Print


حزب التحریر
مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان
 
ګڼه: ح.ت.افغ ۰۵/۱۴۳۷ سه شنبه ۱۲ صفر، ۱۴۳۷هـ ۲۴-۱۱-۲۰۱۵م

مطبوعاتي اعلاميه
اجرائي رييس اشتباه کوي!

د جان کېري د دولت اجرائي رييس د وزيرانو په شورا کې ويلي چې: «حزب التحرير د تروريستي احزابو غير نظامي څانګه ده، چې ځوان نسل د تروريستي فعاليتونو لپاره تشويقوي.» نوموړي ټينګار وکړ چې حزب التحرير يو سياسي حزب نه دی، بلکې د تروريستي سازمانونو اړوند يوه ډله ده، چې لا تر اوسه يې د فعاليتونو د منع کولو لپاره ځانګړې پاملرنه نه ده شوې.
د حزب التحرير فعاليتونه په داسې حال کې د جان کېري د لاسپوڅي دولت له خوا تروريستي بلل کيږي او د هغوی د وارخطايۍ سبب شوي، چې هره ورځ لسګونه، سلګونه مسلمانان په افغانستان کې د غربي او سيمه ييزو استخباراتو له خوا په وحشيانه ډول وژل کيږي؛ مګر دولت همېشه د دا ډول جنايتونو پر وړاندې چوپتيا غوره کړې، حال دا چې په ډېری مواردو کې خپله د جرم شريک دی، مګر بيا هم دا ډول کړنې تروريستي نه بولي.  سره له دې بايد وپوښتل شي چې د افغان دولت اجرائيه رييس له تروريزم او تروريستي سازمانونو څخه څه ډول تعريف لري؟ هغه څه چې نن ترور نومول کيږي، د غرب له ناوړه سياستونو څخه سرچينه اخلي، چې د تېرو ۱۴ کلونو په اوږدو کې يې د اجرائي رييس د پلويانو او ملاتړ کوونکو لمن نېولې وه، چې تر ټولو څرګنده نمونه يې د جهادي مشرانو مرموزې وژنې دي. لېرې نه ده چې يوه ورځ به خپله دی هم د دا ډول سياستونو قرباني شي. له شک پرته اجرائي رييس د دغه پاليسۍ په واسطه د غرب ناوړه سياستونه د مسلمانانو پر وړاندې پرمخ بيايي. هغه غرب چې نوموړی يې په ډېر بد انداز کې د ټاکنو په رسوايۍ او ناورين کې په تر ټولو ناوړه ډول مسخره کړ.
د اجرائي رييس دغه څرګندونې د هغه په سطحي فکرۍ باندې دلالت کوي او د هغه له خوا د نړۍ د سياسي واقعيتونو له نه درک کولو پرده پورته کوي، ځکه د خپلې ادعا د اثبات لپاره يې هېڅ راز ثبوت او شواهد نه دي وړاندې کړي، يوازې د عامه افکارو د غولولو په موخه يې آوازې ته ورته مسايل مطرح کړي دي. په داسې حال کې چې حزب التحرير تر نيمې پېړۍ زياته خپله فکري او سياسي مبارزه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو سره سمه په نړيواله سطحه پر مخ وړې ده او هېڅکله يې مادي اعمالو ته لاس نه دی اچولی.

د حزب التحرير - ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر




   ارسال نظر