په اشغال پسې اشغال!
08/31/2023 | تمیم انصار

Print


تر شلو کلونو وروسته د ۱۴۰۰ کال د وږي په ۹ مه وروستي امریکايي عکسر د افغانستان خاوره پرېښوده. دا لومړی ځل نه دی چې اشغالګر له دې خاورې وځي. وړاندې تر دې هم انګرېزان او شوروي اتحاد له دې خاورې وتلي دي. خو هر ځل چې یو اشغالګر وتلی، بل راغلی دی. کفار به هېڅکله مسلمانان ارام پرېنږدي؛ الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿وَلَنْ تَرْضَىٰ عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ﴾ [بقره: ۱۲۰]
ژباړه: یهود او نصارا به هېڅکله له تا څخه راضي نه شي، تر څو ته د دوی د ملت (دین، مفکورې، نظامونو) پيروي ونه کړې.

دا یوازې د افغانستان کیسه نه ده، بلکې د ټول اسلامي امت د وروستۍ پېړۍ کیسه ده. خو مخکې اسلامي امت داسې نه و. که په وروستیو سلو کلونو کې د مسلمانانو د حاکمېدو لړۍ په پام کې ونیسو لاندې دوو ټکو ته متوجه کیږو:
لومړی دا چې مسلمانانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره واک نه دی تر لاسه کړی. په دې معنا چې عام او تام صلاحیت او واک یې نه دی تر لاسه کړی. رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول هغه شرطونه چې د واک د اخیستلو لپاره د قبایلو لخوا ورته وړاندې کېدل، رد کړي دي. که هغه تر رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته هغې قبيلې ته واک ورکول وو؛ یا یو کال د رسول الله دین ته واک ورکول او بل کال د کافرانو دین ته واک ورکول وو یا بل هر ډول شرط. بلکې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازې او یوازې د الله سبحانه و تعالی د دین پر حاکمیت ټینګار کاوه او د انسانانو د نفس حاکمیت یې نه مانه. خو په وروستیو سلو کلونو کې مسلمانانو دا موضوع په پام کې نه ده نیولې. تل یې د کفارو د شرطونو په منلو سره حاکمیت ترلاسه کړی او د اسلام شرطونه یې تر پښو لاندې کړي؛ د کافرو اشغالګرو لپاره یې د خپلو مسلمانو ورونو له دفاع څخه سترګې پټې کړي؛ د مسلمانانو تر یوه چتر راټولول یې هېر کړي او له کفارو سره یې یوازې پر ملي پولو د خپل حاکمیت عهد کړی دی.
دویم مسلمانانو واک ته تر رسېدو وروسته هم هغه څه هېر کړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه تر سره کړل. رسول الله صلی الله علیه وسلم واک ته تر رسېدو وروسته د مسلمانانو تر منځ ورورولي اعلان کړه؛ د مسلمانانو حربي او اقتصادي ظرفیت یې په خپلواکه توګه زیات کړ او د قریشو د ماتولو لپاره یې له بل کفر سره د هغوی د شرطونو په منلو سره لاس یو نکړ. نه یې هم ځان د هغوی د نړیوال نظم تر چتر لاندې راووست. که څه هم هغه مهال روم او فارس د نړۍ لوی قدرتونه او د عرب شبه جزیرې ځینې خاورې یې تر واک لاندې وې او اسلامي دولت ته ګواښ کېدلی شو، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغوی څخه د قریشو په ماتولو کې مرسته نه ده اخیستې او د هغوی د نظم تابع شوی نه و، چې د هغوی شرطونه ومني؛ حال دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تر قریشو لږ امکانات درلودل. خو اوسني مسلمانان هر ځل واک ته تر رسېدو وروسته د اقتصادي ګټو او انساني خواهشاتو لپاره د نړیوال نظم تابع شي او په ملي پولو پورې ځان محدود کړي؛ خپل بهرنی دښمن نه تعریفوي او د مسلمانانو تر منځ د ورورولۍ موضوع هېره کړي. خو د امت جوړونې لپاره د ورورلۍ عهد او د بهرني دښمن پېژندل تر ټولو لومړنۍ موضوع ده. خو که د ملګرو ملتونو په منلو سره د نړیوال نظم منل اعلان شي نو بیا د مسلمانانو تر منځ ورورولي او د بهرني دښمن تعریف هېڅ معنا نه لري. اوسني مسلمانان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د نړیوال نظم تر چتر لاندې او د هغوی له اصولو سره سم د نړیوالو سازمانونو په مرسته مبارزه کوي. نو اشغالګر د همدغو اصولو او سازمانونو په کارولو سره خپل اشغال ته دوام ورکوي.
اشغال د دغو دوو ټکو په پام کې نیولو سره پای ته رسېدلی شي. له دې پرته اشغالګر د مسلمانانو په حاکمیتونو کې د لاسوهنې خلاوې مومي؛ هغوی د مسلمانانو په واکمنېدو کې خپل د لاسوهنې امکانات پرېږدي او تر واکمنېدو وروسته هم خپلو لاسوهنو ته دوام ورکوي؛ که هغوی فزیکي حضور ونلري بیا له بېلابېلو تګلارو کار اخلي تر څو د مسلمانانو حاکمیتونه د اسلام له پلي کولو منحرف او د خپلو موخو لپاره وکاروي. هغوی له نورو لاسپوڅو حاکمانو، له نړیوالو سازمانونو، اقتصادي مرستو، شته جاسوسانو او داسې نورو تګلارو څخه کار اخلي تر څو دې موخې ته ورسیږي.
 خو که د مسلمانانو تر منځ د ورورولۍ او د اسلام د هر اړخیز پلي کولو عهد وي، دا به هېڅکله هغوی ته اجازه ورنکړي چې لاسوهنه وکړي. ځکه د ورورولۍ عهد دوست او دښمن تعریفوي؛ مسلمان او کفر سره بېلوي؛ د جهاد مفهوم راژوندی کوي؛ په هغه سره د اسلام ريښتينی بهرنی سیاست پلی کیږي؛ د اسلام د دښمنانو په زړونو کې رعب او هیبت اچوي؛ د مسلمانانو له شته ظرفیتونو کار اخیستل کیږي او د کفر د لاسوهنې مخه نیول کیږي.
نو یوازې او یوازې د خلافت دولت تر چتر لاندې د ملي پولو په ماتولو سره د مسلمانانو تر منځ د ورورولۍ عهد رامنځته کیږي، د کفارو د اشغال مخه نیول کیږي او بشپړ پای ته رسیږي، اسلام په کامل او شامل ډول پلی کېږي او د نړيوال رسالت په توګه د نړۍ تر ګوټ ګوټ پورې رسېږي.




   ارسال نظر