د اونۍ خبره د اسلامي امارت د تېر یو کال واکمنۍ ته لنډه کتنه
08/14/2022 | فرید احرار

Print


پوره یو کال تېر شو چې د امریکا په رهبرۍ د غرب ښکېلاک په افغانستان کې د افغانانو د پوځي، فکري او سیاسي مبارزې په ترڅ کې ماتې وخوړه او اسلامي امارت واک ته ورسېد. د اشغال په پای ته رسېدو او د اسلامي امارت په واکمنېدو سره افغانانو تر شلو کلو وروسته د امن او خوشالۍ ساه واخیسته او د اشغال له ظلم او بربریت خلاص شول. اسلامي امارت هم په تېر یوه کال کې هسکې او ټيټې درلودې چې په لاندې ډول ورته لنډه کتنه شوې ده.
د ټولو افغانانو او اسلامي امارت لویه او اساسي لاسته راوړنه دا وه، چې افغانستان د غرب له اشغال او لېبرال ډیموکراسۍ له حاکمیت او ارزښتونو څخه ازاد شو. همدارنګه یو کال کېږي چې د افغانانو کلیوالې سیمې د امریکايي او ناټو پوځونو او د دوی د استخباراتي شبکو له چاپو او جګړو څخه د ارام او امنیت احساس کوي. د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شو، اداري، اخلاقي او مالي فساد له منځه لاړ او پر افغانستان د مسلمانانو واکمني رامنځته شوه.
 همدغه د افغانانو هیلې وې، چې په امن کې ژوند وکړي، له خاورې یې د اشغال او ډیموکراسۍ هراړخیز فساد له منځه لاړ شي او اسلامي شریعت یې په ژوند کې په ټوله معنا پلی شي. مګر د اسلامي شریعت په پلي کولو کې لکه څنګه چې اسلام او مسلمانانو غوښتل او هیله یې درلوده، اسلامي امارت هسې لاسته راوړنه نه لري. د اسلامي امارت د واکمنۍ یو کال پوره شو، مګر د ژوند په ځینو برخو کې د الله سبحانه وتعالی د شریعت تطبیق معطل شوی دی. په داسې حال کې چې هغه څوک چې واک او ځواک ولري، مګر الهي شریعت بشپړ پلی نه کړي، د دنیا او اخرت له سختو عواقبو سره مخ کېږي. په اسلام کې د واکمنۍ موخه د اسلام تطبیق دی، په دې اړه الله سبحانه و تعالی فرمايي:

"الَّذِينَ إِن مَکَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلاَةَ وَآتَوُا الزَّکَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنکَرِ" (حج: ۴۱)
ژباړه: [مومنان] هغه کسان دي، چې که دوی ته پر ځمکه واک او ځواک ورکړو، نو دوی لمونځ قایموي، زکات ورکوي او پر معروف [اسلام] باندې امر کوي او له منکر [طاغوت] څخه خلک راګرځوي.

د تېرو قومونو او همدارنګه زموږ شاوخوا هېوادونو تاریخ دا په ګوته کوي، چې هغه قوم چې الله سبحانه و تعالی واک او ځواک ورکړي او اسلام تطبیق نه کړي، الله سبحانه و تعالی واک او ځواک ترې اخلي. موږ په تېر لنډ تاریخ کې ګورو چې الله سبحانه و تعالی په الجزایر کې مجاهدینو ته، په مصر، سوډان او تونس کې اخوان المسلمین ته واک ورکړ، مګر دوی د ځینو دنيوي او نړيوالو توجيهاتو له مخې د شریعت په پلي کولو ځنډ وکړ او فکر یې وکړ چې شریعت باید په تدریجي ډول پلی شي، موږ یې پایله ولیدله چې الله سبحانه وتعالی واک او ځواک ترې واخیستل.
د یادونې وړ ده چې الهي شریعت د پلي کولو معنا یوازې د ګوتو په شمېر څو حدود نه دي، بلکې باید د مسلمانانو سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او د ژوند ټولې چارې د اسلامي شریعت پر بنسټ تنظیم کړي. همدارنګه دولت باید په کور دننه او بهر د اسلام پر بنسټ سياست وکړي، په داخل کې یوازې اسلام تطبیق او بهر یې نړيوالو ته د دعوت او جهاد له لارې ورسوي. داسې نه چې دولت اسلامي حدود پلي کوي، مګر اقتصاد او سیاست یې د اسلام پر احکامو نه، بلکې د اوسني نړیوال لېبرال نظم او ارزښتونو پر بنسټ وي. پر همدې اساس اسلامي امارت په دې برخه کې باید متوجه شي، چې الله سبحانه وتعالی هغه مهال راضي کېږي چې اسلام پوره پلی شي.
بله مهمه خبره دا ده چې اسلامي امارت د امریکا او ناټو د ښکېلاک پر وړاندې د جهاد د شرعي حکم له برکته کامیاب شو. د امریکا او ناټو پوځونو په ماتولو کې الله سبحانه و تعالی د افغانانو او اسلامي امارت ملاتړ وکړ، نه نړۍ او ملګرو ملتونو. اوس هم د اسلامي امارت او مسلمانانو عزت په دې کې دی چې پر اسلام او شریعت منګولې ولګوي او خپل عزت او قدرت له ملګرو ملتونو سره په رسمیت پېژندلو سره نه، بلکې د شریعت په پلي کولو او مسلمانانو په ملاتړ سره تر لاسه کړي. په دې اړه عمر بن خطاب رضی الله تعالی عنه وايي: "نحن أمَّة أعزَّنا الله بالإسلام، فمهما ابتغينا العِزَّة بغيره، أذلَّنا الله" يعنې: موږ هغه امت یو چې الله سبحانه و تعالی په اسلام سره عزتمند کړو، نو که عزت له اسلام پرته په بل څه کې ولټوو، خامخا به مو الله سبحانه وتعالی ذلیل کړي.
اسلامي امارت باید په یاد ولري، چې په یوه وخت کې هم د اسلام تطبیق او هم د نړۍ، د سیمې د هېوادونو او حتا اسلامي خاورو د هېوادونو رضایت ناممکن دی. د اسلامي امارت چارواکي او مسوولین باید دا خبره درک کړي، چې په دې مسئله کې یوه ټاکنه غوره کولی شي؛ یا اسلام او د الله سبحانه وتعالی خوښي او یا هم د نړۍ او نړيوالو خوښي. همدارنګه اسلامي امارت باید پوه شي، چې ملګري ملتونه، امریکا، د سیمې هېوادونه او حتا د اسلامي خاورو هېوادونه او ګاونډیان د اسلامي امارت شتون مني، مګر یو کمزوری او بې وسه اسلامي امارت غواړي، چې تل په خپل جغرافیوي محدودیت کې له خپلو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.
نو که اسلامي امارت، اسلام پلی کوي او د الله سبحانه و تعالی رضایت یې موخه وي، نو پر خپلو ټولو اوسنیو سیاستونو باندې باید له سره غور وکړي. د اسلام په پلي کولو کې د هېڅ ملامتوونکي ملامتیا مهمه ونه ګڼي. پر الله سبحانه وتعالی چې واقعي او رښتینی مرستندوی دی توکل وکړي او د حکومت په چارو او پر خپلو پښو باندې د درېدلو لپاره د ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې پر ځای په نړۍ کې له خپلو مسلمانو وروڼو مرسته وغواړي.
د یادونې وړ ده چې موږ اسلامي امارت ته د اخلاص او اسلامي وروولۍ پر بنسټ مشوره ورکوو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه ارشاد پر بنسټ یې متوجې کوو: " الدِّينُ النَّصِيحَةُ لِلَّهِ وَلِرَسُولِهِ وَلِأَئِمَّةِ الْمُسْلِمِينَ وَعَامَّتِهِمْ ".چې دين نصیحت دی؛ د الله سبحانه وتعالی، د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم، د مسلمانانو چارواکو او د عامو مسلمانانو لپاره. ځکه اوسمهال اسلامي امارت ته د ټولو مسلمانانو د هیلې سترګې اوښتې دي. ټول اسلامي امت نن په یوه کښتۍ کې سپور دی، د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې ګډ مکلفیت لري، نو د دغه مکلفیت پر بنسټ باید ټول اسلامي امت امارت ته لاس ورکړي او همداراز اسلامي امت باید د هغوی لاس واخلي، ځکه که یو ځل بيا دغه کښتۍ طوفاني شوه او د ډوبېدو پر څپو سپره شوه، نو د غرقېدو زيان یې یوازې امارت ته نه بلکې ټول اسلامي امت ته رسېږي.‌ که اسلامي امارت خپلو کړنو ته له سره پاملرنه ونه کړي او خپل مسیر اشتباه کړي، نو موږ ټول اسلامي امت ممکن د الله سبحانه و تعالی له عذاب سره مخ شو، ځکه الله سبحانه و تعالی فرمايي:

"وَاتَّقُوا فِتْنَةً لاَتُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنکُمْ خَاصَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ"
له هغې فتنې څخه ځانونه وساتئ، چې یوازې د ظالمانو لمن نه نیسي [بلکې لانده او وچ ټول رانیسي] او پوه شئ، چې الله سخت جزا ورکوونکی دی.

 




   ارسال نظر