په افغانستان کې د حجاب د موضوع په اړه په کور دننه او بهر بحثونه روان دي. له افغان سيکولرانو او مدني فعالانو نيولي، د ملګرو ملتونو سرمنشي، اروپايي اتحاديه او غړي هېوادونه يې د حجاب په اړه د اسلامي امارت تازه فرمان د بشر او ښځو د حقونو خلاف بولي او له اسلامي امارت او افغانانو څخه غواړي چې د اسلام د تطبيق پر ځای غربي ارزښتونه پلي کړي او د الله تعالی د پيروۍ پر ځای د هغوی پيروي وکړي. غربي هېوادونه له دې مسلې څخه د خپلو موخو او امتياز اخيستلو لپاره د فشار د وسيلې په توګه استفاده کوي. دا هېوادونه له يوه اړخه وايي چې افغانستان خپلواک هېواد دی او موږ يې خپلواکۍ ته درناوی لرو؛ خو له بل لوري په ډېرې بې