د اونۍ خبره اسلامي ډلې او تر واحدې اجنډا لاندې یې د راټولېدلو اړتیا
05/23/2022 | فرید احرار

Print Print


کله چې په افغانستان کې امریکا، ناټو او د جمهوریت نظام ماتې وخوړه او د افغانستان اسلامي امارت واک ته ورسېد، نو په سیمه کې ټولو جهادي اسلامي ډلو د حاکمو نظامونو پر وړاندې د مبارزې روحیه پیدا کړله. دغو اسلامي ډلو باور پیدا کړ چې دوی کولی شي، چې حاکم دولتونه چپه کړي او اسلامي شریعت او اسلامي حکومت یې ځایناستی کړي. له دغو اسلامي جهادي ډلو څخه یوه هغه د پاکستان د طالبانو تحریک(TTP ) دی، چې په تېرو څو میاشتو کې یې یو ځل بیا جنګي فعالیتونه زیات کړل او په پښتون قبایلي سیمو کې یې جګړې ته زور ورکړ او خپله ستراتيژي یې د پاکستان د دولت نسکورول او د اسلامي شریعت پلي کول اعلان کړل. بلاخره د TTP فعالیتونه په وروستیو کې دومره زور ونیوه چې د پاکستان سیاسي او پوځي چارواکي مجبور شول، چې له دوی سره د خبرو اترو میز ته کېني.
پر همدې بنسټ په دې وروستیو کې د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د طالبانو د تحریک یا TTP او پاکستاني دولت د خبرو اترو کوربه و. د دغو خبرو اترو موخه دا وه، چې څنګه کولی شي د پاکستان د طالبانو تحریک له جګړې لاس واخلي او خپلې غوښتنې د خبرو اترو پر میز د پاکستان له دولت او پوځ څخه وکړي. په داسې حال کې، چې دا خورا څرګنده خبره ده چې د پاکستان دولت او پوځ هغه غوښتنې نه مني، چې TTP یې مطرح کوي، چې هغه د اسلامي شریعت پلي کول دي.  
اصلي خبره دا ده چې کله په ۱۹۴۷ زېږدیز کال کې پاکستان له هند څخه بېلېده، نو موخه دا وه چې پاکستان د اسلامي نظام په توګه مطرح شي او اسلامي شریعت پکې پلی شي. مګر کله هم داسې ونه شول او دغه موخه تر نننه هم تر لاسه نه شوله. برعکس په پاکستان کې د اسلامي شریعت پر ځای غیر اسلامي/کفري قانون پلی شو. د پاکستان سیاسي، نظامي او استخباراتي مشرتابه د پاکستان له جوړېدو بیا تر دې مهاله په سیمه کې د غرب او امریکایانو نقشې پلې کوي او حتا د پاکستان پوځ او استخبارات د کرایي قاتلانو رول ادا کوي او هغه مسلمانان وژني چې د غرب او د دوی د لاسپوڅي نظام لپاره ګواښ وي. همداراز د پاکستان سیاسي-پوځي رهبري تل له اسلام او مسلمانانو سره خیانت کړی دی. دوی د پخواني شوروي اتحاد او کمونیزم پر وړاندې د افغان جهاد سره خیانت وکړ او له اصلي مسیر څخه یې منحرف کړل او همدارنګه کشمیر یې د امریکا په غوښتنه هند ته پرېښوود.  
له بل اړخه که موږ د پاکستاني حکومت په شمول په اسلامي خاورو کې حاکمو نظامونو ته پاملرنه وکړو؛ دغه نظامونه د غرب او د غرب د اقتدار د دوام استازیتوب کوي. دغه حاکم نظامونو د اسلام او اسلامي اجنډا په ځای د غرب او پانګوال نظام اجنډا مخته وړي. نو له همدې امله له دغو نظامونو سره د خبرو اترو مخته وړل او جوړ جاړی کول یوه لویه سیاسي تېروتنه او ناجایز عمل دی. اصل دا دی چې حاکمیت باید د اسلامي شریعت وي او حاکم نظامونه باید اسلام پلی او د مسلمانانو مصالح تامین کړي. په داسې حال کې چې د پاکستان دولت او پوځ یې کله هم د اسلامي شریعت د پلي کولو او د مسلمانانو د مصالحو د تامین هوډ نه دی کړی. له همدې امله د پاکستاني دولت او نورو ټولو هغو نظامونو چپه کول د اسلامي شریعت غوښتنه ده چې د غرب او بشري قوانینو د حاکمیت استازیتوب کوي او اسلامي شریعت نه پلی کوي.
همداراز؛ اوسمهال د پاکستان اقتصادي او سیاسي وضعیت خورا لړزانده دی او له همدې امله د پاکستان سیاسي او پوځي دستګاه غواړي چې په لنډمهاله توګه د پاکستان د طالبانو د تحریک ځینې غوښتنې ومني او په دې سره فرصت تر لاسه کړي او ځان بېرته جوړ کړي او بېرته یاد تحریک وځپي. د پاکستان دولت همدغه کار څو کاله وړاندې په سوات کې د صوفي محمد له ډلې سره وکړ. لومړی یې دوی ته اجازه ورکړه چې په سوات کې اسلامي شریعت پلی کړي، مګر د یو څه وخت په تېرېدلو سره یې د دوی پر وړاندې پوځي عملیات وکړل او یاده ډله یې سخته وځپله او بېرته په سوات کې د پاکستان دولت او پوځ حاکم شو. اوس یو ځل بیا همدغه لوبه کوي.
له بل لوري د افغانستان اسلامي امارت ته نه ښايي چې د پاکستان د طالبانو د تحریک مجاهدینو او پاکستاني دولت ترمنځ د خبرو اترو پروسه مخته یوسي، بلکې لازمه دا ده چې د پاکستان د طالبانو د تحریک ملاتړ وکړي، څو د پاکستان حکومت یا د اسلامي شریعت پلي کولو او له غرب سره د دوستۍ د اړیکو له منځه وړلو ته مجبور کړي او یا یې نسکور کړي او پر ځای یې اسلامي دولت او اسلامي شریعت پلی کړي.
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې اوسمهال ټولې اسلامي جهادي او اسلامي سیاسي ډلې تر واحده اسلامي اجنډا او تګلارې لاندې راغونډې شي؛ له یو بل سره پوره همکاري وکړي، یو بل ته د مرستې او یووالي لاس ورکړي او خپله ټوله انرژي واحده او متمرکزه کړي او په بنسټیزه توګه په اسلامي خاورو کې د غرب مزدور نظامونه چپه او واحد اسلامي دولت تاسیس کړي او بلاخره اسلام د جهاد له لارې نړۍ ته ولېږدوي، هغه حکم چې، له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه موږ ته په میراث را پاتې دی.


   


   ارسال نظر