سيګار؛ د يرغلګرو پر بې ځايه مالي لګښت او ماتې شاهدي ورکوي
08/08/2014 | سيف الله مستنير

Print


خبر:

د افغانستان د بيا رغونې د څار امريکايي بنسټ (SIGAR) په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې متحدو ايالتونو له ۲۰۰۲م کال راهيسې تر ۲۰۱۳م کال پورې له افغانستان سره نژدې ۱۰۴ ميليارده ډالره مرسته کړې ده. سيګار دا کچه تر هغې لوړه بولي، چې تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د ۱۶ اروپايي هېوادونو د بيارغونې مارشال پلان ته ځانګړې شوې وه. خو د افغانستان د اقتصاد وزارت د مرستو دغه کچه ردوي او يوازې ۷۳ ميليارده ډالر بهرنۍ مرسته بولي، چې له دې ټولګې هم يوازې د ۱۸ سلنه مرستو د لګښت واګې د افغان حکومت په لاس کې بولي.

 

تبصره:

که له يوې خوا د نړيوال صليبي ائتلاف له دغو مرستو څخه ۶۲ ميليارده ډالر يوازې په افغانستان کې د بي ۵۲ الوتکو، توپ او ټانک پر مټ د کفري ډيموکراسۍ د ټينګښت په موخه، پر هغو افغان امنيتي ځواکونو لګول شوي دي، چې ((ترورستان)) خو پرېږده، آن د سړک او کوڅې عادي جنايتکاران نه ترې وېريږي او خپله دغه افغان ځواکونه پر ډيموکراسۍ هم هېڅ باور نه لري. بل پلو د همدغو استعماري مرستو له امله د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره هېواد د نړۍ د تر ټولو فاسدو هېوادونو د نوملړ په سر کې ثبت شوی دی.

 

همداراز افغان دولت د بيارغونې په برخه کې تراوسه هېڅ داسې پروژه د لاسته راوړنې په توګه ولس ته نشي وړاندې کولای، چې د افغانانو په ژوند او سوکالۍ کې ستراتيژيک اهميت ولري. يوازې په هېواد کې د لويو سړکونو جوړونه هم د دې لپاره ترسره شوه، چې د نړيوال صليبي ايتلاف پوځيان ورباندې ګړندی تګ راتګ او اکمالات وکړي، ترڅو د مجاهدينو له بريدونو څخه نسبتا په امن وي. خو دغه لويې لارې او سړکونه هم د ۱۳ کلونو له بشپړېدو سره سم د ويجاړۍ په درشل کې دي او په دې برخه کې افغان دولت هېڅ کوم ستراتيژيک پلان او بوديجه هم نه لري. دا هرڅه يوازې د يوې ادعا تر کچې يادولی شي، خو عملا هېڅ نشته.

 

دا چې د دومره مالي لګښت او نظامي جګړو، مړو او ټپيانو سره-سره په دغه هېواد کې ډيموکراسي او ارزښتونه يې څومره بنسټيز شوي، د ۲۰۱۴م کال په ټولټاکنو کې له شاوخوا ۳۰ ميليونه نفوس څخه يوازې شاوخوا ۳ ميليونه افغانانو عملا خپلې رايې وکارولې او هغه يې هم پر ډيموکراسۍ باندې د باور له مخې ونه کارولې بلکې د خپلو قومي او ژبنيو احساساتو له مخې يې د ولسمشرۍ کانديدانو ته د قوم او ژبې له مخې ورکړې او پاتې ۳ يا ۴ ميليونه رايې د حکومتي ادارو او د ټاکنو د کميسيون سره په همغږۍ د کانديدانو د ناظرينو له خوا په جعلي ډول د ټاکنو صندوقونو ته واچول شوې. چې د تش په نامه تصفيې پروسه يې لا تراوسه د ملګرو ملتونو او جان کيري د قضاوت پر مېز نه ده فيصله شوې.

 

همداراز امريکايي ميليارډران خپل ولس ته د سخت مالي ناورين لپاره د تياري خبرداري ورکوي، چې له امله به يې امريکا ډېر ژر تر يونان او اسپانيا څخه له سخت مالي ناورين سره مخ شي. په دې اړه په دې وروستيو کې ډونالډ ټرامپ پر فاکس نيوز باندې په (On The Record) خپرونه کې له ګريټا فان سسټرين سره په څرګنده او بربنډه توګه وويل چې؛ نور امريکا غني هېواد نه شمېرل کيږي. نوموړي زياته کړه؛ کله چې غني نه وې، اړينه ده پور واخلې او موږ هم اوس له چينايانو او نورو څخه پور اخلو. زموږ د پور کچه ۱۶ تريليونه ډالرو ته رسېدلې او ډېره ژر ده چې تر دې هم اوچت ټوپ ووهي. هغه يوازې د پور د کچې لوړوالي ته اشاره ونه کړه، بلکې نوموړي د بې کارۍ رسمي شمېره ۸.۲٪ حقيقي او ريښتينې ونه بلله او زياته يې کړه چې د بې کارۍ حقيقي کچه له ۱۵ څخه تر ۱۶سلنې پورې رسيږي. هغه دې ته هم اشاره وکړه، چې ځينې لا د بېکارۍ کچه تر ۲۱ سلنې پورې لوړه بولي.

 

په پايله کې دا هم د بشري ايډيولوژيو او وضعي قوانينو پر بنسټ د ولسونو برخليک دی. ځکه خپله پانګوال دي، چې د پانګوالۍ ايډيولوژۍ او ډيموکراتيک نظام له مخې خپلو ولسونو ته د ژوند په هره برخه کې ناورينونه زيږوي. تر هغه چې اوس خپله دوی، خپل ولسونه عملا له داسې ماتو او ناورينونو څخه په داسې حال کې وېروي چې د خپلو ولسونو او نورو ولسونو د اشغال، استعمار او استحمار په اړه د پانګوالو او ډيموکراسۍ جنايت پټ پاتې شي. خو ډېر ژر به د خالق له لوري د رالېږل شوي منهج پر بنسټ راشده خلافت به نه يوازې د اسلامي امت بلکې د ټول بشريت شته ستونزو او کړاوونو ته د رباني افکارو او احکامو په رڼا کې د پای ټکی کېږدي. خو همېش کفار له حسرت او پښېمانۍ سره مخ دي، ترهغه چې په دوزخ کې سره راټول شي. الله متعال په دې اړه فرمايي:

 

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّواْ عَن سَبِيلِ اللّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ ۳۶ الأنفال

کافران خپل مالونه د دې لپاره لګوي ترڅو (خلک) د الله له لارې واړوي. هغوی به خپل مالونه ولګوي، خو وروسته به ورته د حسرت او پښېمانۍ لامل شي او ماتې به هم وخوري. له شک پرته کافران ټول د دوزخ لوري ته شړل کيږي او هلته راټوليږي.

 

سيف الله مستنير




   ارسال نظر