د خلافت په اړه د ((قرار)) منطق، د اسلام په تله کې!
08/23/2014 | سيف الله مستنير

Print


د روان ميلادي کال د اګسټ په ۱۲مه نېټه تاند ويبپاڼې د مجيد قرار يوه ليکنه ((د خلافت ډنډورچيانو ته د اسلام د عقلانيت ور يادی)) تر سرليک لاندې خپره کړې. ښاغلي قرار په دغه ليکنه کې د سرليک په واسطه د حيا او ادب ټول حدود نړولي او د خلافت له لارې د بشپړ اسلام د تطبيق دعوت کوونکو ته يې ډنډورچيان ويلي. خير دا خبره د حق د لارويانو په اړه لومړۍ او وروستۍ نه ده، بلکې له آدم نه تر دې دمه د حق لارويان، ساحران، ليونيان، کاهنان او ... اوسمهال، بنسټپال، افراطيان، تروريستان او نور بلل شوي. رسول الله صلی الله عليه وسلم ته هم ساحر، کاهن، مجنون او نور ويل شوي وو.

 

په هر حال زه په خپله دغه ليکنه کې د قرار د ژبې ځواب نه ليکم، بلکې د قرار د مفکورې بنسټيز رد درته وړاندې کوم، چې د هغه مفکوره له اسلام څخه څومره واټن لري او له غربي فکر، کپيټليزم او ډيموکراسۍ څخه څومره اغيزمنه ده. ځکه هغه هڅه کړې د خلکو د عقل پر ځای د هغوی احساسات تحريک کړي او ځينې داسې واقعيتونه يې يو پر بل قياس کړي، چې د هغوی قياس يا اصلاً امکان نه لري او که امکان هم ولري، نو حرام واقعيت ترې رامنځ ته کيږي، چې بيا عمل ورباندې ناروا دی.

 

قرار اوسني ناروا نړيوال نظم ته د مشروعيت ورکولو لپاره ګڼ تخنيکي او اقتصادي مثالونه راوړي دي، خو دا يې هېره کړې چې اسلامي دولت (خلافت) نه په خپل تېر تاريخ کې د شته نړيوال نظم پيرو و او نه به هم راتلونکی اسلامي دولت (خلافت) د اوسني نړيوال نظم پيرو وي. ځکه اسلامي دولت د هغه بنسټيز فکر (عقيدې) څخه راوتلی نظام دی، چې د بشريت د خالق له لوري د انسانانو هدايت او لارښوونې ته را استول شوی دی، ترڅو د هغوی د دنيوي او اخروي فلاح سبب شي. نو خپله اسلامي دولت (خلافت) ډېر ژر د نړۍ د دولتونو اوسنی نظم ننګوي، پر اسلامي خاوره باندې شته کارتوني چارواکي او لاسپوڅي دولتونه ډېر ژر په خپله غېږه کې رانغاړي او بيا له لويو دولتونو سره د نړيوال نظم د صدارت پر مقام مبارزه کوي، ترهغه چې ترلاسه يې کړي او له هغې وروسته خپله اسلامي دولت د نوي نړيوال نظم د مخکښ په توګه د نړيوال سياست په ډګر کې د لومړۍ او وروستۍ خبرې خاوند کيږي.

 

ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم شريعت د ټولو تېرو انبياوو د شريعتونو تکميلوونکی دی او د اسراء په شپه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په بيت المقدس کې ټولو انبياوو ته په خپل امامت لمونځ ورکړ، له هغې وروسته د هغو ټولو د امتيانو لارښوونه د رسول الله صلی الله عليه وسلم پرغاړه شوه. رسول الله صلی الله عليه وسلم د آخرې زمانې د ټول بشريت هادي او حاکم و او د هغه د هدايت او حاکميت ميراث يې امت ته پاتې دی، ترڅو له ده وروسته يې نړيوالو ته حمل کړي. الله متعال د اسلامي امت دغه دندې او د ژوند هدف ته داسې اشاره کړې ده:

 

{كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍأُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِوَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ}،

ژباړه: تاسو ترټولو غوره امت ياست، چې د خلکو لپاره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر لپاره استول شوي يئ او په الله سبحانه وتعالی ايمان لرئ.

 

همداراز اسلام د داسې يوه کامل او شامل دين په توګه د ټولو آسماني اديانو په پای کې نړۍ ته را استول شوی، ترڅو د قيامت تر ورځې د بشريت د ژوند ټول کليات او جزئيات په هر اړخيز ډول سرپرستي کړي. ټول بشريت ته يې بايد د هغه سياسي نظام په اډانه کې ورسوي، په کوم کې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته را رسولی وو. ځکه الله سبحانه وتعالی په قرآن مجيد کې داسې فرمايي:

 

وَيَوْمَ نَبْعَثُ فِي كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيداً عَلَيْهِم مِّنْ أَنفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِكَ شَهِيداً عَلَى هَؤُلاء وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَاناً لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ

النحل سورت ۸۹ آيت

. يعنې: په هغه ورځ چې د هر امت په منځ کې به له دوی څخه پر هغوی شاهد نيسم (چې په دنيا کې د هغوی پيغمبر و) او تا (اې محمده) پر دوی (چې اوس په نړۍ کې دي او يا وروسته له دې د قيامت تر ورځې راځي) شاهد نيسم (او له تا څخه په قرآن باندې د مسلمانانو د عمل او له هغه څخه د ليرې کېدو په اړه پوښتنه کوم. هغه قرآن چې د ژوند بشپړه او جامع تګلاره له ځان سره لري) او موږ دغه (آسماني) کتاب پر تاسو نازل کړی، چې د (بشر د اړتيا وړ د دين او دنيا د ټولو چارو) بيانوونکی، د هدايت وسيله، د رحمت تومنه او مسلمانانو ته د (الله سبحانه وتعالی د هميشني نعمت) زېری ورکوونکی دی.

 

راشده خلفاوو رضوان الله عليهم اجمعين، اسلام د ژوند د پوره او جامع تګلارې (نظام) په توګه د هغه صلی الله عليه وسلم پر منهج بشپړ تطبيق او نړيوالو ته يې ورساوه، خو له هغوی وروسته اموي، عباسي او عثماني خلافتونو د عاض ملک (په غاښونو کې نيول شوې) واکمنۍ په توګه چې بيعت يې په خپلو کورنيو کې منحصر کړ، له راشده او منهاج النبوه حالت څخه وايست، مګر بيا يې هم له اسلام پرته بل څه تطبيق نه کړل، کوم چې نن يې دغه لاسپوڅي، خاين، ظالم او فاسق چارواکي پلي کوي. د امويانو، عباسيانو او عثمانيانو قوانين له قران، سنت، اجماع او شرعي قياس څخه رامنځ ته شوي وو او پلي کول يې. خو د ننيو جابرو رژيمونو قوانين له صليبي – غربي نړۍ څخه کاپي او بيا يې زموږ د ولسونو د ځينو ناپوهو او غير سياسي اجيرانو د رايو د اکثريت په واسطه په لويه جرګه او پارلمانونو کې تصويب کړي دي. يعنې په دغو رژيمونو کې د قوانينو مرجع د خلکو رايه ده.

 

رښتيا هم چې د دا ډول حقيقت منل، هغه چا ته شوني دي، چې د اسلامي دولت تېر تاريخ د اسلام دښمنو مورخينو له سترګو ونه ګوري او د يوه داسې مسلمان له سترګو يې وګوري، چې هغه په قرآن، سنت، سيرت او د اسلامي دولت د بېلابېلو دورو په تاريخ باندې بلد وي. خو هغه شخص چې له عقيدوي پلوه اسلام يوازې د عباداتو او اخلاقو دين بولي او هغه د ژوند بشپړه تګلاره نه ګڼي او د يو شمېر اسلامپالو چې نوموړی يې په خپلو ليکنو کې په ډېره بې ادبۍ سره اسلامکاري بولي، د هغوی د ځينو غير شرعي اعمالو له تجربې څخه داسې ناروا او حرامې پايلې ته رسېدلی، چې د خپلې ليکنې په وروستۍ جمله کې داسې کاږي: ((چا چې په هر ځای کې پردی او ناملي بيرغ پورته کړ، خپل ناموس يې نيلام کړ. زموږ عزت يواځې زموږ بيرغ ساتي او بس)).

 

مجيد قرار ته د نصحيت له مخې وايم چې حق د فيسبوک په ډېرو لايکونو خپل حقانيت نشي ثابتولی، حق فکر او حق عمل هغه دی، چې له قرآن، سنتو، اجماع او شرعي قياس څخه د شرعي اجتهاد په طريقه راوتلی وي، معتقد او ترسره کوونکی يې اسلامي عقيده ولري او د شرعي احکامو له مخې، د رسول الله صلی الله عليه وسلم په طريقه عمل وکړي، ولو که لږ کسان او يا يو کس يې پيروي وکړي. ځکه اکثريت په اسلام کې کوم معيار نه دی. د حق اديانو تاريخ ته پام وکړه، چې همېشه د انسانانو مطلق اکثريت د کفر او طاغوت پيروي کړې او لږ کسان د حق پيروان پاتې شوي دي. له همدې امله الله سبحانه وتعالی په قرآن کې اکثريت انسانان فاسق، ناشکره، ناپوه او ... بللي دي. هغه سبحانه وتعالی په وار - وار فرمايي:

 

((وَإِنَّ كَثِيراً مِّنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ، وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَشْكُرُونَ، وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ))

. نو د نظم، نظام، قوانينو، افکارو او احکامو معيار د بشر فکر نه بلکې اسلامي عقيده او نظام دی.

 

د خلافت تر رهبرۍ لاندې نوی نژدې راتلونکی نړيوال نظم به د تېر په څېر د اسلامي امت پر خاوره ټولې ملي پولې ونړوي، هر راز ژبنی، قومي، مذهبي او ملي تعصب به له منځه يوسي، اتباع به يې مسلمان او کافر دواړه په داسې عزت کې ژوند کوي، چې بېلګې يې لا تراوسه په منځني ختيځ کې د ځينو يهودو او نصاراوو په ياد پاتې دي. ترهغه چې ذمي يهود او صليبيان د صليبي جګړو پرمهال د خلافت په پوځ کې د اروپايي صليبيانو پر ضد جګړې وکړې. د هغوی لوی- لوی څېړونکي په دې قانع دي، چې د خلافتونو پرمهال د دوی په يوه کليسا او عبادتخانه باندې بريد نه دی شوی او نه ړنګ شوي دي، خو د اوسنيو جبريه - لاسپوڅو ملي دولتونو په ترڅ کې مساجد، کليساګانې او د نورو اديانو هر ډول عبادت ځايونه نړيول شوي، سپکاوی يې شوی او ...

 

د خلافت دولت به د خپلو مسلمانو او کافرو اتباعو ټول اساسي ضرورتونه د الهي وجيبې په توګه پوره کوي او همداراز به هڅه کوي، چې د دوی کمالي اړتياوې هم تر خپلې وسې پوره کړي. خلافت به خپلو اتباعو ته داسې پاسپورتونه او تذکرې ورکوي، چې اسلامي پوځ به د هغوی هر ډول ملاتړ ته د نړۍ په ګوټ- ګوټ کې تيار وي. نه د اوس په څېر چې د مېرمن ډاکټر عافيه صديقي په څېر مسلمانې مېرمنې د خپلو ګټو او د بادار د اطاعت په موخه اشغالګرې امريکا ته ورسپاري، اشغالګرو او استعمارګرو او د هغوی ځواکونو ته ته په خپلو خاورو کې د زندانونو او هر ډول عملياتو اجازه ورکړي. ترکي پوځ د سوريې د مسلمانانو ملاتړ ونشي کړای، مصري پوځ د فلسطينيانو او پاکستانی پوځ د وزيرستانيانو او .... خلافت به د تېر په څېر تر ټولو پرمختللی اقتصاد، ساينس او تخنيک ولري. لکه څنګه چې يو وخت مسلمانانو د اناتومي له علم څخه پوره ګټه پورته کوله، خو هماغه وخت په فرانسه کې چې بيا وروسته د اوسنۍ ډيموکراسۍ زانګو شوه، د وخت مسيحي امپراطور مري، بل ځايناستی پاپ يې چې په اړه خبرې کوي وايي: دا هغه عظيم امپراطور و، چې په ټول عمر د ځان مينځلو د کبيره ګناه مرتکب نه و شوی. د فرانسې د چټلۍ پر وړاندې له رنسانس او صنعتي انقلاب وروسته د هغوی عطرونو شهرت وموند. او دې ته ورته د علم، ساينس او ... برخو کې ګڼ مثالونه شته، خو هغه کس يې درک کولای شي، چې تاريخ د اسلام دښمنه عينکو په واسطه ونه لولي!.

 

خلافت به د ژوند په ټولو برخو کې له قرآن، سنتو، اجماع او شرعي قياس څخه د شرعي اجتهاد پر بنسټ راوتلي قوانين ولري. د هر انسان ژوند او عزت به تامين کړي، نه د ننيو نظامونو په څېر چې يوازې د حاکمې پانګوالې طبقې ستونزې به حل کوي. د خلافت حکام به د خاينو چارواکو په څېر په تورو شيشو او ګڼو لاربنديزونو کې نه ګرځي، بلکې د اسلامي خاورې په ګوټ-ګوټ کې به د يوه عادي مسلمان په توګه د خلکو د چارو سرپرستي، د هغوی امامت او ... ترسره کوي.

 

د خلافت ريښتينو داعيانو د انساني ژوند په ټولو برخو کې د اسلامي مرجع پر بنسټ څرګند قوانين تدوين کړي، د هرې برخې د غوره سرپرستۍ لپاره يې ليکلې طرحه څه چې په لابراتوارونو کې د تجزيې او تحليل لپاره د ويروسونو د پير او پلور د شرعي حکم څخه نيولې، تر اتوم، اتومي وسلې او چاپېريال ساتنې پورې هرڅه ته يې بشپړ اسلامي تياری نيولی دی. په دې اړه د قرار يو اړخيزه مطالعه د دې سبب شوې ده، چې لا د خلافت د راتلو لپاره د هغه د دعوتګرانو د تياري په سلګونو منظم کتابونه يې اصلاً نه دي کتلي. راغلی او د يوه داسې رواني مريض په توګه چې د ده په اصطلاح د خلافت ډنډورچيانو يې دماغ ورخراب کړی او يوه عکس العملي ليکنه يې کړې ده، چې د اسلام له نظره يوازې بابولالې ورته ويلی شو. نو زه بيا په ټينګار سره وايم چې خلافت د نظم، ډسپلين، مقرراتو او قوانينو دولت دی، خو له اوسنيو نظامونو سره يې توپير دا دی، چې دا اوسني نظامونه، قوانين او حل لارې يې د بشر له ناقصو عقلونو او د کفري افکارو (د کليسا او روڼ اندو) له جوړجاړي څخه راوتلې دي او هغه به له قرآن او سنتو څخه، د شرعي اجتهاد په طريقه استنباط چې د خالق له لوري د انسان لپاره را استول شوي سرچينه اخلي.

 

ډېری دغه طرحې په ليکلي ډول له دغه لينک څخه ترلاسه کړئ:

http://www.hizb-ut-tahrir.info/info/index.php/category/categ_125

 

قرار د پاسپورټ او ويزې د له منځه تلو له امله د سوماليا، افغانستان او نايجريا هېوادونو برخليک د دوبۍ لپاره اټکل کړی. په داسې حال کې چې د خلافت په شتون کې به د همدغو فقيرو او وروسته پاتې خاورو د بيا جوړولو او پراختيا لپاره د سعودي او نورو اسلامي خاورو شتمنۍ د واحد بيت المال له خوا په متوازن ډول ولګول شي او د دوبۍ او سوماليا ترمنځ به د ژوند د سطحې هېڅ کوم واټن نه وي، آن د خلفاوو، د خلافت د چارواکو او کارکوونکو او عام ولس تر منځ به هېڅ واټن نه وي. ولس به د خلافت پر چارواکو درود وايي او د خلافت چارواکي به د خپل ولس د چارو په ريښتينې سرپرستۍ بوخت وي، که هر لوری د اسلام خلاف اعمال ترسره کوي، نو حکام د ولس د سمولو حق لري او ولس د حکامو د محاسبې، چې د اسلامي احکامو په رڼا کې به دولت او امت د يو او بل په استحکام بوخت وي او د اسلام دعوت به د ملتونو او هېوادونو په سطحه حمل کيږي. هره ورځ به د فتحې او جهاد خبرونه او زيري وي. ولسونه به له اسلام او اسلامي خاورې سره ذوب کيږي او ټول امت به واحد خليفه، واحد نظام، واحده سوله، واحد جنګ، واحد عزت، واحد ذلت، يوه قبله، يو دين او يوه عقيده ولري.

 

د اسلامي خاورو د ځينو سيمو ترمنځ د ژوند کوم توپير ته چې ښاغلي قرار اشاره کړې، هغه د همدغو ملي پولو او ملي کفري دولتونو او کارتوني چارواکو د پاليسيو او وضعي بشري قوانينو د تطبيق پايله ده. همدا اشغال او استعمار دی، چې بې ګناه وګړي وژني، د خپلو ګټو د تامين لپاره خلک وزګار دي او پوډرو او چرسو ته پناه وړي، حکومتي چارواکي چې پر واټونو تګ راتګ کوي، ولسي وګړي هغه مهال پر هماغه واټ د ګرځېدو حق نه لري، نو خامخا به په دا ډول نظامونو کې وژنې، غلاوې، لوټمارۍ کفر او يو پر بل لعنتونه وي. دا خو د قرار د ملي دولتونو زېږنده پديدې دي. نه د اسلامي دولت!. نو ښاغليه قراره! دغه بشري وضعي قوانين يوازې د حاکمې طبقې، ښکېلاکګرو او اشغالګرو دولتونو ګټې خوندي کوي، نه د مسلمان ولس. دغه ملي رژيمونه دي، چې د خپلو ولسونو انسانان يې بې ابه، نسلونه يې بې تربيې، ناموسونه يې نيلام، دارايۍ يې لوټ، دپلوماتيک مقام يې نابود، مغزونه يې فرار او بشپړ نسلونه يې د هلاکت کندې ته ور خطا کړي.

 

همدغه ملي پولې، ملي دولتونه، کارتوني چارواکي، لاسپوڅي نظامونه او د ملګرو ملتونو د کفري او استعمارګر سازمان نړيوال نظم دی، چې د ۴ ميليونه يهودو پر وړاندې ۳۰۰ ميليونه عربان يې له ذلت سره مخ کړي، په غزه، سوريه، عراق، افغانستان، پاکستان، يمن، سوماليا، مالي، ميانمار او ... کې د مسلمان وينه هېڅ قيمت نه لري، خو د څو ايزيديانو او مسيحيانو سره ناوړه چلند، بيا د امنيت شورا قاطع پرېکړې ته تياروي او له ځمکې او هوا يې مرسته کوي. نو څرګنده ده، چې ستونزه له اسلام او مسلمان سره ده، نه له يهود، مسيحي، بودايي ... او سيکولر سره.

 

قرار ليکي: ((کله چې د يوې افراطي ډلې غړی را ولاړېږي، په وړه خوله د نړۍ د دې نظم د ننګولو خبره کوي، هغه ته چا دا خبره نه وي کړې چې نړۍ خو پرېږده، که ستا د خپل کلي او اوبو د تقسيم قانون له منځه لاړ شي، ميرآب مو مړ شي او کوم سپين ږيري ته دا په ذهن کې نه وي چې د چا ځمکې ته څومره اوبه، له کوم کاريزه ورکول کېږي، نو آيا ته دغه وړوکی نظم بيرته په کلونو ځای ته راوړلای شې؟))

 

په لنډيز سره عجيبه قياس دی!!! په اوسني نړيوال نظم کې د مجيد قرار ميراب او سپين ږيری، بوش، اوباما، بلير او کاميرون دي، هغه بايد په اته نهه اسلامي خاورو کې چا ته يې چې زړه غواړي بي ۵۲، ډرون او ايف ۱۸ الوتکې ورواستوي او په پاتې نورو کې يې چې چا ته زړه وغواړي کروزين، ډالر مرستې او نور رسوي. کافر ميراب رښتيا هم همداسې اوبه تقسيموي. قرار ملامت نه دی، قياس يې اشتباه دی. ځکه زموږ په عرف کې په کليو کې د اوبو ويش يو ډول ميراثي واقعيت لري، خو په نړيوال سياسي ډګر کې بل ډول واقعيت شتون لري. د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وخت کې هم دوه لوی قدرتونه فارس او روم شتون درلود، خو د قرار په ژبه يوه فرد رسول الله او بيا وروسته د هغه فکري او سياسي کتلې اصحابو د الله سبحانه وتعالی د امر او لارښوونو په رڼا کې د قرار په وينا په خپلو وړو خولو دغه نړيوال نظم بشپړ له منځه يووړ او په څو لسيزو کې يې د نړۍ د صدارت مقام ترلاسه کړ، چې د يوې ژوندۍ معجزې په توګه يې تر ۱۳۰۰ کلونو ډېره نړيواله واکمني وکړه. خو قرار د خپل محدود ذهن په واسطه دغه سل کلن تحميل شوی واقعيت (ملي حکومتونه) تر ۱۳۰۰ کلن خلافت پورې بريالی موډل بولي او نور هم ورته رابولي.

 

قرار بايد هرې اسلامي ډلې ته اسلامپلوره او اسلامکاره او افراطي ونه وايي. بلکې رسول الله صلی الله عليه وسلم د دغه امت په خير باندې شهادت ورکړی او حتما به يوه ډله پر حق شتون لري. خو دا قطعي وايم چې هغه د قرار غوندې سيکولرانو ډله نه ده. ځکه هغوی د دوزخ دروازو ته خلک رابولي. هغوی واحد اسلامي امت په ملي پولو، ملي بيرغونو او ... سره ويشي. هغوی د استعمار لاسپوڅي دي. هغوی د غرب په ثقافت روزل شوي کسان دي، هغوی د دې لپاره تربيه شوي، ترڅو د عام ولس د عقلونو پر ځای احساسات تحريک کړي او کلونه کلونه نور هم دغه مظلوم ولسونه د بشري او کفري طواغيتو تر سرپرستۍ او حاکميت لاندې وکړوي.

 

هغه چې په خپله ليکنه کې د اسلامپلورو او اسلامکارو تاريخي تجربې ته اشاره کوي، هغوی هم د ده په څېر ملي غوښتونکي کسان او حرکات وو. دی خپله د هماغه په ښوونځيو او پوهنتونونو کې روزل شوی او همدا اوس د هغوی په څېر خاينينو لپاره په مبارزه لګيآ دی. ضياء الحق، مشرف، کرزی، زرداري او اشرف غني، د خلافت دعوتګرانو ته يو ډول حيثيت لري. ټول د جبريه عصر حکام او چارواکي دي. د رسول الله صلی الله عليه وسلم د يوه صحيح حديث شريف د مفهوم له مخې ټول زموږ د ټولنې تر ټولو احمق کسان دي. ځکه دا هغه د فريب کلونه دي، چې د کاذبانو تصديق کيږي، د صادقانو تکذيب، خاينان امينان بلل کيږي او امين کسان خاينان او د خلکو د چارو سرپرستي د هغوی ((رويبضاتو)) احمقانو ته رسېدلې.

 

مجيد قرار دې د اسلامي خاورو د اوسنيو خاينو او لاسپوڅو چارواکو د يوه تخصص او صداقت راوښيي، چې دی ورته اشاره کوي. هغه قضافي و، چې تر ۲۰۰ پورې ښځينه ساتونکې يې درلودې او د خلکو په ښځو او اولادونو يې جنسي تيري کول، له سنتو څخه يې په ښکاره انکار کاوه. هغه زين العابدين بن علي و، چې د امت له مالونو څخه راټوله شوې خزانه يې ټول عالم وليده، دا هم زموږ کرزۍ او کورنۍ يې دي، چې څه ډول خيانتونه ترسره کوي او هغه هم د زرداري او مشرف جنايتونه او د سويس په بانکونو کې لوټ شوې پيسې دي، چې د پاکستان تر پور زياتيږي او دا هم خپله ته يې چې په سياسي ډګر کې ذراعتي مثالونه ورکوې، يو وخت به دې د همدغو اسلامکارو لپاره ترانې ويلې، د همغو دال به دې خووړ، خو اوس د اوښ په پچه وختې او ارګون دې وليد! دې ته وايي تخصص او صداقت؟!

 

قرار زياتوي: ((ستونزه دا ده چې دا خلک د اوسني نظم د تعويض لپاره عملي امکانات خو څه چې کومه کتابي طرحه هم نه لري)). قراره ذهن دې محدود، پوهه دې محدوده، امکانات دې محدود او آن تربيه دې محدوده ده، نو ځکه دې هغه طرحې نه دي موندلې چې د اوسنۍ نړۍ د اوسني ژوند ټولې برخې تر پوښښ لاندې نيسي. د دغه طرحو چې د خلافت د اساسي قانون څخه نيولې، تر اقتصادي، سياسي، اجتماعي، حکومتي، تعليمي نظامونو، بهرني سياست او ... پورې هرڅه په عربي او نورو ژبو لوی- لوی معاصر کتابونه ليکل شوي، په پښتو او دري باندې هم ټول ژباړل شوي، ځينې يې خپاره او ځينې نور يې تر وروستۍ تصحيح لاندې دي او يوه لويه کتله چې د خلافت د تطبيق لپاره چمتو شوې ورباندې روزل شوې او ډېر ژر ده چې د الله سبحانه وتعالی په اذن سره به نصرت مومي او د نبوت پر منهج اسلامي خلافت به اعلانوي.

 

 په نړيوالو اړيکو کې موږ د امت په توګه رښتيا هم نړۍ په دريو نه بلکې په دوه برخو وېشو، دارالکفر (دارالحرب) او دارالاسلام، ځکه زموږ رسول الله صلی الله عليه وسلم د همدغه تقسيم له مخې د خپل دولت لمن غځولې او هغه زموږ اسوه او مډل دی، نه ژان ژاک روسو، جان لاک او منتسکيو!!! حلال او حرام هماغه د ۱۴۰۰ کاله پخوا او نن ترمنځ کوم توپير نه دی موندلی. دا کومه ستونزه نه ده، چې پر يوه خاوره دې هندو، مسلمان، شيعه، سني، عيسائي او يهودي ګډ اوسېږي، په خلافتونو کې هم دغه ټول ګډ اوسېدلي، خو کله چې په هندوستان کې افغان هندو ته او په سعودي کې افغان ته د سړي په سترګه نه کتل کيږي، دا هم د همدغو ملي لاسپوڅو دولتونو ستونزه ده، چې رامنځ ته کړې يې ده، کوم چې ته پرې وياړې او مبارزه ورته کوې.

 

په شرعي لحاظ دغه اوسني واقعيت (ملي دولتونو) فساد او فتنه رامنځ ته کړې. ځکه د امت عقيدوي، سياسي او جغرافيوي يووالی يې له منځه وړی او واحد امت د يو بل له دفاع څخه عاجز کړی. د هر ملي دولت مسلمانان په افغاني، پاکستاني، سعودي، ترکي، عربي او نورو حرامو احساساتو سره ويشل شوي. له همدې امله قرار او ډله ټپله يې د افغانستان د حکامو له ډلې څخه حاضر نه دی، د ميانمار، د هند د آسام او يا د شرقي ترکستان د مسلمانانو ملاتړ ته ورودانګي. همدا تاسو سيکولر، ملي غوښتونکي د دې سبب شوي ياست، چې د غزې د دفاع څوک نشته، د ګوانتانامو، ابوغريب، بګرام او کندهار له زندانونو څخه د مسلمانانو د راخلاصېدو څوک نشته. همدا تاسو ياست چې د اسلامي سياست له مخې ټولې سرې کرښې مو خپل دښمن يهود او نصاراوو ته په لاس ورکړې دي.

 

د مجيد قرار او له شته نظام څخه د هغه د ملاتړ په اړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه حديث شريف بشپړ صدق کوي:

 

"إِنَّهَا سَتَكُونُ بَعْدِي أُمَرَاءُ يَكْذِبُونَ وَيَظْلِمُونَ، فَمَنْ دَخَلَ عَلَيْهِمْ، فَصَدَّقَهُمْ بِكِذْبِهِمْ، وَأَعَانَهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ، فَلَيْسَ مِنِّي وَلَسْتُ مِنْهُ، وَلَيْسَ بِوَارِدٍ عَلَيَّ الْحَوْضَ، وَمَنْ لَمْ يُصَدِّقْهُمْ بِكَذِبِهِمْ وَيُعِنْهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ، فَهُوَ مِنِّي وَأَنَا مِنْهُ، وَهُوَ وَارِدٌ عَلَيَّ الْحَوْضَ" رواه احمد.

يعنې: له ما وروسته به اميران وي، چې دروغ به وايي او ظلم به کوي، نو څوک چې هغوی ته ورغلل او د هغوی د دروغو تصديق يې وکړ او د هغوی د ظلم مرسته يې وکړه، نو هغه له ما څخه نه دی او زه له هغه څخه نه يم او نه ماسره په حوض باندې کتلی شي. خو چا يې چې د دروغو تصديق ونه کړ او په ظلم کې يې ورسره مرسته ونه کړه، هغه له ما څخه دی او زه له هغه څخه يم او هغه له ماسره په حوض باندې ليدلی شي.

 

چيرته چې مسلمان تر يرغل او تيري لاندې راځي، رښتيا هم جهاد فرض دی، چېرته چې حکام يې د دې توان نه لري، چې له هغوی څخه دفاع وکړي او يا پر هغوی اسلام تطبيق کړي، د هغوی اطاعت شرعا ګناه ده، په شرعي طريقه بايد د بدلون او تغيير لپاره مبارزه وشي. د مصلحت د جلب او د ضرر د دفع قاعده، د هغو مصلحتونو او ضررونو لپاره ده، چې شريعت مصلحت او ضرر تعريف کړي، نه د مجيد قرار محدود ذهن. ځکه په اسلامي امت او خاورو کې تر ټولو لوی شر د بشري قوانينو تطبيق دی او تر ټولو لوی مصلحت اوس د شريعت او ما انزل الله تحکيم دی. ځکه ستا د وضعي قانون پر بنسټ په اقتصادي برخه کې سود او بيمه جايزه ده. خو زما په شريعت کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د احاديثو له مخې يو درهم سود خوړل، په کعبه کې له خپلې مور سره، په يوه روايت ۳۶ ځله او په بل روايت ۷۰ ځله زنا څخه لويه ګناه ده. نو ستا مصلحت، ستا د فکر او قانون له مخې، زما له مصلحت، زما د فکر او قانون له مخې دومره توپير لري. همداراز ضرر؛ له اشغالګرو کفارو سره هر ډول ستراتيژيک او امنيتي قرارداد زما په شريعت کې قطعي حرام دی، خو ستا په نړيوالو وضعي، بشري قوانينو کې هغه جايز او له ګاونډيانو څخه د خونديتوب يوازينی لار ده. حال دا چې همدغو تړونونو زموږ ښوونه او روزنه، بې سواده کړه، زموږ خويندې او ميندې يې په ناروا محيطونو کې په نارواوو روږدې کړې، زموږ د مامورينو فرهنګ يې رشوت او اداري فساد جوړ کړ، زموږ د هر فرد رزق يې په سود باندې ککړ کړ، زموږ د مور، پلار، خور او ورور تر منځ يې شرعي پولې ونړولې او .... نو ستا د فکر او عقيدې پر بنست ضرر يو څه دی، خو زما د فکر او عقيدې پر بنسټ ضرر بل څه. ته او ستا نظامونه د يرغلګرو کفارو له خوا هر ډول ناروا تېری، وژل، نيول، تړل، پر نواميسو تېری او د مسلمانو ښځو زندانول او ... نړيواله مرسته او ملاتړ تعبيريږي، خو زما په شريعت کې هغه ته اشغال او پر وړاندې يې جهاد د امت فريضه ګڼل کيږي.نو د تقدم او تاخر بحث خو يې لا پر ځای پرېږدو. د استنجا او عورت پټېدلو اوليت، پر سياست او قتال نه قياس کيږي، ځکه هېڅ کوم مشترک شرعي علت نه لري. ځکه استنجا او عورت پټېدل د عباداتو او اخلاقو حکم دی او سياست او جګړه د معاملاتو او بهرني سياست احکام دي، نو دواړه ځانګړي احکام او ځانګړې د تطبيق طريقې لري، چې شارع وضع کړې، نه زما او د قرار مغز. نو که ته د کفر حاکميت پر ځان د دې لپاره منې چې خپلمنځي جګړه کوې او هغه فتنه ده، نو فتنه د مسلمان کار نه ده، لومړی صحيح مسلمان شه او تر څنګ يې د کفر حاکميت هم رد کړه، دا درايت په ځان کې پياوړی کړه، چې هم د عورت بربنډ نه شي او هم استنجا وکړې. خو که د استنجا محل دې دومره کثيف وي، چې اصلا طهارت نه پرې مرتبيږي، نو استنجا واجبيږي، ځار دې شم ځوانه!!! ....

 

قرار د يوه سيکولر، شاعر اخوند په توګه د خلافت د تاريخ پر ځای يوازې د ادبياتو کتاب الاغاني لوستی، چې تاسو ټولو ته معلومه ده، چې شاعران په تخيل کې څه دي، چې نه يې وايي او نه يې ليکي. نوموړی د دغه کتاب له متن څخه د خلافت تاريخ استنباطوي او له راشده خلفاوو ورسته هېڅ پرمختګ او عدالت نه مني. په داسې حال کې چې د عمر بن عبد العزيز دوره، د هارون رشيد، معتصم دورې، چې د صلاحدين، قطز، بيبرس او محمد الفاتح په ډول غازيان او همداراز ګڼ علما يې په خپله غېږه کې درلودل، ټولې له ګڼو خيرونو څخه ډکې وې. خو هغه ټولې ناليدلې ګڼي او يو شمولي قياس کوي، ترڅو د خلکو احساسات را وپاروي او عقلونه يې ور ړانده کړي. خلافتونه معصوم نظامونه نه وي او نه به وي. چارواکي به ګناه کوي، مګر قوانين، نظامونه، کورنی او بهرنی سياست به يې اسلامي وي. نړۍ ته به د دعوت او جهادله لارې اسلام رسوي. نه دا چې د نن په څېر به مو پر مال، ناموس، خاورو، وينو او شتمنيو باندې بې درېغه بريدونه کيږي. خو دا ځل له جبريه دورې وروسته د نبوت پر منهاج، د ابوبکر، عمر، عثمان او علی رضوان الله عليهم اجمعين په څېر نظام راځي.

 

قرار ليکلي: ((دوی دا هم هېروي چې تر اوسني نشنليزم يا ملي حاکميتونو مخکې نړۍ تل د تاخت او تاز نړۍ وه. وروڼه به پر وروڼو، قومونه به پر قومونو، اميران به پر اميرانو او پاچهۍ به پر پاچهيو بلوسېدلې او هره څه موده وروسته به آباد ښارونه له خاورو سره خاورې کېدل. شاه جهان پاچا د خپل شهوت د اشباع لپاره د خپلې معشوقې په نامه د تاج محل د جوړولو لپاره زرګونه ککرۍ خاورې کړې. اکبر پاچا د خپل استبداد د قايمولو لپاره د سلګونه زره انسانانو له ککريو منارونه جوړ کړل. اوس دې څوک ووايي چې آيا حامد کرزی غوره دی که شاه جهان؟)). په دې اړه به زه له دغه ښاغلي او لارويانو يې پوښتنه وکړم، چې په لومړۍ او دويمه نړيواله جګړه کې د همدغه نشنليزم پر بنسټ څو ميليونه انسانان ووژل شول؟! په اروپا کې د مذهب او ورپسې د نشنليزم پر بنسټ څومره ميليونه انسانان ووژل شول؟! همدا اوس دغه نشنليزم زموږ او پاکستان او نورو هېوادونو ترمنځ څومره ستونزې راولاړې کړې دي؟! نشنليزم او هر ډول، قومي، نژادي او ژبنی تعصب دی، چې مسلمان د ځنګل د حيوان تر کچې منحط کوي او مسلمان د امت له ډلې باسي. په دې اړه ګڼ احاديث شتون لري.

 

زه د وليد بن يزيد او د حجاج له مسلمان وژنې دفاع نه کوم، خو په داخل کې د دومره ظلم ترڅنګه چې کله حجاج ته د هندو له خوا په يوه کښتۍ کې مسلمانې مېرمنې ته د سپکاوي خبر ورسيد، محمد بن قاسم يې له لوی پوځ سره د هغې مرستې ته واستاوه او د هند او سند د فتحې سبب شو. دا سمه ده چې ځينو خلفاوو په داخل کې وژل او ظلم کړی دی، د کبيره ګناه مرتکب شوي دي، خو کفر يې نه تطبيق کړی، د خلکو رزق يې په سود نه دی لړلی، د کفارو پيروي يې نه ده کړې، د خلکو وينې، خاورې، شتمنۍ او نواميس يې نه دي لوټلي او د مسلمانانو هرڅه يې کفارو ته نه دي تسليم کړي. کرزي او د هغه په څېر د اسلامي خاورو ټولو چارواکو دغه عمل ترسره کړی دی. نو په ډاګه ويلای شم چې تر سردار محمد داوود خان څخه حجاج ظالم غوره وو. ځکه حجاج د خلافت قوماندان و او سردار محمد داوود معاصر طاغوت (جمهوريت) مشر.

 

د خلافت لپاره کار د هغو احاديثو پر بنسټ نه واجبيږي، چې په اخره زمانه کې د منهاج النبوه خلافت وړاندوينه کوي، بلکه هغه زموږ هيلې را زياتوي. خو تر دې وړاندې د ژوند په ټولو برخو کې په اسلام باندې حکومت کول فرض دي او تارکين يې يا فاسق او ظالم او د عقيدې په صورت کې کافر دي، د مائدې سورت ګڼ شمېر آيتونه په دې دلالت کوي. همداراز دا ثابته ده، چې اسلام يو لاهوتي او کهنوتي دين نه بلکې يو سياسي دين دی، سياسي نظام (خلافت) لري. نو له خلافت پرته اصلاً اسلامي ژوند کول ناممکن دي.

 

رښتيا هم د اسلام مبارک دين د انساني مصالحو ساتونکی دی. د دې دين اساس (عقيده) عقلانيت او اهداف يې ټول د ځان، مال، کرامت، نسب او دين د فساد پر مخنيوي را څرخي. ځکه عقلا بايد يو انسان پر اسلامي عقيدې معتقد شي، خو وروسته بيا له عقيدې څخه راوتلی شريعت ته تسليم شي. له دې وروسته عقيده هم بايد منصوصي وي. د شريعت په برخه که عقل معيار نه بلکې د شرعي احکامو د استنباط او پېژندلو وسيله ده. معيار قرآن او سنت دي. نو هله يو عمل اسلامي دی، چې له اسلامي عقيدې څخه راوتلی وي، په اسلامي طريقې سره وي او د هماغه شرعي موخې لپاره ترسره شي، چې له عمل څخه مو مقصد وي.

 

تدريج د تغيير لپاره جايز دی، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم په تدريجي ډول په دريو مرحلو؛ تثقيف، تفاعل او د واک د تسليمۍ له لارې تغيير راوست، خو مسلمان ته جايزه نه ده، چې په هره طريقه ځان قدرت ته ورسوي او بيا په تدريجي ډول اسلام تطبيق کړي. ځکه تر هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم په واکمنۍ کې برخه وانه خيسته، ترڅو يې چې د ټولنې ټولې برخې نه وې بدلې کړې. همداراز هر حاکم چې کفر تطبيقوي، هغه ظالم، فاسق او يا هم کافر دی. نو د کفر تطبيق او په تدريجي ډول د اسلام تطبيق ناروا عمل دی. هېڅ کومه شرعي بڼه نه لري. ډېری اصحاب وو، چې کورنۍ او کلي يا قوم يې اسلام نه و منلی، خو خپله يې دعوت او مبارزه کوله او د اسلام لوی، سياسي او مجاهد به و. پس دغه تدريجي طريقه چې قرار ياده کړې، ريښه يې آن د يونان او غرب په فلسفه کې ده. په اسلام کې هېڅ اساس نه لري.

 

خو د قرار د دې خبرې په اړه چې ((څوک چې تر خپل وران هېواد مخکې د نړۍ د جوړولو نارې وهي، هغه چا ته ورته دی چې د خپل کور د منځ په حوض کې د غرقېدلو په حالت کې وي او دی چغي وهي چې هلۍ، د نړۍ د تودوخې زياتېدلو له امله د شمالي او جنوبي قطب يخچالونه ويلېږي او په اوقيانوسونو کې د اوبو سطح لوړېږي. دا د تدريج د منطق خلاف غيرعقلاني او فساد پلوی نظر دی)). بيا هم د کم علمۍ پايله ده. هر انسان مکلف دی، چې د الهي منهج له مخې ژوند وکړي. د ژوند موخه هم الهي ازموينه ده. نو نن چې چېرته مسلمان اوسېږي بايد د خلافت له لارې د اسلام د بشپړ تطبيق او د اسلامي ژوند د بيا پيلولو لپاره بايد د رسول الله صلی الله عليه وسلم په طريقه مبارزه وکړي او دا غير عقلاني او فساد پلوی عمل نه دی، بلکې آن هغه مهال چې مسلمانان په مکه کې وو، نړيوال سياست يې تعقيبولو. د فارس او روم ترمنځ د جګړې پرمهال چې لومړی روم ماتې خوړلې وه، د اصحابو او مشرکينو ترمنځ سخت سياسي بحث روان و، مسلمانانو د رومي اهل کتابو پلوي کوله او مشرکينو د ايراني مجوسو، چې بالاخره په اړه يې د روم سورت لومړني آيتونه نازل شول او د مسلمانانو نظر يې تاييد کړ.

 

مجيد قرار پر دې هم بسنه نه ده کړې او د رسول الله صلی الله عليه وسلم تور بيرغ (رايې) او سپين بيرغ (لواء) ته يې هم سپکاوی کړی او د خلافت د داعيانو له لوري يې د هغو پورته کول د ذلت نښه ګڼلي. په داسې حال کې چې د ملي بيرغونو ذلت او ماتې د عربو او اسرائيلو په جګړه کې ټول امت ته واضح شوې ده.

 

د افغانانو په شمول ټول انسانان، د الله جل جلاله د عبادت او پر دې نړۍ د آزموينې لپاره پيدا شوي دي، نو د هرې خاورې پر سر بايد پر طاغوت باندې کافران او د الله سبحانه وتعالی ريښتيني بندګان شي او د هغه سبحانه وتعالی د شريعت د تحکيم لپاره بايد د رسول الله صلی الله عليه وسلم په طريقه مبارزه وکړي. ځکه دا د افغان، پاکستاني، عرب، ترک، فارس او نورو خاوره نه بلکې زموږ د خالق او رب خاوره ده، هرچېرته مو چې د الله سبحانه وتعالی غوره بندګۍ ته توان رسېده بايد هلته واوسو او د نورو په شته حالت کې هم د اسلام پربنسټ بدلون راولو. ځکه د دغو هڅو په ترڅ کې به هغه امام (خليفه) رامنځ ته کوو، چې د امت لپاره به د ډال حيثيت ولري او تر شا به يې ټول امت جګړه کوي. زموږ عزت به زموږ رب ساتي، نه زموږ ملي بيرغ. زموږ رب زموږ د ګران پيغمبر صلی الله عليه وسلم لپاره دوه بيرغونه تور (رايه) او سپين (لواء) ټاکلي، چې پر دواړو سپېڅلې کليمه ليکل شوې، له دې پرته نور ټول بيرغونه د جاهليت بيرغونه دي.

 

په پايله کې؛ که د قرار د ليکنې په هر ټکي خبره او تبصره کوم، نو د ليکنې د لا زياتې اوږدېدو سبب کيږي. خو الله سبحانه وتعالی د دا ډول کسانو په اړه ډېر څرګند فرمايلي دي، چې شيطان د ځينو بد اعمال ورته ډېر ښايسته کوي. نو ښاغلی مجيد قرار به هم خوشاله وي، چې د اسلام او سياست له مخې يې ډېر دقيق څه وړاندې کړي دي، په داسې حال کې چې د صحت يوازنی معيار قرآن او سنت دي، نه د فيسبوک ګڼ لايکونه او يا هم د يو شمېر منحطو ملي غوښتونکو پلوي نظر. زه نه پوهيږم چې نوموړي ديني زده کړه کړې او دغه مسايل تر ډېره ورته واضح دي، خو دا چې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې وحی شوي احکام ولې ردوي، کېدای شي، ده ته به يا نوې وحی راځي او يا به هم له غربي ثقافت څخه دومره اغېزمن شوی وي، چې نور له اوسني واقعيت سره د الهي وحی د دقيق ارتباط قدرت به يې ورڅخه سلب کړی وي. خو په پای کې د ده د اندونو او ليکنو په اړه د الله سبحانه وتعالی دغه قاطع قول راوړم چې فرمايي:  

 

‏ أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاء ‏۲۴  تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا وَيَضْرِبُ اللّهُ الأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ۲۵ وَمَثلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِن فَوْقِ الأَرْضِ مَا لَهَا مِن قَرَارٍ۲۶ يُثَبِّتُ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ وَيُضِلُّ اللّهُ الظَّالِمِينَ وَيَفْعَلُ اللّهُ مَا يَشَاءُ ۲۷ ابراهيم.

 وګوره چې الله سبحانه وتعالی څنګه مثال ورکوي: ښه خبره د هغې ښې ونې په څېر ده، چې تنه يې (ځمکه) کې محکمه او ښاخونه يې په فضا کې (خواره) وي. د الله سبحانه وتعالی له غوښتنې او ارادې سره سمه، هر وخت خپله مېوه ورکوي (او همېش شنه او تازه وي). الله سبحانه وتعالی خلکو ته داسې مثالونه ورکوي، ترڅو پند واخلي. او بده خبره د هغې ونې په شان ده، چې له ځمکې څخه راوتې وي (د طوفانونو پر وړاندې هره ورځ يوې خوا او بلې خوا ته وړل شوې وي او هېڅ ثبات) او قرار ونه لري. الله سبحانه وتعالی مؤمنان د خپلې محکمې وينا او (ټينګې عقيدې) له امله هم په دې دنيا (د مادياتو د زرق او برق، وېرې، ډار او ستونزو څخه مصؤن ساتي) او هم په هغې دنيا (هغوی په خپلو همېشنيو نعمتونو او ورکړو) کې پاتې کوي او کافران په (دنيا او آخرت) کې ګمراه او سرګرد




   ارسال نظر