د رسول الله له شرف څخه څنګه ريښتينې دفاع وکړو؟!
10/29/2020 | سیف الله مستنیر

Print


په داسې حال کې چې اسلامي امت د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ميلاد په مناسبت د پراخو پروګرامونو په درشل کې دی، اما د رسول الله صلی الله علیه وسلم شرف او شان ته د سپکاويو لړۍ همداسې روانه ده.
امت د دغه سپکاويو پر وړاندې پراخ لاريونونه ترسره کوي او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د محبت محفلونه او مجلسونه جوړوي. په خواله رسنيو ورسره مينه څرګندوي. د کفارو دغه اعمال محکوموي. خو دا هرڅه سره له دې چې د مسلمانانو غصه او غضب څرګندوي، مګر د دغو سپکاويو لړۍ نه درولای شي او نه ورته د پای ټکی اېښودلی شي.
نو په طبيعي ډول پر هر مخلص مسلمان باندې واجب ده، ترڅو له ځانه پوښتنه وکړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د سپکاويو دغه لړۍ څنګه ودروي او دغه مجرمين څنګه جزا وويني او څنګه کولای شو چې د کفارو دغه راز تيريو او سپکاويو ته د پای ټکی کېږدو.
زموږ ګران نبي محمد صلی الله علیه وسلم زموږ شرف او خاتم الانبیا دی. الله متعال د ټول بشريت لپاره را استولی دی. اسلامي رسالت‌ (عقيده او نظام) يې د ټولو اوسنيو ناوړه او ناروا چارو او ناورينونو لپاره د عدل او ميزان په توګه راوړی. هغه چارې او ناورينونه که په شخصي، اجتماعي، اقتصادي، قضايي، سياسي‌ او يا د انساني ژوند په بله هره برخه کې وي، اسلام ورته حللارې لري.
نني سيکولران او کفار د خپلو باطلو ايمانونو لپاره هېڅ صحیح دليل نه لري، نو ځکه زموږ د ګران پیغمبر او سپېڅلي دين څرګند تصوير د خلکو او ټولنو په اذهانو کې مغشوشوي. د دوی دا ډول اعمال او پاليسۍ له دې پرده پورته کوي چې د اسلام د فکر او حللارو پر وړاندې له فکري دليل راوړلو څخه عاجز شوي دي، نو ځکه يې د اسلام او مسلمانانو توهين ته د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې ملا تړلې ده.‌
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَلَدِهِ وَوَالِدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ» رواه البخاري ومسلم. یعنې: هېڅ یو له تاسو مؤمن نشي کېدای ترڅو زه ورته تر زوی، پلار او ټولو خلکو ګران نه وم.‌ نو له همدې امله موږ باید خپلې ارواګانې او شتمنۍ ټول د رسول الله صلی الله علیه وسلم له شرف څخه قربان کړو. رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ ايمان او عقيده ده. د عقيدې د ساتنې لپاره بېلابېل شرعي احکام شتون لري. خو د هغو احکامو د تطبيق لپاره نه اسلامي نظام لرو او نه هم مخلص، مسلمان چارواکي.‌ ريښتينې او شرعي دفاع هغه وخت شونې ده چې داسې نظام او چارواکي ولرو چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره داسې مينه ولري، لکه چې تاسو عام امت يې لرئ او په دغه لاره کې پرته له الله سبحانه وتعالی له بل هېچا څخه وېره ونه لري.
حال دا چې په اوسنيو شرایطو کې موږ داسې نظامونه، چارواکي او حاکمان لرو، چې په دې اړه له مړو نه غږ پورته شوی، مګر له دوی څخه پورته نه شو. ځینو که بيا غږ هم پورته کړ، داسې حللارو ته يې پناه یوړه چې له شرعي احکامو او طریقې سره یې هېڅ سمون نه درلود، یوازې د احساساتي شوو مسلمانانو د احساساتو د سړولو لپاره يې ويناوو له کفارو سره مرسته وکړه. په داسې حال کې چې دوی د ميليونونو داسې پوځيانو رهبري کوي چې په ډېرې آسانۍ سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم له شرف څخه د دفاع په موخه هرراز قربانۍ ته حاضر دي، مګر دغو لاسپوڅو چارواکو هېڅ د پام وړ داسې اقدام ونه کړ چې د غربي هېوادونو دغه راز تېريو او جرئت ته د پای ټکی کېږدي.‌
دغه ذليل چارواکي هره ورځ ويني چې نړۍ له اسلام سره د کرکې له احساساتو د ډکېدو په حال کې ده، د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې د مسلمانانو ډله‌ییزه وژنه یوه عادي چاره ګرځېدلې، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د سپکاوي لړۍ هم په مکرر ډول ادامه لري او د اسلام له امله پر مسلمانانو تېری په ګڼو هېوادونو کې عادي خبره او د دولتونو په اساسي ستراتيژي بدله شوې ده.
نو ځکه یو ځل بيا در په یادوو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ميلاد د اسلامي امت او اسلامي دولت ميلاد دی، هغه دولت چې اسلام به یې د بشري ژوند په ټولو برخو کې پلی کاوه. نه هغه تش شعارونه چې اوسني خاين چارواکي يې ورکوي او نه هغه ستر محفلونه چې د امت ځينې منحط کسان او کړۍ یې په دغه ورځ جوړوي، چې ډېر لګښتونه کوي، په داسې حال کې چې په ټولنه کې ډېری خلک له لوږې مري او له سختو کړاوونو ډک ژوند تېروي.
د يادونې وړ ده چې د عثماني خلافت له سقوط څخه یوازې شل کاله وړاندې، چې خلافت له سخت ضعف او انحطاط سره مخ و،‌ فرانسې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د سپکاوي د يوې نندارې د جوړولو تابيا نيولې وه. کله چې سلطان عبدالحميد الثاني پرې خبر شو، په بيړه يې د فرانسې سفير راوغوښت او د نندارې نه ترسره کولو غوڅه غوښتنه يې ترې وکړه. فرانسه غلې شوه او ډرامه يې بریتانيا ته واستوله، ترڅو هلته يې نندارې ته وړاندې کړي، خلافت له هغې څخه هم د نندارې د درولو غوښتنه وکړه، مګر بريتانيا ورته له کبره ډک ځواب ورکړ، چې دا خو زموږ د رعيت آزادي محدودوي. نو خليفه ورته وویل چې زه به امت ته دستور ورکړم چې بریتانيا ستاسو د نبي صلی الله علیه وسلم شرف ته سپکاوی کوي، نو د سپېڅلي جهاد لپاره چمتو شئ. هماغه و چې د دغو انسي شیطانانو او ملاتړو دولتونو خولې يې بشپړې چپ شوې.
نو له دغو ستونزو څخه د وتلو حقيقي لاره په امت کې د اسلامي دولت (راشده خلافت) قايمول دي او دا د ټولو مسلمانانو ډله‌ییزه فریضه ده، چې هر مسلمان باید دغه فريضې ته غاړه کېږدي او د دغه فریضې د ادا کولو لپاره بله هېڅ لار شتون نه لري، پرته له هغه لارې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه سياسي حزب (اصحابو رضوان الله علیهم اجمعین)‌ تعقيب کړې وه. حزب التحریر پر دغه مسير ستاسو په منځ کې دی، نو له هغه سره جدي او لازمه مرسته وکړئ، ترڅو پر اسلامي خاوره حاکم ګوډاګي او غير اسلامي نظامونه رانسکور کړو او پرځای يې د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسيس کړو. ځکه:

«إِنَّمَا الإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ» رواه مسلم

یوازې امام (خليفه) هغه ډال دی چې تر شا يې (امت) جګړه او د ځان ساتنه کوي.





   ارسال نظر