د اونۍ خبره؛ د کړنګ پر څنډه ولاړ پاکستان
06/18/2022 | فرید احرار

Print


یو مهال د پاکستان حکومت له هند سره ډغرې وهلې، د صنعت په برخه کې یې چټک ګامونه اخیستل، کرنیز تولیدات یې نه یوازې د ځان لپاره کفایت کاوه، بلکې نورو هېوادونو ته یې هم صادرول. پاکستان کابو په هره برخه کې پر خپلو پښو ولاړ و  او له خپل سیال هند سره موازي روان و. مګر اوسمهال یې وضعیت دومره ترینګلی دی چې د پیسو د نړیوال وجهي صندوق یا IMF، چین او نورو هېوادونو په سودي پورونو کې تر ستوني ډوب دی. سیاسي وضعیت یې خراب دی. د انرژۍ او برېښنا له ناورین سره مخامخ دی، امنیتي ستونزې پکې په بې ساري توګه زیاتې شوې دي. خلاصه دا چې اوسمهال د پاکستان حکومت د خپل اویا کلن تاریخ تر ټولو ناوړه وضعیت تجربه کوي. مګر اصلي پوښتنه دا ده چې د پاکستان اوسنی وضعیت د پاکستاني حکومت د کومې ګناه سزا ده او کوم عبرتونه موږ باید ترې واخلو؟
په اصل کې د پاکستان حکومت د اسلام او د مسلمانانو د دفاع په تصور له هنده بېل شو. مګر دغه تصور نه یوازې دا چې تر ننه واقعي معنا پیدا نه کړله، بلکې برعکس کابو نیمه پېړۍ کېږي، چې د پاکستان حکومت او پوځ په پاکستان او سیمه کې د امریکا نیابتي سیاست مخته وړي. همداراز د پاکستان پوځ ددې لپاره جوړ شوی و چې د کشمیر مسلمانان د هندوانو له ظلم وژغوري او کشمیر ازاد کړي، مګر نه یوازې دا چې کشمیر یې تر ننه ازاد نه کړ، بلکې د کشمیر له مسلمانانو سره یې خیانت وکړ او هغوی یې هنداونو ته یوازې پرېښودل او پوځ یې د خپلو مسلمانانو وروڼو د ځپلو لپاره پښتني قبایلي سیمو ته راوست، څو هغه مجاهدین وځپي چې په افغانستان کې یې د امریکا او ناټو پروړاندې جګړه کوله.
د پاکستان د حکومت او پوځ یوه لویه ګناه دا ده چې کابو څلوېښت کاله کېږي چې په پاکستان او افغانستان کې د امریکا نیابتي جګړه او ستراتيژي پلي کوي. د شلمې پېړۍ په اتیایمه لسیزه کې چې کله شوروي اتحاد پر افغانستان برید وکړ، پاکستان د اسلام او اسلامي عقیدې پر بنسټ نه، بلکې د امریکا د ستراتيژۍ پر بنسټ له افغان جهاد ملاتړ وکړ. د افغان جهاد تر بریا وروسته یې لوی خیانت دا وکړ چې د افغان جهادي ډلو ترمنځ یې، چې د نفاق تخم لا له مخکې کرلی و،  په خپل منځي جګړو کې ښکېل کړل او په افغانستان کې یې د اسلامي حکومت مخه ونیوله. همداراز په ۲۰۰۱ کال کې یې د افغان مسلمانانو د ځپلو او اسلامي امارت د نسکورولو لپاره د امریکا او ناټو غېږ ته ځان واچاوه؛ د پاکستان خاوره، هوايي ډګرونه، بندرونه، سړکونه، هوا او حتا پوځ یې د امریکا په اختیار کې ورکړل. د پاکستان حکومت په دې هم بسنه ونه کړه، بلکې په لسګونه زره هغه مسلمانان یې د امریکا او غرب د خوشاله کولو لپاره ووژل چې په قبایلي سیمو کې د امریکا او ناټو سره د جهاد لپاره چمتو کېدل. همدارنګه تېر شل کاله پاکستان خپلې لویې لارې او بندرونه د امریکا او ناټو په اختیار کې ورکړي وو او همدغه د امریکا او ناټو لوجیستیکي لارې وې او له همدغو بندرونو او لارو په افغانستان کې مېشت امریکایي او ناټو ځواکونه تجهیزېدل. حتا د پاکستان پوځ د امریکا په غلامۍ کې دومره ژور لاړ، چې د خپل حکومت پوځي او ملکي حالت به یې د امریکا د پالیسیو سره سم بدلاوه. مګر د امریکا لپاره یې د دومره خدمتونو او غلامۍ په مقابل کې له ذلت پرته هېڅ هم لاسته رانه وړل. 
مګر عجیبه خبره دا ده چې د پاکستان حکومت او پوځ له خپلو تېرو خیانتونو عبرت وانه خیست. په وروستیو څو کلونو کې یې د خپل ځان د ژغورلو په تصور د چین کمونېست حکومت غېږې ته ځان واچاوه. ځکه چین غواړي چې ټوله نړۍ په خپل اقتصادي جال کې راګیره کړي او چین د خپلې دغې موخې لپاره، پاکستان د یوه اقتصادي دهلیز په توګه غوره کړی. پاکستان یې په مقابل کې چین ته ایغور مبارز مسلمانان تسلیم کړل. مګر له دې سره سره نن ورباندې چین برېښنا پرې کړله. 
نو اصلي خبره دا ده چې که یو حکومت د نړۍ ټولو هېوادونو په رسمیت هم پېژندلی وي، امریکا او غرب یې هم تر شا ولاړ وي، اټوم هم ولري، پياوړی پوځ هم ولري، پراخه کرنیزې ځمکې هم ولري او نور اقتصادي او مالي امکانات هم ولري، مګر که ستراتيژي او سیاست یې د اسلامي ایدیولوژۍ(عقیدې) او مسلمانانو د مصالحو لپاره نه وي، برخلیک به یې داسې وي لکه د پاکستان د حکومت او پوځ. د پاکستان اوسنی کړکېچن وضعیت د ټولو مسلمانانو لپاره یو لوی عبرت دی او ددغو ستونزو څخه د راوتلو لپاره په کار دا ده چې د پاکستان مخلص مسلمانان لاس په کار شي او د پاکستان مسلمان ولس له دغو کړاوونو څخه د خلاصولو لپاره د پاکستان بې کفایته او لاسپوڅي سیاسي او پوځي رهبران لرې کړي او افغانستان له مجاهد ولس سره یو ځای د اسلامي ایدیولوژۍ پر بنسټ اسلامي دولت جوړ کړي او په دې سره ټولې سیمې ته عزت، امن او سوکالي راولي. 




   ارسال نظر