په پوځي برخه کې اعداد څه معنا؟
04/07/2024 | لیکنه: مولوي عبدالرحیم سدید

Print


ځینې مسلمانان او یا حتا اسلامي جهادي ډلې او حکومتونه داسې انګېري چې د اعداد یا د دښمن پر وړاندې د چمتووالي او وړتیاوو د لوړلو معنا دا ده چې پوځیان عسکري نظم او ډیسپلين ولري، ښه فزیک او ځینې ورزشي حرکات تر سره کړی شي. دوی اعداد په همدغه برخو کې محدودوي. په داسې حال کې په ۲۱مه پېړۍ کې او د نړۍ په اوسني پوځي قدرتونو او وړتیاوو کې د اعداد داسې تعریفول ناسم دي او یو حکومت نه شي کولی په پوځي برخه کې لازمو اهدافو ته ورسېږي. د همدغه نیمګړي مفهوم له امله نن ورځ اسلامي امت د غیر اسلامي امتونو پر وړاندې کمزوری او ضعیف دی. اسلامي امت لکه څرنګه چې لازمه ده اعداد نه دی کړی او له همدې امله د کفري ځواکونو پر وړاندې جګړه نه شي کولی. ښه بېلګه یې افغانستان دی؛ اوسمهال د ګوتو په شمېر څو ډرون الوتکې د افغانستان لوېشت لوېشت خاوره تر خپل نظارت لاندې لري او هر چېرته که وغواړي اهداف په نشه کولی شي، مګر اوسنی حکومت یوازې ورته ګوري او تر اوسه لا دې پایلې ته ممکن نه وي رسېدلی چې د دغه تهدید چاره اعداد ده او هغه دا چې د ساینس او ټکنالوژۍ په مټ د ډرون ضد توغندي خپله جوړ کړو. برعکس د دې تمه لري چې ګوندې یو بل هېواد د ډرون ضد توغندي ورکړي او بلاخره له دغه مصیبت څخه وژغورل شي.    
دا د الله سبحانه وتعالی امر دی چې اسلامي حکومت باید د کفر د حاکمیت او غیر اسلامي حکومتونو پر وړاندې د دوی د وړتیاوو او امکاناتو سره مساوي، موازي او یا حتا پورته وړتیاوې او اعداد ولري. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

وَ أَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّة وَ مِنْ رِباطِ الْخَیْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللهِ وَ عَدُوَّکُمْ (انفال: ۶۰)
ژباړه: او (اې مومنانو) د دوی (کافرانو سره د جګړې لپاره) څومره چې مو وس کېږي ځواک او جګړې ته تيار استونه چمتو کړئ، تر څو (په دغه تياري سره) د الله دوښمنان او ستاسو دوښمنان ووېروئ

په پورتني آیت شریف کې د جګړې ډګر ته د پیاوړو اسونو استول او د قوت چمتو کول د امر په صیغه راغلي او همدارنګه د (ترهبون) قرینه په دې دلالت کوي چې پر اسلامي حکومت واجب ده چې داسې پوځي تجهیزات ولري چې د الله او د مسلمانانو دښمن ترې ووېرېږي. اوسمهال موږ او تاسو پوهېږو چې د جګړې په ډګر کې پیاوړي اسونه، تېرې تورې، پیاوړې نېزې او کلکې زغرې نه کارول کېږي او نه هم دا وسایل دښمن وېرولی شي. ځکه داسې وسایل نه شي کولی چې د جګړې معادله بدله کړي. حتا د ۲۰مې پېړۍ زیاتره وسلې د اوس وخت لپاره کارنده نه دي او دښمن نه ترې وېرېږي. نو پر اسلامي حکومت د داسې پوځي تجهیزاتو او تکنالوژۍ درلودل واجب دي چې د الله دښمن ترې ووېرېږي او هغه زروي او اټومي وسلې دي.
بله مهمه مسئله په پورتني ایت شریف کې د (قوت) مسئله ده. په پوځي برخه کې د قوت معنا دا ده چې اسلامي حکومت داسې پوځي وړتیاوې ولري چې د خپلو امنیتي تهدیدنو او ګواښونو پر وړاندې مقاومت وکړی شي او هم د دې وړتیا ولري چې له خپل قلمرو بهر خپلې ګټې او منافع تامین کړی شي. همدارنګه پوځي قوت په لاندې برخو کې شامل دی:
پوځي تجهیزات: لکه قاره پیما توغندي، پرمختللې او مافوق صوت جګړه ییزې الوتکې، د رادارو پیاوړی سیسټم، پرمختللي ټرانسپورتي تجهیزات، سمندریزې بېړۍ، اټومي او بیولوژيکي وسلې او نور.
پوځي ستراتيژي: د یوه حکومت پوځي ځواک د هغه هېواد په پوځي ستراتيژۍ پورې اړه لري. د پوځي پلانونو او پرمختګونو لپاره د پیاوړې ستراتيژۍ جوړول، د خپل هېواد د کمروزۍ نقاط پيژندل او د پیاوړي کولو لپاره یې برنامه جوړول، د دښمن د ضعف او قدرت ټکي پیدا کول او همدارنګه د بشري سرچینو مدیریت کول یې اساسي برخې دي.
د پوځ تمرین او زده کړه: پوځ باید ددې وړتیا ولري چې د دښمن په هر ډول سیمه کې هر ډول پېچلي او سخت پوځي عملیات وکړی شي. د هر ډول تهدید د له منځه وړلو لپاره چمتو وي او د هر ډول جنګي تکتیکونو سره بلد وي او همدارنګه د هر ډول جنګي تجهیزاتو د کارولو او جوړولو وړتیا ولري.
د نوې او موډرنې ټکنالوژۍ درلودل: دا برخه ټول په پرمختللي ساینس ولاړه ده. حکومت باید د ټولې هغې ټکنالوژۍ ساینس زده وي چې وکولی شي چې موډرن او پرمختللي جنګي تجهیزات جوړ کړي. ددې لپاره باید پیاوړي پوهنتونونه ولري او هلته داسې بشري سرچینې موجودې وي چې وکولی شي چې د ساینس په مټ نوي او د وخت له غوښتنو سره سمه ټکنالوژي تولید کړي.
پر همدغه بنسټ؛ د دې لپاره چې د اسلام دین په پوره معنا پلی شي، د اسلام له مقدساتو د ځمکې په هره برخه کې دفاع  وشي، د اسلام سپېڅلی دین د نړۍ نورو ملتونو ته چې د اسلامي دولت بنسټیزه دنده ده د جهاد او دعوت له لارې ورسول شي او اسلامي امت عزتمند شي، اړینه ده چې یو اسلامي دولت د اعداد پورتنی مفهوم درک کړي او د عملي کولو لپاره یې جدي اقدام وکړي. دا چې پر اسلامي امت او په ځانګړې توګه پر اسلامي دولت د اسلام حاکمیت، د اسلام پوره تطبیق او د اسلام او اسلامي امت له مصالحو دفاع واجب دي، نو له همدې امله اعداد هم واجب دی. ځکه مشهوره فقهي قاعده ده چې وايي: مالا يتم الواجب إلا به، فهو واجب یعنې هغه څه واجب دي چې له هغه پرته واجب نه پوره کېږي.




   ارسال نظر