د اونۍ خبره: د ایران دولت؛ په اسلامي جامو کې ملي دیکتاتوري
11/15/2023 |

Print


په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د چارواکو یوه پلاوي ایران ته سفر وکړ. د دې تر څنګ چې ایران ځان د اسلام مدافع ګڼي، ځان د امریکا او غرب رښتنی دښمن هم ګڼي. دلته غواړو چې اسلام، مسلمانانو او اسلامي ډلو ته په خیانت کې د ایران اصلي څېره وړاندې کړو؛ خو تر هغې مخکې د «جمهوري اسلامي» اصطلاح ته یوه لنډه کتنه کوو چې له بده ‌مرغه د ایران نظام هم په همدې نامه نومول شوی او دا یوه غیر شرعي اصطلاح ده. اسلامي امارت هم د ایران دولت لپاره همدا اصطلاح کاروي؛ په داسې حال کې چې د نورو لپاره د دې اصطلاح کارول د دې نامتجانسې اصطلاح د تایید په معنا ده او جواز نه لري. د اسلامي امت د فکري ـ سیاسي انحطاط له نښو څخه یوه یې د هغو ارزښتونو او افکارو رامنځته کېدل دي چې نه یوازې هېڅ اسلامي اساس نه لري بلکې د اسلامي ارزښتونو او عقیدې خلاف هم دي. خو ځینې دا فکرونه د غربي استعمار د فکري – سیاسي هلو ځلو او هم د پلورل شویو حاکمانو او روڼ‌آندانو له لارې په داسې ډول په اسلام او شریعت کې ځای پر ځای شوي چې اوسمهال د اسلامي ارزښتونو په څېر ګڼل کیږي؛ په داسې حال کې چې هر ویښ مسلمان پوهېږي چې دا غربي استعماري ارزښتونه له بشپړ کفري ماهیت سره له اسلام سره په تضاد کې دي او د دغو ارزښتونو او فکرونو حاکمیت د چل او فرېب له امله د انحطاط د لا ژورېدو او د امت د نهضت او اصیلو اسلامي ارزښتونو د افکارو د حاکمیت د مخنیوي لامل ګرځي.
د غرب له دغو استعماري فکرونو څخه یو یې د دولت – ملت نړیوال نظم په چوکاټ کې د ملي ارزښتونو پر بنسټ د ملي دولتونو او سیکولر استبدادي او ډیموکراټ جمهوریتونو پدیده ده. خو تر هغې ډېره دردوونکې او ټکان ورکوونکې د اسلامي جمهوري په نامه پدیدې رامنځته کېدل دي. د جمهوري پدیده چې د تقنین پر کرسۍ او په ارزښتونو او سیاست‌جوړونه کې د الله سبحانه و تعالی پر ځای د خلکو حاکمیت دی؛ په خپل ذات کې په بشپړه توګه سیکولر پدیده ده او د استعمار په زور اسلامي نړۍ ته دننه شوې؛ سلیم عقل ته څنګه ممکنه ده چې دا کفري فکر د «اسلامي» ځانګړې کلیمې تر څنګ کېږدي!؟ په والله چې دا انحطاط ساری نه لري.
د ایران په نامه اسلامي جمهوریت تر څنګ یو بل اسلامي جمهوریت د پاکستان د اسلامي جمهوریت په نامه موجود دی. ایران یا لرغونی فارس چې د اسلام په تاریخ کې د اسلامي خاورو له ویاړه ډکه خاوره او د علماوو او لویو مفکرینو ټاټوبی دی؛ په ۱۳۵۷ کال کې تر تش په نامه اسلامي انقلاب وروسته یې نوم پر جمهوري اسلامي بدل شو. پر دې استبدادي دولت (له همدې امله سیکولر) یوازې اخوندان حاکمیت کوي چې هېڅکله یې له څو ظاهري مواردو - لکه اجباري حجاب او په تش په ظاهر کې د اسلام شعارونه- پرته، اسلام نه دی پلی کړی.
همدارنګه، د ایران دولت، په خپل کورني سیاست کې عملا غربي جمهوریتونو ته ورته جوړښت لري او د مقننه قوې په ګډون د جمهوریت درې ګونې قوې لري. تر ټولو مهمه دا چې د جمهوري اسلامي په نامه دا دولت په خپل کورني او بهرني سیاست کې تل د سیکولر ملي ګټو پر بنسټ عمل کوي او د سعودي په څېر چې له تسنن څخه ګټه پورته کوي؛ دا دولت هم د مشروعیت د ترلاسه کولو او په اسلامي نړۍ او د سیمې په جیوپولیټیک کې د خپل نفوذ زیاتولو او خپل سټراټیژیک مقام د تحکیم لپاره له شیعه‌وو ګټه پورته کوي. هغه څه چې د جمهوري اسلامي حکومت په عقیده او عمل کې په ډاګه دي، له غربي او سیکولر ماهیت سره د ملي ایراني ارزښتونو پر بنسټ باورونه، ارزښتونه او عملي سیاستونه دي.
د ایران دولت چې خپل ځان د اسلامي نړۍ رهبر او ام‌القراء ګني؛ په عمل کې د خپلو ملي ګټو او ملي قدرت او مقام د لوړولو لپاره په منځني ختیځ کې د فرقه‌اي جګړو په لټه کې دی. په عرب پسرلي کې، په ځانګړې توګه د اسلامي خاورو د مسلمان ولسونو په قیام کې چې مسلمانانو او مخلصو اسلامي ډلو په هغو کې د آل اسد په څېر سیکولر، میراثي، استبدادي، ظالمو او فاسدو دولتونو له ظلم څخه ستړي وو او د دغو جابرو حکومتونو د نسکورولو او هم د اسلامي دولت په چوکاټ کې د اسلام د حاکمیت په لټه کې وو؛ د یوې لویې سیمه ییزې او نړیوالې پالیسۍ پر بنسټ چې د ایران دولت په هغه کې د رهبر رول لوباوه، دا مسلمانان سخت وځپل شول.
امریکا او روسیې د سعودي، قطر، ترکیې او په ځانګړې توګه د ایران اسلامي جمهوریت به څېر همدغو ملګرو دولتونو په سټراټیژیکه همکارۍ د حکومت پر ضد د خلکو قیام منحرف او په ویجاړوونکو فرقه‌اي جګړو یې بدل کړ. د منځني ختیڅ د سیمه‌ییز قدرت په توګه د ایران د ملي ګټو لپاره په دغو فرقه‌اي جګړو کې سلګونه زره مسلمانان شهیدان شول او میلیونونه نور ګډوال او تباه شول. په پایله کې اسلام‌پالنه داسې وځپل شوه چې د سفاک بشار اسد دولت په څېر سیکولر استبدادي دولتونه تر اوسه پورې پاتې دي چې اسلام لا ډير وځپي او د شام مبارکه خاوره کې ظلم او فساد ته دوام ورکړي.
بله ټکان ورکوونکې مسله دا ده چې د ایران دولت د مکار سیاست په کارولو سره خپل ځان د امریکا ضد دولت معرفي کوي او تل د امریکا پر خلاف شعار ورکوي؛ خو په حقیقت کې د امریکا د بهرنیو سیاستونو یو مټ دی. امریکا له ایران څخه یوه وحشتناکه څېره جوړه کړې او په دې توګه له عربي هېوادونو څخه باج اخلي او په ظاهر کې یهود ځپنې ته د ایران تحریکول او په غرب کې د یهودو د ملګرتیا پیاوړي کول، د یهودو د دولت له پاتې کېدلو سره مرسته کوي. په منځني ختیځ کې د سوریې او عراق دولتونو په څېر د سفاکو دولتونو پر وړاندې د خلکو د پاڅونونو د نسکورولو په موخه د دغو ظالمو او فاسدو دولتونو د ساتلو لپاره د ایران دولت په امریکايي اجنډا کې د اوباما او بوش له ادارو سره جدي مرسته کړې ده. ډونالډ ټرمپ چې د خولې په بې واکۍ مشهور دی؛ هغه څه چې د امریکا نور ولسمشران په اشاره وایي او په ډېپلوماسۍ یې ترسره کوي هغه یې په لوړ آواز وايي. ټرمپ د ایران له اصلي څېرې داسې پرده پورته کړه او د ایراني دولت د امریکايي ضد ظاهري شعارونو د پردې ترشا څېره یې څرګنده کړه. هغه په یوه وینا کې ان د قاسم سلیماني په ترور کې د ایران لاس ښکېل وباله؛ ځکه د ایران اخوندان له هغه څخه د هغه د قدرت د زیاتېدو له امله وېرېدل. همدارنګه ټرمپ دا افشا کړه چې کله ایران په سیمه کې پر امریکايي اډو توغندي وتوغول، له سپینې ماڼۍ سره یې همغږي کړې وه او دا یې د خپل حیثیت لپاره وویل او ژمنه یې وکړه چې هېڅ توغندی به موخې ته ونه رسیږي. د فلسطین قضیې، چې د اسلامي امت له سرو کرښو څخه ده، یو ځل بیا د ایران له تش په نامه امریکايي ضد څېرې څخه پرده پورته کړه. ځکه له امریکا څخه د وېرې له امله یې له غزې څخه د ملاتړ لپاره هېڅ تحرک نه درلود؛ مګر دا چې ځینې د خولې خبرې یې وکړې. ان هغه څه چې ایران د مقاومت محور ګڼي، په حقیقت کې د جهادي ډلو لخوا په سیمه کې د امریکا او اسراييلو پر ګټو له برید څخه مخنیوی دی او یوازې یوه سیاسي ننداره ده.
یوه بله جدي مهمه مسله چې باید په یاد مو وي، دا ده چې همدا د ایران دولت و چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د امریکا لخوا د افغانستان د اشغال او د اسلامي امارت د راپرځېدلو هرکلی کاوه او د امریکايي ځواکونو د تېلو د تامین لپاره یې د عراق پر ځای پر ایران ټینګار کاوه او ان د جمهوریت د یوه لوړپوري امنیتي چارواکي په وینا، امریکا ته یې د استخباراتي همکارۍ وړاندیز کړی و. په همدې توګه د ایران دولت د امریکا مزدور جمهوریت دولت په رسمیت پېژانده؛ حال دا چې د افغانستان اسلامي امارت په دوو کالو حاکمیت کې يې دا دولت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ که څه هم په مکارۍ ځان د امریکا دښمن او د اسلامي امارت ملګری ښيي.
د پایلې او یوه خورا مهم ټکي په توګه؛ باید ووایو چې د ایران دولت د دغو ټولو ماکیاولیستي او ریالیستي سیاستونو بنسټ د دولت - ملت په نړیوال نظم کې د ملي دولت او ملي ګټو په څېر استعماري او کفري ارزښتونو او افکارو حاکمیت دی چې په اتوماتیکه توګه باید سیکولر او ملي عمل وکړي. دا ملي ګټې دي چې په اسلامي خاورو کې اسلام او امت ته د خیانت په بیه په دغه غربي نظم کې تقدیس کیږي. له مخکې چې یادونه وشوه، د ایران خاروه د اسلامي واحد امت د جسد یوه برخه ده او د دغو غربي ارزښتونو په له منځه تللو سره، کولی شي د اسلامي امت مټ وګرځي. خو ګورو چې د فقیه ولایت دا نظام له نړیوال سیکولر نظم سره د تعامل او یو ځای کېدلو له امله داسې حالت ته رسېدلی چې له یوې خوا ایراني ټولنه له اسلام څخه کرکه کوي او له بلې خوا يې حاکمه طبقه له مسلمانانو، اسلام او اسلامي ډلو سره خیانت کوي. دا د ملي پولو او غربي نړیوال نظم د منلو پایله ده چې حاکمان یې د واقعیت او مصلحت تر نامه لاندې ترسره کوي او ځان اسلام ته په خیانت کې مجبور ګڼي. نو هېڅ امکان نه لري چې هم له اوسني نظم سره تعامل ومنو او ملي دولتونو ته تسلیم شو او هم اسلام پلی کړو. دا نظم د اسلام د تطبیق لپاره جوړ نه دی. نو باید د ثاني راشده خلافت د تاسیس او له اوسني نړیوال نظم سره د ټکر پر لور ګام پورته کړو چې الهي نصرت مو په برخه شي او اسلام په بشپړه توګه تطبیق او ولېږدوو.




   ارسال نظر