مطبوعاتي اعلامیه
علما دې د فلسطین د ازادۍ لپاره د
پاکستان پر پوځ د جهاد فرضیت اعلان کړي!
(ژباړه)
د پاکستان پوځ د ۲۰۲۳م کال، د نومبر په ۱۷مهپه یوه اعلامیه کې د علماوو او مشایخو له یوه پلاوي سره
د پوځ د مشر، جنرال عاصم منیر د لیدنې تفصیل خپور کړ. سره له دې چې د اعلامیې له خپرېدو ډېرې ورځې تېرې شوې،
خو د علماوو له ډلې یوه یې هم د یادې اعلامیې منځپانګه نه رد کړې او نه یې په اړه
خپل مخالفت ښودلی. په دې
اعلامیه کې راغلي چې «علما او مشایخ د افراطیت او ترهګري په غندنه کې سره
متفق دي ...» «د ناستې ګډونوال
د ناقانوني بهرنیو کډوالو د ایستلو په ګډون، د دولت له لوري د سختو اقداماتو په ملاتړ کې یوه خوله وو»«په دغې ناسته کې د غزې د روانې جګړې او ظلمونو په اړه خواشيني څرګنده شوې» او «د پوځ
مشر د علماوو د دغې فتوا، "پاکستان
پیغام" ستاینه کړې چې د افراطیانو او ترهګرو لخوا غولوونکي پروپاګند خپرول
پکې رد شوي...»
په دغه لیدنه کې علماوو او مشایخو د پیغمبرانو د
وارثانو په څیر عمل نه دی کړی. دوی د مظلومو افغان مسلمانانو په شړلو کې حکام
محاسبه نه کړل. د امر باالمعروف
او نهی عن المنکر مکلفیت یې ادا نه کړ. دوی د پوځ مشر محاسبه نه کړ چې د پاکستان پیاوړی او لېواله
پوځ یې د غزې د مظلومو ماشومانو او ښځو له ملاتړ او خپل مکلفیت له ترسره کولو راګرځولی. د دې پر ځای یې د حکامو د اجنډا ملاتړ وکړ. ښکاري چې علما او مشایخ د پاکستان د حکامو د ظالمانه پاليسۍ او جهاد پریښودلو د
پرېکړې ملاتړ کوي.
دا د علماوو مکلفیت دی چې د
رسول الله صلی الله علیه وسلم او د امت د سلفو پر پله پل کېږدي
او د غزې د خلکو د دفاع نه کولو او خپل دغه مسولیت څخه د سرغړونې په سبب د پوځ مشر محاسبه کړي.
علما مسول دي چې د پاکستان پر وسله والو ځواکونو جهاد فرض عین اعلان
کړي او د غزې د مسلمانانو د ساتنې او دفاع لپاره يې بسيج کړي. موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قول «الدِّينُ
النَّصِيحَةُ» «دين نصيحت دی» [بخاري او مسلم]، پر
بنسټ علماوو ته نصیحت کوو چې د ظالمو حکامو له امنيتي ادارو
څخه مه وېرېږئ. دوی باید د خلکو په منځ کې د شیطانانو وسواس له منځه یوسي. دوی باید د حکامو خیانت پټ نه کړي، بلکې
ویې ننګوي. دوی باید په ظلم کې د حکامو له ملاتړ څخه ډډه وکړي.
اې علماوو او مشایخو، د هغو دولتي ادارو د
چارواکو هرکلی مه کوئ چې د ظالمانو له لوري مو ګواښي. له کومې وېرې پرته له منبرونو څخه د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اوامر اعلان کړئ. د امت
د رهبرۍ لپاره خپل مکلفیت ادا کړئ. ستاسو سلفو په خوښۍ سره د ظالمانو په لاس کړاوونه او زندانونه ګالل. د حاکم د محاسبې له شرعي حکم څخه یې مخ نه اړاوه. رسول الله صلی الله علیه
وسلم فرمايي:
«أَلاَ لاَ
يَمْنَعَنَّ أَحَدَكُمْ هَيْبَةُ النَّاسِ أَنْ يَقُولَ بِحَقٍ إِذَا رَآهُ أَوْ
شَهِدَهُ، فَإِنَّهُ لاَ يُقَرِّبُ مِنْ أَجَلٍ وَلاَ يُبَاعِدُ مِنْ رِزْقٍ أَنْ
يَقُولَ بِحَقٍّ أَوْ يُذَكِّرَ بِعَظِيمٍ» [رواه احمد،
ابن حبان او ابن ماجه]
ژباړه: «مه پرېږدئ چې له خلکو څخه ویره مو د حق له ویلو او
څرګندولو منع کړي، ځکه چې د حق ویل یو ستر کار دی، چې نه مرګ نږدې کولای او
نه هم رزق لرې کولای
شي.»
الله سبحانه
وتعالی فرمايي:
﴿إِنَّمَا
يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ﴾ [فاطر: ۲۸]
ژباړه: «د الله تعالی له بندګانو څخه یوازې علما له هغه
تعالی څخه وېره لري (هغه وېره چې د خپلو امورو پر عاقبت دپوهېدو په پایله کې د احترام
او تعظیم لامل کېږي)»
په دې توګه د
علماوو تر ټولو ستره اندېښنه له انسانانو څخه
وېره نه، بلکې له الله سبحانه وتعالی څخه وېره ده. علما باید د
مسلمانانو رهبري وکړي، که هغه د حکامو محاسبه وي او که امر باالمعروف او نهی عن
المنکر. موږ علماوو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د
دغه قول یادونه کوو، چې فرمايي:
«أَفْضَلُ
الْجِهَادِ كَلِمَةُ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ أَوْ أَمِيرٍ جَائِرٍ» [ابو داود، احمد]
ژباړه «تر ټولو غوره جهاد د ظالم پاچا پر
وړاندې د حق خبره ده.»
او همدا راز هغه
صلی الله علیه وسلم فرمايي:
«سَيِّدُ
الشُّهَدَاءِ حَمْزَةُ بن عَبْدِ الْمُطَّلِبِ، ورجلٌ قام إلى إمامٍ جائرٍ فأمره
ونهاه فقتله» [الحکيم]
ژباړه: «د شهیدانو سردار حمزه بن عبدالمطلب دی او بل هغه کس
دی چې د ظالم حاکم د ظلم پر وړاندې ودرېږي او په پایله کې شهید شي.»
موږ علماوو ته ور یادوو
چې ستاسو هر کمزوری دریځ به امت کمزوری کړي. تاسو د قیامت ورځې ته پر خپلو اوږو
بار زیاتوئ. نو حق ووایئ؛ پر حق ستاسو استقامت او د الله سبحانه وتعالی په لار کې
ستاسو سرښندنې به امت ته زور او قوت ورکړي. تاسو باید د پاکستان له وسله والو
ځواکونو څخه د د فلسطین د ازادۍ لپاره جهاد په غوښتنه کې د امت رهبري وکړئ. د قرآن
او نبوي سنتو د لېږدوونکو په توګه دا ستاسو مسوولیت دی؛ که نه نو د قیامت په ورځ
به د الله سبحانه وتعالی په مخ کې د غزې مظلوم مسلمانان د دغو ظالمو حکامو او
ستاسو پر ضد شاهدي وايي!
د
حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر
ژباړن:
محمد حامد