مطبوعاتي
اعلامیه
د
الازهر رول باید داسې نه وي
اې
د الازهر علماوو! ستاسو رول د غزې د خلکو
ملاتړ او د فلسطين د ازادولو لپاره د امت او پوځونو راپورته کول دي.
(ژباړه)
الازهر د ۲۰۲۳م
کال، د نومبر په ۱۸مه یوه اعلامیه خپره کړه، چې د الفاخورة او
تل الزعتر ښوونځيو ټولوژنې پکې غندل شوې وې. دوی د عربو او اسلامي امت پر چوپتیا
نيوکه کړې چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې یې مخ نه دی سپین کړی. الازهر د
فلسطين له خلکو سره غمشریکې ښودلې او ورته ویلي يې: مه ناهيلي کېږئ، ستاسو غچ له
الله سبحانه وتعالی سره دی. د نړۍ پر ازادو خلکو یې غږ کړی چې د صهیونیستانو او
هغو د ملاتړو د ترهګرۍ پر وړاندې سره یو موټی شي؛ د نړیوالې ټولنې د چوپتیا او د
نږدې او لرې پرتو خلکو د بې غورۍ پر وړاندې غږ پورته کړي او د دغه تور یرغل، چې بې
ګناه فلسطینی ماشومان، ښځې، بوډاګان او ځوانان په نښه کوي، د بندولو لپاره له هر
ډول ممکنه فشار څخه کار واخلي. دغه راز یې د بې ګناه فلسطینیانو پر وړاندې د هغوی
د جنایتونه، ټولوژنو او روانو ظلمونو د افشا غوښتنه کړې.
نړۍ د هغه څه پر
وړاندې چوپه خوله نه ده چې په غزه کې زموږ له خلکو سره کېږي؛ بلکې د امت پر وړاندې
د یهدو په جنایتونو کې شریکه ده او ملاتړ یې کوي. اسلامي امت بې وسه او کمزوری دی؛
د داسې نظامونو په غېږ کې پروت دی چې د دغه غاصب دولت ساتنه کوي او د روانو
جنایتونو پر وړاندې د امت د غوسې او قهر راپارېدو مخه نیسي. زموږ حکام د دغه دولت
ساتونکي او د جرم شریکان دي؛ نو تاسو څنګه له دوی تمه کولی شئ چې د الله سبحانه و
تعالی پر وړاندې خپل مخونه سپین کړي؛ له دوی څخه د څه تمه لرئ!؟
یوازینی عمل چې د
الله سبحانه وتعالی پر وړاندې مو مخ سپينولی شي؛ د پولو له منځه وړل او د فلسطین د
ټولې سپېڅلې خاورې د ازادولو او هلته د خپلو خلکو د ملاتړ لپاره د لښکرو بسيج کول
دي. په دې کې د دغه فاسد دولت او د هغه د ټولو ملاتړو له منځه وړل شامل دي. دا
یوازې د اسلامي دولت، د نبوت پر منهج راشده خلافت له لارې کېدی شي.
د الازهر د علماوو
او مشرانو دنده یوازې د یهودو د اعمالو غندنه یا د نړۍ پر ازادو خلکو، چې لږ نفوذ
لري، غږ کول نه دي. بلکې دوی باید د
اسلامي امت پر لښکرو غږ وکړي چې جهاد وکړي او د اسلام غصب شوې خاوره ازاده کړي؛ په
غزه او ټول فلسطین کې زموږ د مظلومو خلکو ملاتړ وکړي او هغه څه له مخې لرې کړي، چې
د دغه مکلفیت پر وړاندې یې خنډ ګرځي.
[وَالَّذِينَ
آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ آوَوا
وَّنَصَرُوا أُولَٰئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا لَّهُم مَّغْفِرَةٌ
وَرِزْقٌ كَرِيمٌ] [انفال: ۷۵]
ژباړه: «او کومو کسانو چې وروسته ايمان راوړ او بیا یې هجرت
وکړ او له تاسو سره یو ځای یې جهاد وکړ؛ هغوی هم له تاسو څخه دي. خو د الله تعالی
په کتاب کې د وينې خپلوان (د ميراث وړلو له نظره) یو له بل څخه ډېر حقدار دي. په
یقيني توګه الله تعالی پر هر څه پوهېږي.»
د
حزب التحريرـ ولایه مصر مطبوعاتي دفتر
ژباړن:
محمد حامد