د بي بي سي د پنوراما (panorama) راپور، په ۲۰۱۲م کال کې د بریتانیې د ځانګړو ځواکونو لخوا د یوې افغانې کورنۍ د وژلو په
اړه نوي شواهد په ډاګه کړل. دا راپور ښيي چې برېتانوي ځواکونو د یوې
کورنۍ مور او پلار په خپل کور کې په بمونو والوزول او د دوی
کوچنی ماشوم (له پنځو ماشومانو څخه یو) یې سخت ټپي کړ. هېڅ داسې ثبوت نه و چې د
دغې کورنۍ له لوري دې کوم امنیتي ګواښ متوجه وي. وروستیو پلټنو په پوځي عملیاتو کې
له هغې سیستماتیکې پالیسۍ پرده پورته کړه چې له مخې یې بې ګناه افغانان وژل او
داسې یې ښوده چې ګواکي دوی په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل وو. د دغې ځانګړې پیښې
په اړه هېڅکله راپور ورنه کړل شو. یوه بل سرتېري د خپلې شپږ میاشتینۍ دندې پر مهال
۵۴ کسان وژلي.
د بېګناه افغانانو د یو سره وژلو پالیسي کومه نوې خبره نه ده. دا مساله له ۲۰۰۳م کال راهیسې په سیمه کې د خلیج جګړې له پیل
راهیسې د افغانستان خلک ځوروي. د بېپیلوټه الوتکو دوامداره بریدونو چې ټوله سیمه یې
بمبار کړې او وحشت یې خور کړی، په ټولنه کې یوه داسې فضا رامنځته کړې وه چې خلکو ان
په خپلو کورونو کې د خوندیتوب احساس نه کاوه.
واټسن براون تعلیمي پلټفارم اټکل کړی چې د
سپټمبر د یوولسمې له بریدونو راهیسې په سوریه، یمن، افغانستان او د پاکستان په ځینو
سیمو کې نږدې 387,072 ملکي وګړي وژل شوي.
په دغو بریدونو کې د زرګونو ښځو او ماشومانو تر برید لاندې نیولو وحشتاک تاریخ د مسلمانانو په خاوره کې د استعماري پوځي عملیاتو یو دوامداره میراث دی. داسې له وحشت ډک او ښکاره راپورونه شته چې
خلک څنګه د خپلو عادي ورځینو چارو د پر مخ وړلو پر مهال تر برید لاندې راغلي. په
دغو راپورونو کې ښکاري چې د لویانو او ماشومانو زیانمنېدو او قرباني کېدو ته هېڅ
پام نه کېږي. د بي بي سي په یوه راپور کې چې د عبدالعزیز په نامه له یوه بزګر سره یې
د هغه په کور کې مرکه کړې، راځي:
« د شپې درې بجې وې، برېتانوي پوځي چورلکې د نیمروز له تیاره اسمان څخه راټيټې
او له کلي بهر کېناستې ... د
کور ټول غړي ویده وو.عبدالعزيز وايي زه لومړیو ډزو راويښ کړم، په څو دقیقو کې مې بهرني سرتېري د خوب خونې ته
راورسېدل، زه يې پر ځمکه وغورځولم، لاسونه او سترګې يې را وتړلې.له
سرتېرو مې وغوښتل چې زما د زوی، نږور او لمسیانو د خوب خونې
ته د تګ اجازه راکړي. د دوو لوڼو چیغې مې اورېدې چې مرسته یې غوښته ... د خپلو
ماشومانو لپاره مې هېڅ نه شوی کولی. د عبدالعزیز سترګې تړلې وې، وهل شوی و او
پوښتنې ګروېږنې ترې شوې وې. ځانګړي ځواکونه ورپسې بل کور ته ورغلي وو چې یو کونډ
کس له خپلو شپږو زامنو او درېیو لوڼو سره پکې اوسېده. د هغه یو زوی محمد، چې هغه
مهال ۱۲ کلن و، بي بي سي ته وویل، چې دی او وروڼه یې برید کوونکي ټیم را وایستل او بندیان
یې کړل. سترګې یې ور تړلې وې او – ښايي د کم عمر په سبب یې - جلا د حسین کور ته وړی
او د عملیاتو تر پایه هلته ساتل شوی و. څو ساعته وروسته چې پوځيان له کلي ووتل،
عبدالعزیز خپلې سترګې خلاصې کړې او له لمر ختو سره هغه ځای ته لاړ چې حسین، رقیه
او اولادونه یې ویده وو. ده وویل: «هلته چې لاړم، هر ځای وینې وې، پردې او توشکې
په وینو لندې خیشتې وې.» د دواړو کورنیو د هغو غړو په وینا چې د حسین او رقیې
جسدونه یې لیدلي؛ دواړه په سرونو ویشتل شوي و. د عمران او بلال په وینو لړلې بسترې
پرتې وې او دواړه یې وژلي وو.»
دا د هغو ورځنیو ظلمونو یوازې یوه بیلګه ده چې افغان مېرمنې او ماشومان د بهرنیو
اجنټانو او د مسلمانانو د هغو
خاموشه حکامو
لخوا ورسره مخ وو چېپه
اسلامي هېوادونو کې یې د روانې ګډوډۍ لپاره بشپړه اجازه ورکړې. ښځې برمته شوې؛ ماشومان په ښوونځي کې د زدهکړې پر مهال ووژل شول؛ ښځې اړ ایستل
شوې چې له خپلو نارینه سرپرستانو جلا شي او یو دم -شپه او ورځ- پردي کور ته
ورننوځي.
اې وروڼو او خویندو، یوازې هڅه وکړئ ځان او
خپل عزیزان په دغه ناوړه او نه تصور کېدونکي حالت کې وګورئ. دا په ویښه یو
وېروونکی خوب دی چې له خلافت پرته نه ختمېږي. له سلمه بن عبیدالله بن محصن
الانصاري څخه روایت دی چې هغه یې له خپل پلار څخه روایت کوي: رسول الله صلی الله
علیه وسلم وفرمایل:
«مَنْ أَصْبَحَ مِنْكُمْ
مُعَافًى فِي جَسَدِهِ آمِنًا فِي سِرْبِهِ عِنْدَهُ قُوتُ يَوْمِهِ فَكَأَنَّمَا
حِيزَتْ لَهُ الدُّنْيَا»
ژباړه: په
تاسو کې چې څوک په بدن روغ وي، زړه یې ډاډه وي (وېره ونه لري) او د یوې ورځې خواړه
ولري، نو داسې ده لکه ټوله دنیا چې د ده وي.
له بده مرغه؛ د دغو فاسدو حکامو تر حاکمیت
لاندې هېڅکله ان لومړني انساني حقونه، لکه امنیت او د ژوند وضعیت نه شي ترلاسه
کېدلی. موږ د خلافت د بیا تاسیس کېدو لپاره دعا کوو او د داسې امیر د لرلو لپاره
خپله پوره هڅه کوو چې الګو یې پیغمبر صلي الله علیه وسلم وي.
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته
عمرانه
محمد
د
حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې