د اونۍ خبره: د افغانۍ د ارزښت کاذب نوسان او د دولت اساسي مکلفیت!
11/18/2023 |

Print


افغانۍ د روانې اونۍ له پیله داسې بې‌ساری نوسان درلود، چې وړاندوینه یې نه کېدله. له هغه وړاندې د افغانستان په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پېر او پلور په شاوخوا ۷۴ افغانۍ کېده، خو د یوې ورځې په ترڅ کې ۶۶ افغانیو ته راټیټېږي. دغه وضعیت نه یوازې صرافان، سوداګر او لوی او کوچیني پانګوال، بلکې د افغانستان ډېری عام وګړي د افغانیو نوسان اندېښمن کړل. اساسي پوښتنې دا دي چې ايا دا نوسان خپل حقیقي حالت لري او په طبیعي توګه ترسره کېږي؟ ایا د پیسو دا حالت د اسلامي امارت او د دې خاورې د اتباعو په ګټه دی؟ او څرنګه باید خپل د پيسو نظام جوړ کړو، چې له دغه وضعیت څخه خلاص شو؟
لومړی؛ دا چې په روانو اونیو او میاشتو کې په نړیواله کچه کومه لویه سیاسي – اقتصادي پېښه نه ده شوې، چې له امله یې دې د امریکايي ډالرو ارزښت داسې را ولوېږي. د دې اونۍ خبرې د خپرېدو تر وروستیو شېبو پورې، نړیوالې معتبرې وېب‌پاڼې ښيي چې د ډالر نوسان نورمال دی. ان هغه ورځې چې په کابل کې ډالر په ۶۶ افغانیو تبادله کېده، نړیوالو بازارونو او معتبرو وېب‌پاڼو د یوه ډالر ارزښت په ۷۴ افغانیو ښوده.
بل خوا یوازې د هغو دولتونو د پیسو ارزښت حقیقي او ثابت دی، چې پیاوړی اقتصادي صنعت او صادراتي میکانېزم ولري او خپل تولید شوي توکي د سوداګرۍ په موخه نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي. مګر له بده مرغه افغانستان یو صنعتي او تولیدي دولت نه دی او یو مصرفي او وارداتي دولت دی، نو د پیسو هر ډول نوسان یې حقیقي او طبیعي نه دی. په حقیقت کې کله چې د یوه دولت پیسې په حقیقي ډول زیاتېږي، نو ورسره جوخت د خلکو د پلورلو وړتیا هم ډېرېږي، چې له بده مرغه په افغانستان کې له دغه نوسان څخه وروسته دا حالت نه دی رامنځته شوی. د پیسو دغه متزلزل حالت نه یوازې دا چې د خلکو په دسترخوانونو کې یې کوم بدلون نه دی راوستی، بلکې د پانګوالو، سوداګرو، صرافانو او د ټولنې د عامو وګړو تر منځ یې د افغانۍ پر وړاندې د بې باورۍ فضاء رامنځته کړې ده.
په داسې حال کې چې دا د اسلامي دولت مکلفیت دی، ترڅو د خپلو اتباعو د هوساینې او د هغوی د باور د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي. تاسو سېکولر دولتونه وینئ چې هغوی په کومو تګلارو د دولت د پولي او مالي نظام په اړه د خپلو ښاریانو او پانګوالو د باور د لاسته راوړلو هڅې کوي. له همدې امله یو اسلامي حکومت باید د نړۍ د اوسنیو ټولو دولتونو په پرتله ډېره هڅه وکړي، چې د ټولنې د عامو وګړو باور ترلاسه کړي، ترڅو اتباع یې د کاذبو او ناڅاپي نوسانونو له امله اندېښمن نه شي. بل لوري ته د پیسو په بازارونو کې تزلزل او ماتېدونکی حالت له شرعي اړخه هم جدي ستونزې لري، چې په دنیا او اخرت کې به یې عام وګړي بیه پرې کوي. ځکه که چېرې د مالي او پولي بازارونو حالت بې‌ثباته وي او د وړاندوینې وړ نه وي، نو دغه حالت ځینې خلک احتکار او سود ته هڅوي، هغه څه چې له شرعي اړخه حرام دي او اسلامي حکومت یې باید مخه ونیسي.
د یادونې وړ ده چې د پیسو ماتېدونکی حالت د دې پر ځای چې د دولت له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي، برعکس هم اسلامي امارت او هم عامو ښاریانو ته زیان اړوي. ځکه وروستی نوسان یو حقیقي بدلون نه دی، بلکې یوازې عددي او اسمي بدلون دی. د عامو خلکو په خبره د افغانیو د ارزښت تر لوړېدو وړاندې د یوې بوجۍ اوړو بیه نږدې ۱۶۰۰ افغانۍ وه، خو د افغانیو د ارزښت تر لوړېدو وروسته له ۱۸۰۰ تر ۱۸۵۰ افغانیو پورې ورسېده. په همدې توګه د پټرولو، خوراکي او سون‌توکو بیې د ټیټېدو پر ځای لوړې شوې دي.
دویم؛ که څه هم د افغانیو کاذب نوسان بېلابېل دلایل لري، خو د دغه حالت تر ټولو اساسي لاملونه دا دي: ۱) په بازارونو کې د افغانیو د کاغذي پیسو کمښت، ۲) د نااعلان شویو ډالري بستو راتګ [په اونۍ کې د غربي هېوادونو، د اسیا پراختیايي بانک ADB، USAID، اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو او دولتونو نااعلان شوې بشرپاله مرستې]، ۳) د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو غیرفعاله کارونه او نه دوران، ۴) له افغانستان څخه د ډالرو نه وتل او په افغانستان کې پاتې کېدل، ۵) په کور دننه خپلو کورنیو ته د هغو افغانانو د پیسو حوالې، چې په بهر کې اوسېږي Remittance، او ۶) د شهزاده سرای او د افغانستان بانک له لارې د اسلامي امارت باهدفه او پټه لاسوهنه، ترڅو پخپله خوښه د ډالر نرخ وټاکي.
په پای کې ویلی شو اسلامي امارت د دې لپاره چې د پولي واحد ارزښت په حقيقي او داسې توګه لوړ کړي چې د خلکو په ژوند او دسترخوان کې هم پام وړ بدلون راشي، لاندې ټکي بايد رعايت کړي: ۱) د افغانستان د پیسو نظام باید د اسلامي اقتصاد پر بنسټ جوړ شي؛ داسې چې د افغانستان پیسې باید د ډالر له سلطې، اغېز او تکیه کولو څخه خلاصې شي او د پیسو اصلي پشتوانه باید سپین او سره زر شي. یعنې د پيسو نظام باید اوږدمهاله د سرو او سپینو زرو په سټنډرډ (Gold Standard) جوړ شي، چې یو شرعي سټنډرډ دی، ترڅو د افغانستان پیسې حقیقي او واقعي ارزښت پیدا کړي، نه کاذب او متزلزل نوسان. ۲) اسلامي امارت باید خپل ځان د نړیوال بانک (World Bank) او د پیسو نړیوال صندوق (IMF) لخوا د مدیریت کېدونکي نړیوال مالي سیسټم او شبکو له اغېز څخه خپلواک کړي، ترڅو د سپین او سرو زرو سټنډرډ د اوسني وضعیت ځای‌ناستی کړای شي. ۳) د افغانستان اسلامي امارت باید د اوسني اسمي او کاذب ارزښت د رامنځته کولو پر ځای هڅه وکړي، چې خپل ځان پر یوه پیاوړي تولیدي او صنعتي دولت بدل کړي، هغه مهال به د افغانستان پیسې په خپلواکه توګه په سیمه او نړۍ کې خپل حقیقي ارزښت خوندي کړي او مصنوعي لاسوهنو ته به هېڅ اړتیا نه وي.




   ارسال نظر