مطبوعاتي اعلامیه
حکام زموږ د وسله والو ځواکونه له لوري د فلسطین د ازادولو لپاره، د الله سبحانه
وتعالی پر حکم سترګې نه شي پټولی
حزب التحريرـ
ولایه پاکستان لاریونونه وکړل او د فلسطين د ملاتړ لپاره یې د پاکستان له پوځ څخه د
سملاسي حرکت غوښتنه وکړه. لکه څنګه چې یو ناروغ پلار د اړتیا پر مهال خپل تر ټولو پیاوړي
زوی ته مخ اړوي؛ مسلمانان هم چې تر بريد لاندې راغلل، ټول امت خپل پوځ ته مخ وراړوي.
د پاکستان رهبرۍ ته چې اوس څه شی ورپاتې دي، هغه یوازې باطلې او بې اعتباره پلمې دي.
۱. دا پلمه
چې باید د حکامو امر ته په تمه شو، باطله ده.نور په تمه کېدو ته اړتیا نشته. د اشغال
شویو ځمکو ازادول د الله سبحانه وتعالی حکم دی، چې همدا اوس باید پلی شي.
د فلسطین د مسلمانانو مقاومت که څه هم له ویاړه ډک او ستر دی؛ یهودي دولت
له منځه نه شي وړلی. دا زموږ د افسرانو مسولیت دی چې د الله سبحانه وتعالیله حکم سره
سم د
دوی مرسته او ملاتړ وکړي.
[وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ]
ژباړه:
«هو که هغوی د دين په اړه له تاسو د مرستې غوښتنه وکړه، نو د هغوی مرسته پر تاسو
فرض ده.» [انفال: ۷۲]
۲. دا پلمه باطله
ده چې د حاکم امر د الله سبحانه و تعالی د امر مخه نیولی شي. ښکاره ده چې حکام د فلسطین د ازادولو لپاره زموږ د
افسرانو د مخنیوي لپاره هڅې کوي او ګنګوسې خپروي. حکام غواړي چې زموږ پوځونه د
مسلمانانو پر وړاندې د دوی ملاتړ وکړي. خو که پوځي افسران د حکامو اطاعت وکړي نو
الله سبحانه وتعالی په قهر کوي. که افسران د حکامو نافرماني وکړي او د الله سبحانه
وتعالی پیروي وکړي، په دنیا او اخرت کې بریالي کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم
فرمايي: «لَا طَاعَةَ لِمَخْلُوقٍ فِي مَعْصِيَةِ اللهِ» له مخلوق څخه هېڅ داسې
طاعت نه دی پکار چې د معصیت سبب شي. (احمد او طبرانی روایت کړی دی).
۳. دا پلمه چې
یوازې حکام به سزا وویني، هم باطله ده. د فرعون لښکر ته هم د فرعون په څېر سزا ورکړل شوه. د اشغال شویو خاورو د ازادولو
امر یوازې د رهبرۍ لپاره نه، بلکې د ټولو افسرانو لپاره دی. که رهبري د الله
سبحانه وتعالی له حکم سره سمه نه وي، باید ګوښه او ځای یې ونيول شي. نو مه پرېږدئ چې کوم افسر خپل ځان هېر کړي، الله
سبحانه وتعالی فرمايي:
[وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا
أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا]
ژباړه «او وبه وايي: «اې زموږ ربه! موږ د خپلو سردارانو او
مشرانو پيروي وکړه او هغوی موږ له سمې لارې څخه بې لارې کړو» [احزاب: ۶۷]
اې د پاکستان وسله
والو ځواکونو کې د صلاح الدین زامنو! امت
له یوه تاریخي تحول څخه د تېرېدو په حال کې دی، نو ورسره ودریږئ. همدا وخت دی چې د
ګناه او غفلت پر ځای په توبه، اطاعت او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد وکړئ.
د حزب التحریر د امیر، شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته تر مشرۍ لاندې له حزب التحرير
سره لاسونه یو کړئ او پر مخ لاړ شئ. مخ پر وړاندې لاړ شئ او د مسجد الاقصی په انګړ
کې د فتحې تکبیرونه پورته کړئ. الله سبحانه وتعالی فرمايي:
[سُبْحَانَ
الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى
الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حوله]
ژباړه:
«هغه ذات پاک دی چې یوه شپه یې خپل بنده له مسجدالحرام څخه تر مسجد الاقصی پورې چې
د هغه شاوخوا یې برکتي کړه، یووړ.» [اسرا: ۱]
د
حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر
ژباړن:
فریدون محتاط