د اونۍ خبره: د دوحې ناسته؛ د افغانستان د بیاځلي استعمار لپاره مشوره!
02/24/2024 | مسلم بغلانی

Print


د ملګرو ملتونو سرمنشي د فبروري په ۱۸ او ۱۹ مه نېټه په دوحه-قطر کې د افغانستان په چارو کې د دولتونو د ځانګړو استازو دویمه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې ظاهرا د سنیرلي اوغلو د خپلواکې ارزونې د سند پر بنسټ د امنیت شورا په ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک بحث او مشوره وشوه، چې نړیوالو اصولو ته د افغانستان ژمنتیا، د اسلامي ډلو پر وړاندې مبارزه، د ټول‌ګډونه حکومت جوړول، د ملي مذاکراتو پیل او د افغانستان په چارو کې د ځانګړي استازي ټاکل پکې شامل وو. خو د دوحې ناسته د افغان چارواکو د نه ګډون او په اجنډا کې پر ځینو ټکو لکه، د افغانستان په چارو کې د ځانګړي استازي په ټاکلو او د ګډې بیانیې په نه خپرولو، د اختلاف له امله بې پایلې پای ته ورسېده. د یادونې وړ ده چې د دوحې په ناسته کې د افغان چارواکو نه ګډون مثبت او د ستایلو وړ ګام دی.
لومړی باید د یوه اساسي چوکاټ او قاعدې په توګه په دې پوه شو، چې د امریکا په مشرۍ غرب په دې لټه کې دی چې افغانستان یو ځل بیا تر خپل اقتصادي-سیاسي استعمار لاندې راولي. له همدې امله امریکا د اوسني حکومت له رامنځته کېدو راهیسې لسګونه نړیوالې او سیمه‌ییزې ناستې او کنفرانسونه جوړ کړي او یا یې ملاتړ کړی دی، ترڅو د افغانستان له اوسني حکومت سره د تعامل لپاره یوه کړکۍ پرانیزي. همدرانګه د دوحې ناسته لومړۍ ناسته نه وه او نه به وروستۍ ناسته وي. دغه ډول ناستې که د غرب لپاره کومه مطلوبه او څرګنده پایله ونه لري، خو هغوی بیا هم دغو ناستو ته دوام ورکوي، ترڅو په افغانستان کې خپلو استعماري موخو ته ورسېږي. غرب دې موخې ته د رسېدو لپاره، سیاسي انتظار کوي. لکه څنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی ویاند، نډ پرایس ویلي وو: «موږ هڅه کوو چې د افغانستان ډي فاکتو چارواکي سم مسیر (امریکايي مسیر) ته هدایت شي.»
 دویم، دغه ډول ناستې په اصل کې د امریکا په اشاره جوړېږي، چې د سیمه ییزو او اروپایي دولتونو، ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې په شریکولو سره هغو ته ظاهري پوښښ ورکول کېږي. له همدې امله داسې ناستې په حقیقت کې امریکايي موخې تعقیبوي. لکه څنګه چې د فبروري په ۱۸ او ۱۹مه د دوحې ناستې په اړه د ملګرو ملتونو تر رسمي اعلان وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نه یوازې له دې ناستې څخه ملاتړ وکړ، بلکې د افغانستان په چارو کې یې د استازي ټاکل هم مهم وبلل. ځکه دا ډول ناستې او پلټفورمونه له افغان حکومت سره د نږدې تعامل جوړولو لپاره، د سیاسي – اقتصادي پېښو له لارې د امریکا استعماري موخې (افغانستان ته غیرنظامي راتګ) خوندي کوي.
درېیم، باید پوه شو چې له افغانستان سره د سیمې د ډېری دولتونو تعامل د امریکا د سیاست پر اساس دی. ان داسې ښکاري چې د سیمې ځینو هېوادونو په نااعلان شوې توګه ماموریت اخیستی، ترڅو د افغانستان چارواکو ته د امتیاز ورکولو له لارې (د سفارتونو پرانیستل، د افغان حکومت د سفیرانو منل، د اقتصادي – سوداګریزو دوه اړخیزو اړیکو جوړول، د ښه ګاونډیتوب تمثیل او د مثبتو هيلو رامنځته کول او داسې نور) د افغانستان د حکومت اړیکې له امریکا او غرب سره ورغوي. له بلې خوا ان چین او روسیه چې په سیمه کې د امریکا سیال هېوادونه ګڼل کېږي، په امریکايي لېبرال نظم کې د افغان حکومت له سیاسي ادغام سره مخالفت نه لري. لکه څنګه چې روسیې او چین د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پریکړه‌لیک له پلي کېدو سره هېڅ مخالفت څرګند نه کړ؛ هغه پرېکړه‌لیک چې په پایله کې یې د دوحې ناسته رامنځته شوه او همداسې نورې ناستې به هم تعقیبوي. نو د سیمې د ځینو دولتونو په ځانګړې توګه د چین، روسیې او ایران سیاستونه ظاهرا داسې معلومېږي، چې د غرب له کړنلارې سره په ټکر کې دي، خو په اصل کې واقعیت دا دی چې دغه دولتونه په لوی چوکاټ او لویو سیاستونو، لکه (د امریکا په نړیوال نظم کې د افغانستان ذوب کېدل، نړیوالو اصولو او تعهداتو ته د افغانستان ژمن کول، د ټولګډونه حکومت جوړول، د ملي مذاکراتو پیلول، د اسلامي ډلو پر وړاندې د مبارزې له لارې د اسلام ځپل او بل دا چې ملګري ملتونه به له افغانستان سره د غرب اړیکې او تعامل جوړ کړي) کې له امریکا سره ملګري دي.
نو د دوحې ناسته او دې ته ورته نورې ناستې سیاسي لومې دي، ترڅو د امریکا په مشرۍ غرب یو ځل بیا دغه ستراتېژيکه جغرافیه په بېلابېلو تګلارو او اسلوبو سره تر خپل سیاسي استعمار او اقتصادي استثمار لاندې راولي. ځکه د امریکا او ناټو تر وتلو وروسته افغانستان د غرب له مستقیم استعمار او اشغال څخه ازاد شو؛ له همدې امله په افغانستان کې د امریکا سیاسي او جغرافیوي نفوذ محدود شو. امریکا له مختلفو لارو هڅه کوي چې په دې جغرافیه کې یو ځل بیا خپل سیاسي او استعماري نفوذ را ژوندی کړي. د دې تر څنګ چې د دوحې په ناسته کې د اوسني حکومت د چارواکو نه ګډون د ستاینې وړ دی، خو د افغانستان حکومت باید دا درک کړي او باید متوجه وي چې غرب او امریکا به دا ځل خپل استعمار د ملګرو ملتونو، د سیمې د هېوادونو او دغه ډول ناستو له لارې په افغانستان کې پراخ کړي.




   ارسال نظر