانمنېدو په اړه خبرداری ورکوي؛ دغو بنسټونو په ډاګه وویل چې د
افغانستان له حکومت سره یې د تعامل شرط، د اسلام د احکامو پرېښودل دي.
هغو کسانو ته چې په دې اړه یې غبرګون ښودلی، زما سپارښتنه دا ده چې: د مومن
هڅه او امید باید دا وي چې د الله تعالی پر حکم عمل وکړي او یوازې د هغه سبحانه و تعالی احکام پلي کړي. په همدغه
سبب د حکامو محاسبه فرض شوې؛ چې کله حکام له اسلام څخه عدول وکړي، مسلمانان یې محاسبه کړي. که دا قانون له
شریعت سره ټکر لري، پر تاسو واجب ده چې حکام محاسبه کړئ. که پر کمزورو دلایلو ولاړ
وي، قوي دلایل وړاندیز کولی شئ. زه هم د دغه قانون د ځینو مواردو په اړه خپلې
ملاحظې لرم؛ ځکه چې پر کمزورو فقهي دلایلو ولاړ دی. خو که ستاسو اندېښنه له ایمان
څخه نه راوځي، پوه شئ چې دا اندېښنه مو د نفس له هوا څخه ده او د یوناما او ریچارډ بېنېټ له
اندېښنې سره توپير نه لري!
كُنتُمْ
خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ
عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ ۗ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم ۚ مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ [آل
عمران:١١٠]
ژباړه: «تاسې غوره امت ياست، چې د انسانانو لپاره را ایستل شوي یاست، چې پر نېكيو امر او له
بديو منع كوئ او پر الله ايمان لرئ او كه اهل کتابو ايمان راوړی وای؛ نو ورته غوره به وه؛ (خو يوازې) لږ شمېر يې مومنان
دي او ډېر يې فاسقان دي.»
ډاکتر ابراهیم حنیف