چين او په اوکراین کې د سولې وړانديز
03/15/2023 |

Print


بسم الله الرحمن الرحيم
پوښتنه:
د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ په ۲۷مه، العربيه ويبپاڼې راپور ورکړ چې (کريملين ماڼۍ: موږ د چين سولې پلان هرکلی کوو، خو پخلاينه لرې خبرې ده). په همدغه نېټه، اليوم خبري ويبپاڼې راپور ورکړ چې (کريملين وايي په اوکراین کې د چين د سولې پلان ته ليوالتيا ښيي خو د دغه وړانديز جزيات بايد په غور تحليل او محاسبه شي). د ۲۰۲۳م کال د فبروري میاشتې په ۲۱مه، پوتين اعلان وکړ چې [«روسيې په New Start Treaty (د نوي پیل تړون/د وسلو د کنټرول تړون) کې چې له متحده ایالاتو سره لاسلیک شوی، خپل ګډون ځنډولی » (انادولو، ۲۱/۲/۲۰۲۳)]. ياد بيانونه کېيف ته د بايډن له سفر وروسته کېږي. نوموړي د روان کال د فبروري په ۲۰مه اوکراين ته سفر وکړ او د دغه هيواد له ولسمشر، زيلنسکي سره په لیدنه کې یې وویل: [اوکراین به د ۵۰۰ مېليونه ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو یوه نوې ټولګه ترلاسه کړي چې سه شنبې به اعلان شي. (سکای نيوز عربي، ۲۰/۲/۲۰۲۳)]. دا خبرې بیا د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ یي د مونخ امنیتي کنفرانس کې مخته یوړې او ویې ویل چې چین په اوکراین کې د سولې لپاره يو پلان لري، هغه وويل، [دغه جګړه بايد نور دوام ونه کړي» (سي ان ان، ۱۸/۲/۲۰۲۳)].
پوښتنه دا ده چې؛ ايا چين په اوکراين کې جګړه درولی شي؟ چین ولې تر جګړې یو کال وروسته داسې یو پلان جوړوي؟ ولې روسيې د دغه پلان هرکلی وکړ او وروسته يې وويل چې پخلاينه لرې ده او ايا د دغه پلان د برياليتوب چانس شته؟
ځواب:
د پورتنیو پوښتنو تر ځوابولو وړاندې لاندې ټکي څېړو:
لومړی: د روسيې-اوکراين پر جګړې نفوذ لرونکي هېوادونه
۱- امريکا: د ولسمشر بايډن تر مشرۍ لاندې امريکا په دې وتوانېدله چې په غربي نړۍ کې د امريکايي مشرتابه په تړاو د اروپايانو شکونه له منځه يوسي. د بايډن ادارې د اوکراين لپاره د پوځي او نا پوځي مرستو چمتو کولو کې غربي هڅې سره همغږي کړې چې د روسيې د بريد پر وړاندې مقاومت وښيي. دغه راز یې غرب سره متحد کړ چې پر روسيې اقتصادي بنديزونه ولګوي او ویې کولی شول چې له اروپا څخه د روسیې د انرژۍ شریانونه پرې کړي. ان له اروپا بهر هيوادونه لکه؛ جاپان، سويلي کوريا او اسټراليا یې پر روسیې د تحریمونو وضع کوونکو هېوادونو په ډله کې راوستل. ناټو –چې د ټرمپ د ادارې پر مهال بې باوره وه- یې بیا راپورته کړه. د بايډن ادارې اوکراين ته د وسلو لېږد زيات کړ او اعلان يې وکړ چې موخه يې په اوکراين کې د روسيې ماتول دي.
۲- په اروپا کې لوی قدرتونه: په داسې حال کې چې د روسيې پر وړاندې د بريتانيې او امريکا د درېځونو ترمنځ توپير کول ناشونی برېښېدل، المان او فرانسې هم ورته درېځونه خپل کړل. له اروپا څخه د روسيې د انرژۍ د هرې نل‌ليکې له بندېدو سره المان د روسيې ضد درېځ لا پياوړی کاوه، ان د المان د بهرنیو چارو وزیرې، انالنا بربوک د روسیې پر وړاندې اوکراين ته د ټانګونو ورکولو لپاره د اروپايي هيوادونو د هڅو یو کولو په ترڅ کې وويل: (موږ يو د بل پر وړاندې نه، بلکې د روسيې پر وړاندې جګړه کوو... (الشروق، ۲۴/۱/۲۰۲۳)). د روسيې مخکيني ولسمشر، ميدويدوف دا خبرې «يو ګټور حماقت» وباله (انادولو، ۲۹/۱/۲۰۲۳)، یعنې اروپا د اوکراين په جګړه کې يو متحد لوری دی. د فرانسې په اړه باید ووایو چې دا هېواد د روسيې له ولسمشر سره د اړیکو لرلو په تړاو د خپلو متحدينو له لوري له نیوکو سره مخ و، خو بیا د هغه کاروان ملګری شو چې اروپايي هيوادونه له وړاندې پکې سپاره وو او کنټرول یې له امریکا سره دی. د ۲۰۲۳م کال د فبروري په ۱۹مه، سکای نيوز عربي خبر ورکړ چې د فرانسې ولسمشر، مکرون له مونيخ امنيتي کنفرانس څخه تر راستنېدو وروسته وويل: (زه غواړم روسيه په اوکراين کې ماتې وخوري او غواړم اوکراين له خپل درېځ څخه دفاع وکولی شي.)
۳- روسيه: وروسته تر هغې چې په نړيواله کچه د روسيې پوځي کمزوري افشا او د اوکراين په جګړه کې یې جدي کمزوري ډاګيزه شوې؛ د روسي پوځ مقام ټيټ شو او د کېيف شاوخوا، خارکېف او خېرسون کې روسي پوځ له سختو ماتو سره مخ شو. دا چې د روسي پوځ د روسيې د عظمت اصلي پایه وه، اوس روسيې ته په نړیواله کچه د لویوالي د اصلي پایې په توګه له اټومي ځواک پرته بل څه نه دي ور پاتې. د روسيې اقتصاد لا له وړاندې کمزوری و. له سياسي اړخه امريکا او اروپا تر ډېره بريده روسيه له نړيوالې انزوا سره مخ کړې او د جګړې په تړاو روسيه په کوردننه هم د اجماع له نشت سره مخ وه. کله چې روسیې جبري جلب او جذب ته مخه کړه، ګڼ روسان بهر ته وتښتېدل!
دويم: پر چين د دغو ټولو نړيوالو بدلونونو اغېز:
۱- چين پوهېږي چې دوی د امریکا د لومړیتوبونو په سر کې دي؛ له روسیې هم وړاندې. امريکا د ټايوان په تړاو چين ننګوي او لار ترې ورکوي. بل لور ته امریکا د دغه هېواد د ګواښلو لپاره له سويلي کوريا سره بې ساري پوځي مانوورونه کوي. چین که د بندیزونو په سبب د روسیې اوسني زیانونه جبرانوي یا د روسیې پوځي ملاتړ کوي؛ امریکا یې ننګوي. امريکا په پټه د چين اقتصاد مهار کړی، د چين هواوې شرکت او د ټېکنالوژۍ نورو چینايي شرکتونو پر وړاندې اقتصادي جګړه مخته وړي. امريکا ان په ډاګه پر چين بريښنايي چيپونه بند کړل، ویې ویل چې دا د پوځي موخو لپاره کارېږي او چين د امريکا ملي امنيت ګواښي. چين پوهېږي چې امريکا د جاپان په وسله‌وال کولو سره د چين لپاره سرخوږی جوړوي او له لويې ستونزې سره يې مخ کوي. امريکا همدا رنګه نور پوځي ايتلافونه لکه؛ د AUKUS درې اړخيز تړون (استراليا+بريتانيه+امريکا) او څلور اړخیزه امنیتي ډیالوګ یا Quad (د امريکا+استراليا+جاپان+هند تر منځ) جوړ کړي. پورته ټولې کړنې د چين او پوځ لپاره يې سترې ننګونې دي.
۲- اروپايي هيوادونه چې د امریکا پشان د چین اقتصادي شريکان دي، د ګډې همغږۍ لپاره د واشنګټن غوښتنو ته تسليم شوي. دا ګډه همغږي هغه وخت منځ ته راغله چې روسيې پر اوکراين بريد وکړ او اروپا د روسي ګواښونو پر وړاندې د ځان د خونديتوب لپاره امریکا ته بیړنۍ اړتيا پيدا کړه. چين پوهېږي چې په اوکراين کې د روسيې جګړې؛ اروپا د امريکا لمنې ته وغورځوله او اروپايان يې د چين پر وړاندې د امريکا درېځونو ملاتړ ته کش کړل؛ دغه راز پانګوالو او په ختیځه اسیا کې د غرب پیروانو هېوادونو ته د «همفکره هيوادونو» اصطلاح رامنځته شوه. له بل پلوه، په ختيځه اسيا کې د ناټو سازمان رول په تړاو بحثونه روان دي او دا چين ته يو جدي ګواښ دی چې امريکا د بيجينګ پر وړاندې د ګڼو هيوادونو د یو ځای کولو وړتیا پیدا کوي.
۳- روسيه: د روسيې کمزوري د دې سبب شوه چې چین نور د یوه لوی شریک په سترګه ورته ونه ګوري، په ځانګړې توګه دا چې نړیوال ډګر په ترتیب پرې راتنګېږي. روسيې د اروپا لپاره زياته انرژي چمتو کوله خو اروپا د روسيې نفت او ګاز له يو څو نل‌ليکو پرته نور ټول بند کړل. په داسې حال کې چې اروپا او امريکا د روسيې پر وړاندې خپلې دروازې تړي، نور هيوادونه هم څاري، له هغوی غوښتنه کوي چې بنديزونو ته په کتو له روسيې تېل ونه پيري. له همدې امله، روسيه چين ته د يوازينۍ پرانيستې دروازې په سترګه ګوري چې هلته خپله انرژي او خام مواد پلورلی شي او غرب «روسيه د چين سوداګريزه شريکه» ګڼي، دغه حالت چين د امريکا او اروپا پر وړاندې ورخطا کړی؛ ځکه امريکا او اروپا د چين د توليدي توکو بازار دی. 
۴- پخپله چين: چين سربېره پردې چې د اوکراين جګړې په تړاو يې دریځ مبهم دی، باید وګوري چې د جګړې له کومو پایلو خوښ نه دی. چين د اوکراين جګړې تر رامنځته کېدو وړاند له روسيې سره د «نامحدودې ملګرتیا» سند لاسليک کړ. کله چې روسيې پر اوکراين بريد وکړ، امريکا او اروپايي هيوادونو له چين څخه وغوښتل چې د روسيې د تېري پر ضد يو درېځ ونيسي، د چين درېځونه مبهم وو. له يوه پلوه، چین په اوکراين کې د روسيې د جګړې مخالفت اعلان نه کړ، له بل پلوه يې د خپل متحد، روسيې ملاتړ هم اعلان نه کړ. د چين درېځ دا و چې امريکا د دې جګړې د رامنځ ته کېدو مسوله ده، ځکه روسيې ته يې امنيتي ضمانتونه نه ورکول. داسې ښکارېده چې چين په دې تمه و چې روسيه به په اوکراين کې نوی واقعيت رامنځته کړي او په اوکراين کې به امنيت خوندي کړي او دا کار به غربي هيوادونه اړ کړي چې روسیه په یوه غوره نړیوال حالت کې په رسمیت وپېژني او له دې سره به چين په ځانګړي ډول په تايوان کې له غوره حالت څخه برخمن شي. خو د روسيې پوځي کمزوريو او په اوکراين کې د جګړې په ډګر کې له ماتو وروسته، د چين درېځونه د نوسان په حالت کې شول، ګواکي چې چين له روسيې سره ايتلاف څخه د پر شا کېدو په حال کې دی.
۵- د چين پر وړاندې د ټولو غربي هيوادونو له درېځونو څخه د دښمنۍ بوی حس کېده، خو چين د امريکا او اروپايي هيوادونو پر وړاندې ورته دریځونه ونه نيول. چين له روسيې څخه ملاتړ ونه کړ، ځکه د چين ابر ځواک کېدل او د نوي چين درېځ په بشپړ ډول پر بهرنۍ سوداګرۍ ولاړ دی. د امريکا او اروپا بازارونه د چين د لویوالي اصلي شريان دی. دا له روسيې سره توپير لري، روسیه نه اقتصاد او نه نړيوال تجارت لري او پوځ يې د پخواني شوروي اتحاد ميراث دی چې د نړيوال موقف استازيتوب يې کوي. که څه هم له بلې زاویې، چين له روسيې سره په اسيا او له اسيا څخه بهر په لويو بحيرو کې نظامي مانوورونه ترسره کړل. چين ښايي غوښتل چې منځلاری وي، ترڅو روسيه له لاسه ورنه کړي، ځکه چې که یې له امریکا سره ستونزه راشي، هغې ته اړتيا لري؛ دغه راز یې نه غوښتل غربي هيوادونه له لاسه ورکړي، ځکه هغه د چين اقتصادي بازارونه دي او سوداګري یې اقتصاد ته خورا مهمه ده.
درېيم: له همدې امله، پورتنیو دریځونو چين اړ کړ چې د دواړو لورو ترمنځ د بحران حلولو په تړاو د منځګړي رول ولوبوي، که څه هم له دواړو لورو سره د چين اړيکې متوازنې نه دي. د دغو ټولو معنی دا ده چې چین  په اوکراين کې د جګړې له پیل راهیسې په خپل اسمان کې ډېرې تورې راټولې شوې ورېځې ویني؛ دا ټولې تورې ورېځې لومړۍ برخه ده، یعنې د اوکراين د جګړې ختمولو لپاره د چین د پلان چینايي برخه. خو دغه برخه د دوېيمې برخې (روسيې برخې) له يوځای کېدو پرته جدي بدلون نشي راوستی. د دغې برخې تر ارزونې وروسته دغو پایلو ته رسېږو:
۱- که څه هم روسيې پوځ بسيج کړ او کابو نيم مېليون نوي سرتېري يې استخدام کړل او يرغليز حالت يې غوره کړ لکه د دونباس سيمې بخموت ښار اوسنی حالت؛ خو هغه پوهېږي چې د جګړې ګټل ناشوني دي، ځکه چې پر وړاندې یې یوازې د اوکراين پوځ نه دی، بلکې «د ناټو سازمان له جنګي وړتياوو» سره مخ ده. ناټو په زغرده د اوکراين لپاره وژونکي وسلې چمتو کوي او ښکاره موخه يې په اوکراين کې د روسيې ماتول دي. داسې ښکاري چې روسيه پوه شوې چې په نړيواله کچه په اوکراين کې له امريکا او متحدينو سره مخ ده او هغوی يې د ماتولو په لټه کې دي. فنلنډ او سويډن چې له جغرافيوي اړخه له روسيې سره نژدې دي ښايي د ناټو سازمان نوي غړي شي، المان چې د تارېخ په اوږدو کې د روسيې قسم خوړلی دښمن و، په چټکۍ سره د پوځي کېدو لور ته درومي او په ختيځ کې د جاپان پوځ ښايي په بيړه  د روسيې پر وړاندې د يوه لوی ګواښ په توګه راڅرګند شي، په ځانګړې توګه وروسته له دې چې جاپان له روسيې څخه د کوريل ټاپوګانو ـ چې د دوېيمې نړيوالې جګړې په درشل کې روسيې اشغال کړې وو ـ غوښتنه کوي. د اوکراين او نړيوالو پرمختګونه روسیه له سترو امنيتي ننګونو سره مخ کوي او د روسيې کمزورۍ په ځانګړي ډول د بې ساري اقتصادي بنديزونو له امله نورې هم په ډاګه کېږي.
۲- روسانو د اوکراين په جګړه کې خپلې کمزورۍ په خپلو سترګو وليدلې او په دې هڅه کې دي چې د پوځ او اقتصاد د له منځه تلو د مخنيوي لاره ومومي او په خپل شاوخوا کې د نړيوال وضعيت خرابېدو مخه ونيسي. دا دويمه برخه د روسانو ده چې د چين د سولې پلان یا لومړۍ برخې په څېر اهميت لري او د دې برخې له مخې روسيه غواړي چې په اوکراين کې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، خو غواړي چې حيثيت يې وساتل شي.
له همدې امله، د دغو دوو برخو يوځای والی (پر چين د جګړې منفي نړيوالې اغېزې او په اوکراين کې له بريا څخه د روسيې نهيلتوب) د دې لامل شوي چې چين په اوکراين کې د سولې پلان رامخته کړي. يو کال وړاندې د جګړې په پيل کې حالت داسې نه و، داسې ښکاري چې چين له روسيې څخه تمه درلوده چې د جګړې معضله ژر تر ژره په خپله ګټه حل او فصل کړي. له همدې امله، چين د جګړې په پيل کې د سولې پلان په پام کې نه درلود، خو اوس- چې روسيه د جګړې له ګټلو نهيلې شوې او خبرو اترو  ته يې د خپل حیثیت ساتل کېدو په شرط ليوالتيا پيدا کړې - چين د سولې پلان وړاندې کړ.
په اوکراين کې د چين د سولې پلان واقعيت همدا دی. په دغه پلان کې د هيوادونو حاکميت ته د درناوي يادونه شوې چې غرب او اوکراين پرې تېرباسي. د دغه پلان له مخې، د چين بهرنيو چارو وزير د اوکراين له حاکميت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل، [د چين په وړانديز کې به د ټولو هيوادونو ارضي تماميت او حاکميت ته درناوی کېږي (سي ان ان عربي، ۱۸/۲/۲۰۲۳)]، دا خبرې مذاکراتو ته د غرب د کېنولو او د هغوی د راښکلو لپاره دي.
څلورم: د پوښتنې هغه برخه چې د چين پلان به بريالی شي  که نه؛ یعنې په اوکراين کې به جګړه پای ته ورسېږي که نه، دا په ځينو اغېزناکو لاملو پورې تړلې ده چې په لاندې ډول دي:
۱- دا معضله د امريکا او د هغو پیروانو، اروپايي هيوادونو په درېځونو پورې تړاو لري چې د اوکراين ملاتړ کوي؛ د اوکراين د ولسمشر، زيلنسکي او نورو اوکرايني چارواکو سخت بيانونه له همدغو درېځونو سرچينه اخلي. د اوکراين او غرب د درېځونو خلاصه دا ده چې د سولې مذاکراتو ته د يوه شرط په توګه  روسيه بايد د کريميا په ګډون په اوکراين کې له ټولو اشغال شويو سيمو څخه ووځي؛ دا په دې معنی ده چې له روسيې سره مذاکرات يوازې د خاورې پر سر نه دي، بلکې د خسارې جبران او نړيوالې محکمې ته د مجرمينو کشول هم پکې شامل دي. روسيه دا شرطونه نه مني او موجود جنګي واقعیت ته اشاره کوي؛ یعنې لومړی د جګړې په جبهو کې د جګړې درېدل او بیا خبرې اترې. روسيه له شک پرته غواړي تر اوربند وروسته په داسې توګه مقابل لوري ته ځینې امتیازونه ورکړي چې له يوه پلوه يې خپل حيثيت ساتلی وي او له بل پلوه د جګړې په ډګر کې يو څه لاسته راوړنې، که څه هم سمبوليکې وي، ولري. سربېره پر دې روسيه غواړي چې بنديزونه ترې لري او کنګل شوې بوديجه یې ازاده شي.
۲- داسې ښکاري چې غربي هيوادونه اوس د چين له پلان سره ليوالتيا نه لري او په اوکراين کې د روسيې د بشپړې ماتې په تمه دي. د اروپايي کميسيون مشرې، اورسلا فن در لاين وويل: [موږ له دې څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره نورو شواهدو ته اړتيا لرو چې چين له روسيې سره کار نه کوي او موږ اوسمهال دا نه وينو. (سي ان ان عربي، ۱۸/۲/۲۰۲۳)] او د امريکا بهرنيو چارو وزير چين د روسيې په ملاتړ تورن کړ: [هغه مرکه چې يکشنبه خپره شوه، بلينکن وويل چې چين روسيې ته د پوځي مرستو چمتو کولو په تړاو کابو د يوه کال راهيسې په «جدي غور» بوخت دی (القدس العربي، ۲۰/۲/۲۰۲۳)]. داسې پوره نښې نښانې شته چې غرب د اوکراين د ملاتړ له لارې د روسيې د ماتولو په لټه کې دی.
۳- ټولو دغو خبرو ته په پام؛ په اوکراين کې د جګړې ختمولو لپاره د چين د سولې پلان کې که څه هم د هيوادونو د ارضي تماميت درناوي ته اشاره شوې او ښيي چې له اوکراين څخه د روسیې وتل شوني دي؛ خو دغه پلان اوسنيو حالاتو په پام کې نيولو سره، د امريکا او په اروپا کې د امریکا پيروانو او اوکرايني چارواکو ته چې پر چارو مستقيم کنترول هم نه لري، د منلو وړ نه دی. امريکا په دوامدار او زياتېدونکي ډول د اوکراين ملاتړ کوي او اوکراين ته د وسلو چمتو کولو په کيفيت کې بدلون راولي او د امریکا د ولسمشر، بايډن له خولې اعلانوي چې د روسیې ولسمشر به هېڅکله په اوکراين کې بریالی نه شي. د امریکا دغه ټینګه اراده د انګلستان له ورته ارادې او د ختیځې اروپا د هېوادونو، لکه پولنډ او بالتیک هېوادنو، چې له روسیې سخته کرکه لري، له ارادې سره ارزول کېږي؛ یعنې د چين د سولې پلان د امريکا له لوري د منلو نه دی او امريکا یې هرکلی نه کوي. داسې ښکاري چې پورته درېځونو روسيه وارخطا او نا ارامه کړې ده، که څه هم ښکاره یې نه دي ویلي، خو له بيانونو يې ښکاري چې دغه پلان ورته د منلو دی؛ یعنې روسيه يو قدم مخته او يو شاته ږدي. سکای نيوز عربي چينل د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ په ۲۷مه پر خپله ويبپاڼه وليکل: [د کريملين ماڼۍ د چينايي پلان په تړاو وايې: (په اوکراين کې د سولې لپاره شرايط نه دي برابر)، خو بيرته يو قدم شاته ځي او وايې: (روسيه د چين د سولې د پلان هرکلی کوي...)]. اليوم تلويزيون د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ په ۲۷مه پر خپله ويبپاڼه وليکل: (د کريملين ماڼۍ په اوکراين کې د چين د سولې پلان ته ليوالتيا ښيي او د دې وړانديز جزيات بايد په غور سره تحليل او محاسبه شي). لکه روسیه چې غواړي ځان ته د بېرته تګ لار جوړه کړي.
پنځم: د پایلې په توګه، راتلونکی پړاو به د نوو پرمختګونو شاهد وي چې یو ښکاره عنوان به یې همدا د اوکراين جګړې د ختمولو لپاره د چین پلان وي. تر جګړې يو کال وروسته د چين هڅې د روسيې لپاره يو هيله ده چې د اوکراين له بحران څخه ووځي- هغه بحران چې د روسيې نړيوال درېځ يې له خطر سره مخ کړی. سربېره پر دې دغه هڅې اصلاً پخپله د چین په ګټه هم دي.  خو امریکا، اروپا او ناټو او دغه راز اوکراين دا پلان نه دی منلی او د شک په سترګه ورته ګوري؛ ځکه خو یې د بریالي کېدو چانس ډېر کم دی. مګر دا چې نړیوال شرایط بدل شي او یا روسیه ادعا وکړي چې پر اوکراين د لوی او اغېزناک برید وړتیا لري. باید ووایو چې په راتلونکي کې د دغه شان برید احتمال زیات دی؛ ځکه امریکا او ناټو روسیې ته په کمین کې دي او دې ته اماده دي چې د روسیې د بریا د مخنیوي لپاره له اوکراين سره هر ډول پوځي مرسته وکړي.
په پای کې باید ووایو چې، لوی کفري استعماري هيوادونه په خپلو کې په نړۍ کې د ښېګڼې لپاره نه، بلکې د شر او فساد لپاره په جګړو کې سره ښکېل دي. روسيه په اوکراين کې هر ژوندی اوکراينی وژني، امريکا او غرب پر اوکرايني سرتېرو سربېره د يرغل پر وړاندې له هر اوکرايني وګړي څخه د جګړې لپاره کار اخلي! دواړه لوري په اوکراين کې جګړه کوي چې هر اوکراينی ووژني... په دې ډول دغه هيوادونه په ځمکه کې فساد خپروي او خپلو ګټو لاسته راوړلو په موخه د بشر وينو ته ارزښت نه ورکوي، هغوی ته یوازې خپلې ګټې ارزښت لري. اوسنی حالت د فارس او روم دولتونو ته ورته حالت دی چې يو له بل سره يې جګړې کولې، کله به یوه وګټله او کله بل. هر دولت د ماشين په څېر د خپلو ګټو لاسته راوړلو په موخه د خلکو وينې څښلې... او دا حالت تر هغه روان و چې الله سبحانه وتعالی ريښتینو او مخلصو کسانو، اسلامي امت ته د فتحې ویاړ ورکړ چې په دې سره  اسلام او مسلمانان سرلوړی او کفر او کافران سپک شول؛ دا حالت به ژر يو ځل بيا راځي انشاالله.

 [وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ] (الروم:۴-۵)
ژباړه: په دغه ورځ به مومنان خوشاله شي؛ د الله په نصرت، الله سبحانه وتعالی هغه چاته نصرت ورکوي چې خوښه يې شي او هغه نه برلاسی او مهربانه دی.
۱۴۴هـ.ق، د شعبان ۹مه
۲۰۲۳م کال، د مارچ ۱




   ارسال نظر