Print


حزب التحریر
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
 
ګڼه: ح.ت.افغ 27/۱۴۴۵ شنبه 22 ذی‌القعده، ۱۴۴۵هـ 01/۰6/۲۰24م

مطبوعاتي اعلامیه
د دوحې ۳مه ناسته یو استعماري مېکانېزم دی او په هغې کې ګډون خطرناکې سیاسي پایلې لري

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو استازي، غربي او قطري ډپلوماټان د دوحې ۳مې ناستې پر ناسته او اجنډا د سرپرست حکومت له استازو سره مشورې او خبرې اترې کوي. دغه استازي هڅه کوي چې د جلبوونکو وړاندیزونو او هڅوونکو مواردو په وړاندې کولو سره د حاکم نظام چارواکو ته قناعت ورکړي چې په دغه ناسته کې ګډون وکړي.
د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د دوحې ۳مه ناسته یوه نړیواله استعماري ناسته بولي چې په هغې کې امریکا د یوه داسې نوي مېکانېزم د ايجاد په لټه کې ده چې په افغانستان کې لاسوهنو او د خپلو ګټو خونديتوب ته لاره هواره کړي. په دغه ناسته کې هر ډول ګډون خطرناکې سیاسي پایلې لري. د دوحې ۳مه ناسته کې د امریکا په مشرۍ نړیوال کفري نظم کې د حاکم نظام د ادغام لپاره لاره هوارېږي او د افغانستان د بحران د حل لپاره نوی سیاسي مېکانېزم وړاندې کېږي. په دغه ډول ناستو کې ګډون، که شرطونه هم ولري، زیان اړوونکی دی او باید کلکه ډډه ترې وشي. په حقیقت کې غربي استعمارګر او د سیمې هیوادونه په وروستیو دوو لسیزو کې هیڅلکه د افغانستان د بحران د حل په لټ کې نه وو، بلکې دغه ډول ناستې د غربي قدرتونو او سيمه‌ييزو هېوادونو تر منځ په افغانستان کې د منافعو پر سر د مشورو او سياليو ډګر دی.
مختلفو تاریخي تجربو هم ښودلې چې نړیوال کنفرانسونه او مېکانېزمونه په وروستیو څلوېښتو کلونو کې په افغانستان کې او په وروستیو څو پېړيو کې په نورو اسلامي خاورو د بحران له عواملو وو چې سیاسي بحرانونه یې پېچلي کړي او ډیر وخت یې پرې نیولی، خو هېڅکله یې یوه مطلوبه نسخه نه ده وړاندې کړې چې د اسلامي امت په خیر وي. دغه راز یې ناکامې او زیان‌اړوونکې سیاسي پایلې په نورو نړیوالو قضیو، لکه سوریې، عراق، سوډان او یمن کې هم ښکاره لیدلی شو.
د نړیوالو ناستو د ترسره کېدو اساسي منطق دا دی؛ کله چې لوی قدرتونه و نه شي کولی چې د جګړې له لارې خپلو موخو ته ورسېږي، نو سیاسي پروسې او نړیوال مېکانېزمونه فعالوي چې د هغو له لارې تر پام لاندې هیوادونو کې خپلې ګټې خوندي کړي. دا بې‌څه نه ده چې له افغانستان څخه په شرمناکه توګه د امریکا تر وتلو وروسته په تېرو دوه نیمو کلونو کې د افغانستان په اړه تر ۱۰۰ زیاتې نړیوالې او سیمه‌ایزې دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې شوي چې اساسي موخه یې حاکم نظام ته سیاسي سفارشونه او په افغانستان کې د لاسوهنې لپاره د نوي مېکانېزم د ايجاد هڅه ده.
په حقیقت کې د افغانستان د بحران د حل اساسي او بنسټیزه حللاره نوي نړیوال استعماري مېکانېزمونه نه دي؛ چې په موډرن ډول او نوې بڼه د برېتانيوي استعمار امريکايي نسخه ده، بلکې اساسي حللاره د نبوت پر منهج خلافت دولت د تاسیس لپاره هڅې دي. هغه دولت چې په اسلامي خاورو کې د استعمار د نفوذ جرړې وباسي؛ امت ته وحدت وربښي او خپل ټول ظرفیت او وړتیا د ژوند د برنامې په توګه د اسلام د بشپړ او هر اړخیز پلي کولو لپاره سره یو کوي.

(يَٰأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواۡ لَا تَتَّخِذُواۡ بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّواۡ مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ ٱلْبَغْضَآءُ مِنْ أَفْوَٰهِهِمْ وَمَا تُخْفِى صُدُورُهُمْ أَكْبَرُۚ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ ٱلْأٓيَٰتِۖ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ) [آل عمران: ۱۱۸]
ژباړه: اې مؤمنانو! له خپلو ځانونو (مومنانو) پرته بل څوک د رازونو شريک مه نيسئ ( ځکه دوى) ستاسې په اړه له هر ډول شر (او فساد) څخه كار اخلي، دا يې خوښېږي چې تاسې په رنځ او كړاو كې ياست، د دوی د دښمنۍ (نښې) یې له خولې (او خبرو) څرګندېږي او څه يې چې په سينو كې پټ ساتلي، تردې لوی دي، موږ تاسو ته (د دوی د دښمنۍ) نښې درښودلي، که چېرې تاسو تعقل او فکر وکړئ.
د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر




   ارسال نظر