Print


  دفتر مطبوعاتی
حزب التحریر
د صدور ګڼه: ۱۴۴۴هـ.ق/۰۳۳ ۱۴۴۴ هـ.ق، د شعبان ۲۹مه ۲۰۲۳م کال، سه شنبه، د مارچ ۲۱مه

 

مطبوعاتي اعلامیه
د ۱۴۴۴هـ.ق کال د رمضان مبارکې میاشتې د لیدلو د پایلې اعلان

بسم الله الرحمن الرحیم و الحمد لله رب العالمین، د عالمونو هغه رب لره دې ثنا وي چې پر موږ یې روژه فرض کړه او دا یې د اسلام یوه بناء وګرځوله؛ پر سید الخلق، محمد صلي الله علیه وسلم دې سلام او درود وي چې د روژې مبارکه میاشت کې قران –چې د خلکو لارښود او فرقان دی- پرې نازل شو.
بخاري په خپل صحیح کې له محمد بن زیاد څخه روايت کړی چې وايي: ما له ابو هریرة رضي الله تعالی عنه څخه واورېدل چې پیغمبر صلي الله علیه وسلم یا ابوالقاسم صلي الله علیه و آله وسلم فرمايي:

«صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ فَإِنْ غُبِّيَ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا عِدَّةَ شَعْبَانَ ثَلَاثِينَ»
ژباړه: د مياشتې په ليدلو سره روژه ونيسئ او د مياشتې په ليدلو سره روژه وخورئ (اختر کړئ) خو که چېرې مو د کوم لامل له امله مياشت ونه ليدلای شوه، نو بيا د شعبان دېرش ورځې پوره کړئ (او له هغه د رمضان روژه نيول پيل کړئ)

نن شپه، د چهارشنبې ماښام، د رمضان مبارکې میاشتې د پلټلو په پایله کې د شریعت له غوښتنو سره سم نوې میاشت ونه لیدل شوه؛ نو سبا، چهارشنبه د شعبان وروستۍ ورځ ده او بله ورځ، پنجشنبه د ۱۱۴۴ هـ.ق کال د رمضان مبارکې میاشتې لومړۍ نېټه کېږي.
په دغه مناسبت زه د خپل ځان او د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د مشرتابه او نورو کارکوونکو له طرفه د حزب التحریر امیر، جلیل القدر عالم، عطاء بن خلیل ابو الرشته ته مبارکي او نېکې هيلې وړاندې کوم او ده ته له الله سبحانه و تعالی څخه مرسته غواړم. الله تعالی دې وکړي چې د ده په لاسو موږ ته بریا او ځواکمنتيا راکړي.
سږ کال رمضان په داسې حال کې راځي چې نړۍ ورځ په ورځ زیاتېدونکي مالي ناورینونه تجربه کوي؛ د نړۍ ډېری هېوادونه ترې لاندې سوځېږي او د افرادو، خصوصي بنسټونو او ان حکومتونو په ګډون ترې په امن نه دي. پانګوال نظام خلک د ربا (سود)، احتکار، اقتصادي تهاجمونو او د انحصاري پانګوال شرکتونو او د امریکا په رهبرۍ هغو هېوادونو په ګټه د شتمنیو لوټ کولو څخه ستړي کړي چې د دغو شرکتونو پیروي کوي.  
په تېرو لسیزو کې نړیوال کېدل یا ګلوبلايزېشن د یوه داسې ماشین په توګه کار کړی چې د امریکا لخوا د خلکو پر وړاندې د دغې جنایتکارې پالیسۍ د پلي کولو لپاره کارېدلی. خو وروسته له دې چې چین وده وکړه، د روسیې غږ پورته شو او په اروپا کې شخړې پيل شوې؛ امریکا یو ځل بیا د نړیوال کېدو د رسم په لټه کې ده او د دغو هېوادونو اقتصادونه تر خپل اقتصاد څو لسیزې شاته ټېله کوي؛ دا دې سبب شوه چې د روسیې او اوکراین له جګړې د روسیې د کمزوري کولو او د چین او اروپا د ښکېلولو لپاره ګټه واخلي. دا ورته هيڅ ارزښت نه لري چې دغې جګړې د اوکراین خلکو ته څومره ویجاړۍ راوړي او د نړۍ د ډېرو هېوادونو غذايي امنیت یې وګواښه، ځکه امریکا دغې جګړې ته يوازې د خپلو ګټو له عينکو ګوري، نو دا ورته مهمه نه ده چې نورو ته یې څومره زیان رسېږي!
د مسلمانانو وضعیت هم له دغې صحنې لرې نه دی. مسلمانان لومړني کسان دي چې د غرب د اقتصادي، سیاسي او امنیتي فرېب قرباني کېږي. اسلامي هېوادونه له تر ټولو شتمنو هېوادونو څخه دي او موقعیت یې د نړۍ له تر ټولو غوره موقعیتونو څخه دی. خو حکام یې له دوی سره نه، بلکې د لویو پانګوالو غربي هېوادونو غلامان او د دوی د جیوپولیټيکي محاسبو موخه دي. پر مسلمانانو د واک لپاره غربي تګلارې پر درېیو عناصرو تمرکز کوي: غلامانو ته واک ورکول، له دین څخه د سیاست بېلولو پالیسي پلي کول او دې ته لېوالتیا چې قضایه قوه او د دغې قوې د امرونو پلي کوونکي فاسد کړي. په دې توګه امت د خپلو ګټو په بند کې راګيروي.
دغو شرایطو او پر اسلام او اسلامي ځمکو د غرب برید پر دې د مسلمانانو قناعت زیات کړ، چې اسلام د ژوند تر ټولو غوره تګلاره ده او دا چې دوی د خلافت له راپرځېدو او د دوی د ځمکو له وېشل کېدو راهیسې تر اوسه تر اشغال او ذلت لاندې دي. نو نن ورځ خلافت د مسلمانانو ترمنځ یو عام فکر دی؛ بلکې وايي چې پر یوه دولت د دوی د هېوادونو بدلول نن ورځ د دوی تر ټولو لوی او مهم مصلحت دی.
خو له دغه حقیقت سره سره چې امت د شریعت د پلي کولو فکر ته ورځ په ورځ نږدې کېږي، لا یې هم دغې موخې ته د رسېدو لار نه ده پیدا کړې. ډېرو ته یې تراوسه لارښونه نه ده شوې چې د خلافت د تاسیس لپاره د نبوت پر منهج پابندې او درېدل اړین دي. څو چې دا موضوع په جمعي فرهنګ بدله نه شي، خلک په یوازې ځان نه ورته متوجه کېږي.
ای د پلټ‌فارمونو او ټرېبیونونو څښتنانو ... اې هغو کسانو چې د عامه افکارو د خبرولو مسولیت مو اخیستی:
اې د عامه افکارو جوړوونکو او په ځانګړي ډول هغو کسانو چې غواړئ د امت ګټې وساتئ، دا ستاسو وار دی. نو تاسو ټولو د رسنیو متخصصینو، عالمانو، با نفوذه کسانو، د وېبپاڼو او پلټ‌فارمونو څښتنانو او د ډلو او بنسټونو مشرانو، د ا مسولیت منلی چې «امت یې د لومړیتوبونو په اړه خبروئ». د امت بېلابېلې برخې تاسو شپه او ورځ څاري چې د هغو مسایلو په اړه له تاسو فکر واخلي چې باید په مناسب وخت خبرتیا ورکړل شي. نن ورځ د اسلامي امت لپاره د خلافت تر بیا تاسیس مهمه موضوع او لومړیتوب نشته، ځکه چې دا د ټولو موضوعاتو مور ده. دا یوه حیاتي موضوع ده چې باید د هغې لپاره د مرګ او ژوند تر بريده ګام پورته شي.
اې هغو مسلمانانو چې د بدلون وس لرئ... اې د قدرت او ځواک څښتنانو:
ولې د الله دین ته په نصرت ورکولو کې ناغېړي کوئ؛ له خپلو حکامو وېرېږئ!؟ ایا نه وینئ چې دوی د استعماري غربي هېوادونو حکامو ته د ورتګ پر وخت د کورنيو څارويو پشان ګرځي!؟ نو ایا تاسو ته مناسبه ده چې دا ډول رویبضه (جاهل حکام) حکومت درباندي وکړي، په داسې حال کې چې تاسو غوره امت ياست!؟ او که له استعماري کافر غرب څخه وېرېږئ!؟ نه وینئ چې کله یو ناورین راشي، ټول څنګه متزلزل شي!؟ له کرونا وبا نیولې د امریکا د کانګرس ماڼۍ تر نیولو، د اوکریان تر جګړې او د امریکايي بانکونو تر افلاس او ډيوالتوبه. هر کله چې غرب له یوه ناورین سره مخ شي، کمزوري یې په ډاګه کېږي او ټولنې یې د ډېرې شدیدې فردپالنې په سبب په اندېښنو او ګډوډۍ کې ډوبېږي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

 [بَأْسُهُمْ بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعاً وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لّا يَعْقِلُونَ]
ژباړه: «د دوی په خپل منځ کې تاوتریخوالی [لکه دښنمي] شدیده ده. فکر کوئ چې هغوی سره یو دي، خو زړونه یې سره بېل دي. دا ځکه چې دوی داسې خلک دي چې تعقل نه کوي» [حشر:۱۴]

اې هغو مسلمانانو چې د بدلون وس لرئ... اې د قدرت او ځواک څښتنانو:
موږ له تاسو غواړو چې د سږ کال رمضان د نبوت پر منهج راشده خلافت د دویم ځل تاسیس پروژې ته  له نصرت ورکولو پرته مه تېروئ. په دې توګه به په کوچني اختر کې د مسلمانانو خوښي د ژمنه شوې بریا خوښي او لمانځنه وي. د مسلمانانو په منځ کې به ستاسو مقام او ځای د مدینې منورې د انصارو رضي الله عنهم پشان وي. امت تیار دی چې ځان د اسلام په لار کې قرباني کړي. د خلافت د بیا تاسیس پروژه حزب التحریر جوړه کړې چې د دغه دولت د تاسیس او جوړولو تفصیلي نقشه ده؛ تاسو ته یوازې دومره پاتې ده چې زموږ دعوت ته ځواب ووایئ. اې د قدرت او ځواک خلکو، له الله تعالی څخه ووېرېږئ... د اسلام او مسلمانانو په حال له الله څخه ووېرېږئ.  
الله سبحانه و تعالی فرمایي:

 [فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ]
ژباړه: «نو چا چې پر هغه (پیغمبر صلي الله علیه وسلم) ایمان راووړ او درناوی یې وکړ، نصرت یې ورکړ او له هغه نور (قران) څخه یې پروي وکړه چې پر هغه (صلي الله علیه وسلم) نازل شوی – همدوی بریالي دي» [اعراف: ۱۵۷]

رمضان مو مبارک شه، والسلام علیکم ورحمة الله و برکاته
د چهارشنبې شپه د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د رمضان مبارکې میاشتۍ لومړۍ ده.

انجنیر صلاح الدین عضاضه
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر




   ارسال نظر