د اونۍ خبره: د ځینو هېوادونو لخوا د فلسطین په رسمیت پېژندل ګټه لري؟
05/26/2024 | لیکوال: فریدالله احرار

Print


په وروستیو ورځو کې ناروې، هسپانیې او ایرلنډ اعلان وکړ چې د روان میلادي کال د مې پر 28 مه به فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني. یاد خبر د مختلفو فسلطیني ډلو او د فسلطین د طرفدرانو لخوا وستایل شو او دا یې د فلسطین د خپلواکۍ لپاره یو مهم ګام وباله. مګر بنسټیزه پوښتنه داده چې رښتیا هم د دغو دریو هېوادونو لخوا د فلسطیني حکومت په رسمیت پيژندلو سره فلسطین، فلسطینیان او مسلمانان کومه ګټه کوي او که نه؟
لومړی خو باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې یو څو هېوادونه پرېکړه کوي چې فلسطین به په رسمیت پېژني. تر دې وړاندې فلسطین د ۱۳۸ هېوادونو لخوا په رسمیت پيژندل شوی دی. په اصل کې مهمه خبره دا ده چې هېوادونه فلسطین ته له کوم اړخه ګوري او د څه ډول حکومت په توګه يې مني. همدارنګه دا خبره هم مهمه ده چې خپلواک یا مستقل فلسطین دغو هېوادونو ته څه معنا لري.
کله چې تر دويمې نړیوالې جګړې وروسته امریکا د نړۍ زبرځواک هېواد شو، نو د فلسطین واکمني او حاکمیت له انګریزانو څخه امریکا ته پاتې شو. دا په داسې حال کې وه چې انګرېزانو او فرانسویانو له وړاندې د اسلامي خلافت د نسکورېدو له امله د فلسطین په ګډون ټوله اسلامي خاوره په خپل منځ کې ويشلې وه او د فلسطین واکمني او حاکمیت د انګریزانو په برخه رسېدلی و. له همغه وخته د فلسطین په اړه د امریکا سیاست دا دی چې د فلسطین په خاوره کې باید د مسلمانانو او یهودو دوه بېل بېل دولتونه جوړ شي. امریکا تر ننه همدا سیاست څاري؛ دوی غواړي چې په فلسطین کې یهود یو خپلواک، پیاوړی او ځواکمن دولت ولري او په مټ یې ټول منځنی ختیځ کنټرول کړي او ترڅنګ یې یو کمزوری، بې وسه او د عربو د نورو حکومتونو غوندې یو مزدور او لاسپوڅی فلسطیني حکومت هم وي. له همدې امله امریکا له هغو هېوادونو سره کوم مخالفت نه کوي چې فلسطین په رسمیت پيژني؛ په ځانګړې توګه کله چې د فلسطین چارې او واکمني د یوه داسې چا په لاس کې وي چې هغوی د امریکا او اسرائیلو له اجازې پرته تشناب ته هم نه شي تللی.  
پر همدغه بنسټ په فلسطین کې د دوو دولتونو جوړول یو امریکايي لیدلوری دی او له بده مرغه د نړۍ ټولو مسلمانو او نامسلمانو هېوادونه دغه لیدلوری منلی دی. له همدې امله کله چې د نړۍ کوم هېواد او یا هېوادونه فلسطین په رسمیت پيژني، په اصل کې دا د همغې امریکايي  پالیسۍ پيروي ده. ځکه دغو هېوادونو له وړاندې د فلسطین په ځمکه کې اسرائیل د یهودو د دولت په توګه په رسمیت پيژندلی دی. همدارنګه لکه څرنګه چې اوس فلسطین د ۱۳۸ هېوادونو لخوا په رسمیت پيژندل شوی دی، که د ټولې نړۍ او بلاخره دملګرو ملتونو د سازمان لخوا هم په رسمیت وپېژندل شي، بیا هم اسلام او فلسطینانو ته کومه ګټه نه کوي. ځکه بیا به هم د فلسطین لویه برخه خاوره د یهودو تر اشغال او حاکمیت لاندې وي.  د یادو هېوادونو لخوا د فلسطیني دولت په رسمیت پيژندل، نه د یهودو حاکمیت کمزوری کوي او نه د فلسطینیانو په اړه د یهودو په ظالمانه اجنډا کې کوم بدلون راوستلی شي. همدارنګه دا چاره نه د بې‌وسه او مظلومو غزه‌والو او فلسطینانو درد دوا کولی شي او نه د دوی د مظلومیت اوښکې درولی شي. ځکه د یهودو تر شا ټول غرب او حتا د اسلامي خاورو مزدور او لاسپوڅي واکمنان ولاړ دي او دوی ټول په دې خوښ دي چې فلسطینیان تر دې لا زیات ووژني او وټکوي، تر څو له خپلو ارزښتونو او اسلامي هیلو تېر شي او تر ټولو په لږ څه یعنی په ژوندي پاتې کېدلو راضي شي.  
حقيقت دا دی چې فلسطین د اسلام او اسلامي امت ځمکه ده؛ په یوه لوېشت ځمکه کې یې هم د یهودو حاکمیت او حکومت نه شي جوړېدلی. هر څوک او هر هېواد چې په فلسطین کې د یهودو تر څنګ د فلسطینانو حکومت غواړي، دوی په اصل کې د اسلام او فلسطینانو دښمنان دي. د فلسطین مبارکه ځمکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم او اسلامي امت لومړنۍ قبله ده. فلسطین د حضرت عمر بن خطاب رضی الله تعالی یادګار دی. د فلسطین لوېشت لوېشت ځمکه د مسلمانانو او مجاهدینو په وینو خړوبه شوې ده. له همدې امله په دې خاوره کې د فلسطیني دولت تر څنګ د یهودي دولت منل له الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او زرګونو شهیدانو سره خیانت دی. فلسطین د ېهودو نه، بلکې د مسلمانانو ټاټوبی دی او د یهودو د واکمنۍ له منځه وړل پر ټولو اسلامي پوځونو فرض دي.    




   ارسال نظر