Print


حزب التحریر
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
 
ګڼه: ح.ت.افغ 28/۱۴۴۵ چهارشنبه 26 ذی‌القعده، ۱۴۴۵هـ 05/۰6/۲۰24م

مطبوعاتي اعلامیه
یوازې د اسلام د تعلیمي منهج تطبيق با ايمانه، متقي، مفکر او مجاهد نسل منځته راوړلی شي

په افغانستان کې د نوي تعلیمي او تحصیلي کال له پیل څخه د څو مياشتو په تېرېدو سره په ښوونځیو او پوهنتونونو کې یو ډول د انګېزې نشت او رکود حاکم دی او ګڼ شمېر ځوانان او ان د پوهنتونو استادان له افغانستان څخه د وتلو په فکر کې دي. له بده له افغانستانه د مغزونو په تېښتې سره هغه وړ او با استعداده ځوانان چې باید اسلام او مسلمانانو د خدمت مصدر شي؛ بهر ته ځي.
موږ د مسلمانانو د اولادونو د تعلیم او تحصیل مسله یوه ډېره مهمه سیاسي مسله ګڼو چې په اړه يې هر ډول بې‌غوري د ناوړه او زیان پېښوونکو دنیوي او اخروي پایلو لامل کېږي. ځکه له اسلامي تعلیم پرته ملیونونه ځوانان لارورکي او له خپل شرعي مکلفیت څخه بې برخې پاتې کېږي. له بده مرغه اوسنی حاکميت په تېرو دوه نیمو کلونو کې د اسلام پر اساس تعلیمي تګلارې په وړاندې کولو کې پاتې راغلی او په تعلیمي نظام کې د اشغالګرو میراث د تېر په څېر، له لږ سمونو سره پلی کېږي.
د تېر رژیم تعلیمي نظام چې د ډيموکراسۍ پر اساس رامنځته شوی و، اوس د ځینو ظواهرو په بدلون، زیاتونو، کمونو او ځینو مضامینو او څانګو په حذف او د اسلامي ثقافت د کریډیټ په زیاتولو سره په پوهنتونو کې د تېر پشان روان دی او ډیر د خواشينۍ ځای دی چې اوسنی حاکميت دغه فاسد منهج په لا ډیر شدت او نظم سره پلی کوي. په داسې حال کې چې د افغانستان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې درسي نصاب او سیسټم له اسلامي پلوه جدي محتوايي ستونزې لري. د بېلګې په توګه؛ په اقتصاد او حقوقو پوهنځیو کې درسي محتوا او موخه يې چې له غربي ثقافت څخه اخیستل شوې، د تېر پشان تدریسېږي.
د افغانستان د تعلیمي نظام لپاره تر ټولو خطرناکه خبره دا ده چې د ښوونځي/پوهنتون او مدرسې ترمنځ ژور واټن او دوه‌ګونی‌والی شته. دا دوه‌ګونی نظام د اشغالګر انګلستان میراث دی چې د هند په نیمه وچه کې یې د خپل اشغال د دوام لپاره د دغو دوو بنسټونو ترمنځ ژور واټن رامنځته کړ. د انګلستان هڅه دا وه چې اسلامي علوم له معاصرو او ساینسي علومو بېل کړي. دا تعلیمي نظام له یوې خوا داسې کسان ټولنې ته وړاندې کوي چې په دنیا کې وړتیا او استعداد لري خو اسلام حللاره نه ګڼي او بلاخره له ژوند څخه د دین د بېلتون خطرناکې مفکورې ته رسېږي. له بل لوري، دا سیسټم یو داسې نسل روزي چې پر اسلام په اکاډمیک او نظري بڼه پوهېږي، خو په عملي ډګر کې د اسلام له زاویې پر سیاست، اقتصاد او د اوسنۍ نړۍ پر پېچلتیا نه پوهېږي؛ په پایله کې یې داسې کسان منځ ته راځي چې په اسلام کې د حکومتولۍ په اړه روښانه تصویر نه لري او اسلام نه شي پلی کولی. دغه دوه‌ګونی تعلیمي نظام په مختلفو اسلامي خاورو کې د ځوانانو ترمنځ د ژور فکري انحطاط سبب شوی او د هغوی د دنیوي او اخروي پرمختګ پر وړاندې خنډ ګرځېدلی.
د اسلام تعلیمي منهج واحد سیسټم دی چې افراد داسې تثقیف کوي چې هم په فکري او علمي مهارتونو سمبالېږي او په ورته وخت کې کولی شي چې په خپل فردي او سیاسي ژوند کې اسلام پلی کړي. دوی په دنیا کې د ژوند موخه د الله سبحانه و تعالی رضایت بولي او اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو ته د اسلام له زاویې حللاره لري. دوی سره له دې چې ایمان او تقوا لري او په سیاسي بصیرت او جهادي انګېزه سمبال وي، په ورته وخت کې په بېلابېلو علومو کې وړتیا او استعداد لري. دغه تعلیمي منهج ځانګړي او اسلامي شخصیتونه ټولنې ته وړاندې کوي چې سوچ او فکر یې د اسلام بشپړ او هر اړخیز پلي کول، د نړۍ د هدایت لپاره هڅه او د کفر له تیارې څخه د اسلام عدل او رڼا ته د نورو امتونو راوړل وي. الله سبحانه و تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم د علم د ارزښت په اړه فرمایلي:

يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ [مجادله: ۱۱]
ژباړه: «...الله له تاسو څخه هغه کسانو ته چې ايمان يې راوړی او هغه کسان چې علم ورکړل شوی لوړې درجې ورکوي  او الله پر هغه څه چې تاسو يې کوئ، خبر دی.»
وإنَّ فضلَ العالمِ على العابدِ كفضلِ القمرِ ليلةَ البدرِ على سائرِ الكواكبِ (رواه أبو داود)
ژباړه: او پر عابد د عالم غوره‌والی داسې دی لکه پر نورو ستورو د څوارلسمې شپې د سپوږمۍ فضیلت.
د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر




   ارسال نظر