په افغانستان کې د ځینو رسنیو تخریبي رول
07/17/2022 | فرید احرار

Print



په اوسنۍ نړۍ کې رسنۍ د ژوند په مختلفو برخو کې د معلوماتو، پېښو او د پېښو په اړه د ځانګړي لیدلوري په وړاندې کولو کې بنسټيز رول لري. همدارنګه رسنۍ د یوه ولس د باورنو او د عامه ذهنیت په جوړولو او یوه ځانګړي لوري ته یې د هدایت کولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. رسنۍ د دقیق او ستراتيژيک پلان او اغېزمنو تبلیغاتو پر بنسټ کولی شي چې هم ملتونو سره یو ځای کړي او د خلکو ترمنځ ګډ ارزښتونه ترویج کړي او هم برعکس د یوه امت او ملت تر منځ د نفاق تخم وشیندي او له یو بل یې بېل کړي.
په افغانستان کې د ‌ډیموکراسۍ او جمهوریت په راتګ سره خورا زیاتو رسنیو فعالیت پیل کړ او په دغو رسنیو کې ډېرو زیاتو یې د غربي هېوادونو له سفارتونو پروژې اخیستې، څو د افغانستان د خلکو  اخلاق او باورونه د لیبرال ډیموکراسۍ سره سم بدل کړي. د جمهوریت له نسکورېدو سره د یادو رسنیو یوه برخه تر اوسه په کور د ننه افغانستان کې او یوه برخه نورې یې له بهره اوس هم فعالیت کوي. مګر له بده مرغه زیاتره دغه رسنۍ د افغانانو ترمنځ قومي او مذهبي اختلافونو ته لمن وهي او په پوره توان سره هڅه کوي چې په افغانستان کې د مېشتو وروڼو قومونو ترمنځ هغه واټن چې د جمهوریت د واکمنۍ پر مهال رامنځته شوی وو، نور هم زیات کړي.
دغه رسنۍ په خورا سپین سترګۍ دروغ خپروي او په ډېر مکر سره خبرونه او پېښې داسې بیانوي او منعکسوي چې علل او یا معلول پکې یو ځانګړي قوم او یا ځانګړې ژبې ته راجع کړي او داسې ښيي چې ګواکي یاده پېښه له قومي انګېزې رامنځته شوې ده. همداراز له ډېرو عادي او کوچنیو پېښو ډېره غټه مسئله جوړوي او په ځلونو ځلونو یې د خبرونو په سرټکو کې نشروي، څو د خلکو پام ورته راواړوي او که دروغ هم وي، بالاخره خلک ورباندې باور وکړي. د بېلګې په توګه اوس‌مهال ځینې رسنۍ په افغانستان کې د تش په نامه مقاومت کوونکو ډلې ته، چې ممکن یوازې یو څو کسه وي، دومره هوا ورکوي او دومره لویه یې ښيي چې یو عادي وګړی ممکن فکر وکړي چې ښايي دا به یوه لویه، منظمه او ځواکمنه ډله وي.  ددغو رسنیو فعالیت د افغان مسلمانانو په زیان دی. دوی د افغان وروڼو قومونو ترمنځ چې تل یې د اسلام او اسلامي ارزښتونو د دفاع لپاره د بهرنیو کافرو متجاوزینو پر وړاندې ګډ جهاد کړی دی، واټن رامنځته کوي او هڅه کوي له یو بل یې بېل کړي.
دغه ناوړې پدېدې ته باید هم اسلامي امارت او هم ټول افغانانو متوجه وي. اسلامي امارت د حاکم نظام په توګه باید ددغو رسنیو د ناوړه او زهرجنو تبلیغاتو مخه ونیسي. هغه رسنۍ چې دا ډول زهرجن تبلیغات کوي بندې کړي. همداراز ددغو ناوړه تبلیغاتو د خنثا کولو لپاره اغېزمنې رسنۍ رامنځته کړي او اسلام او اسلامي ارزښتونو د ترویج لپاره له ځانګړو، په زړه پورې او موثرو اسالیبو کار واخلي، څو افغان مسلمان قومونه د قوم، ژبې، سمت او قبیلې پر بنسټ نه، بلکې د الله د دین او اسلامي ارزښتونو پر محور راټول شي.  همداراز رسنۍ باید زموږ د راتلونکو مسلمانانو نسلونو د سالمې او ایماني روزنې لپاره د مسجدونو د منبرونو رول ادا کړي او ددغو رسنیو مدیریت له سېکولرانو واخیستل شي او مومنو مفکرینو ته ورکړل شي، څو رسنۍ د ناوړه تبلیغاتو او د فحشاء د ترویج د چینلونو پر ځای د ایماني تثقیف پر چینلونو واړول شي.




   ارسال نظر