د اونۍ خبره: امریکایان او د دوی لاسپوڅي تروریستان دي
10/02/2022 | فرید احرار

Print


څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت په شورا کې د افغانستان په اړه غونډه وشوه. په دې غونډه کې د مجلس ځینو ګډوانوالو او همدارنګه د افغانستان ګاونډیو او ځینو نورو هېوادونو استازو په افغانستان کې د تروریزم د پراخېدو او تروریستي ډلو د بیافعالېدلو په اړه خپلې اندېښنې وښودې. دا په داسې حال کې ده چې امریکا کابو شل کاله وړاندې د تروریزم په پلمه پر اسلامي خاورو په ځانګړې توګه په افغانستان او وروسته په عراق بریدونه وکړل. په داسې حال کې چې تر اخره یې نه په افغانستان کې د تروریزم او تروریستي ډلو څرک ثابت کړای شوی او نه هم په عراق کې. د امریکا په دغه فریب او چل باندې اوسمهال ټوله نړۍ پوهېدلې ده چې تروریزم او تروریستي ډلې هغه پلمې وې، چې امریکا د خپلو ملي ګټو او خپل استعماري سیاست د پراخولو لپاره وکارولې . مګر د اسلامي خاورو ځينې خاین چارواکي اوس هم په دې نه دي پوهېدلي او اوس هم د امریکا د خوش خدمتۍ لپاره د تروریزم او تروریریستي ډلو غږونه پورته کوي. 
که تروریزم د خپلو موخو لپاره د بې ګناه خلکو وژل وي، نو بیا خو د تروریزم سرغنه خپله امریکا ده. ټولې نړۍ ته جوته ده چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې چې افغانستان یې اشغال کړی و، څومره بې ګناه خلک، سپین ژیري، ماشومان او ښځې ووژلې؛ پر کورونو، جماعتونو، ودونو او حتا جنازو یې هوايي بریدونه وکړل او په سلګونو زره انسانان یې په افغانستان کې شهیدان کړل. همداراز روسیه کلونه کېږي د سوریې مسلمانان وژني، هند څو لسیزې کېږي د کشمیر مسلمانان وژني، چین د اویغور مسلمانان حتا د لمانځه او روژې غوندې عباداتونو ته هم نه پرېږدي او په زور او تر شکنجو لاندې یې مجبوروي چې اسلام پرېږدي. همدارنګه د همدغو نړیوالو تروریستي قدرتونو د شومو تروریستي پلانونو د تحقق لپاره د اسلامي خاورو زیاتره حکومتونه د دوی په څنګ کې ولاړ دي. دپاکستان حکومت او پوځ د امریکا د خوشالولو لپاره افغانستان پر امریکا خرڅ کړ او په خپله خاوره کې یې په سلګونه زره مسلمانان ووژل. د تاجیکستان د حکومت ټول تمرکز په دې کې دی چې د خلکو افکار او ارزښتونه ترور کړي او خلک د سیکولریزم په منلو مجبور کړي. همدارنګه سعودي عربستان د امریکا د خوشالولو لپاره د هغو اسرائیلو ملاتړ کوي چې کابو اووه لسیزې کېږي چې د فلسطین خاوره یې غصب کړې ده او هره ورځ بې ګناه او بې دفاع فلسطینیان وژني. 
اصلي خبره دا ده چې د اسلامي خاورو هېوادونه او په ټوله کې غرب د اسلام له حاکمیت، د اسلامي د غوره ارزښتونو له ترویج او بلاخره د دوی د ظالمې واکمنۍ له پرځېدلو ډارېږي. له همدې امله دوی هغه کسان، ډلې او حتا حکومتونه چې د اوسني ظالم نړیوال نظم د بدلون لپاره خپل غږ پورته کوي او د اسلام د حاکمیت د الله د دین د قایمېدلو لپاره کار کوي، تروریستان او تروریستي ډلې نوموي. په داسې حال کې چې تروریزم اصطلاح په اسلامي ترمینولوژۍ کې له سره شته نه او نه مسلمان تروریست کېدلی شي او نه دا اصطلاح د مسلمان لپاره کارېدلی شي. مګر یوه خبره سمه ده چې ټول اسلامي امت او په ځانګړې توګه اسلامي دولت؛ کفر، طاغوت او فتنه د خپل یوازیني دښمن په توګه پېژني او له منځه وړل یې خپله ایماني او اسلامي دنده بولي. 
غرب او په اسلامي خاورو کې د دوی لاسپوڅي چارواکي هغه حکومتونه نه شي زغملی چې لږ تر لږه د اسلام او اسلامي ارزښتونو د پلي کولو هوډ لري. نو له همدې امله د دوی ددغو ډول څرګندونو څخه اصلي موخه پر اسلامي امارت باندې فشار راوړل دي، څو دوی له الهي شریعت او اسلامي ارزښتونو له ترویج او پلي کولو څخه راوګرځوي. 




   ارسال نظر