په چین کې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ناسته؛ د دغو ناستو موخه څه ده!؟
04/04/2022 | ابراهیم منیب

Print


په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، په سیمه کې ګڼې ناستې وشوې، چې د دغو ناستو له ډلې یوه هم د افغانستان په محوریت د چین په تونشي ښار کې، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو درېيمه ناسته وه. د دغې ناستې له اعلاميې څرګندېږي چې د چین او روسیې په ګډون د افغانستان ګاونډي هېوادونه، د افغانستان له اړخه وېره احساسوي.  
د خطر دغه احساس هغه مهال متصور شو، چې پر ټول افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو او د اشغال له پای ته رسېدو وروسته، دغو هېوادونو په سیمه کې د اسلام له ادرسه د قوي سیاسي او پوځي خوځښت د مخنیوي لپاره هڅې پیل کړې. يوه له دغو هڅو، په سیمه کې د افغانستان په محوریت د همدې ډول ناستو جوړول دي. هغه څه چې دغه هېوادونه یې له اسلامي امارت څخه غواړي، له هغه څه سره ډېر توپیر نه لري، چې امریکا او متحدین یې ترې غواړي. د دغې ناستې د ګډونوالو پیغام په افغانستان کې د اسلامي ځواک له تاسیس څخه مخنیوی دی، چې د دغو هېوادونو ظالمانه اقتدار ګواښي. دغه پیغام که څه هم په بله بڼه او د امنیتي، سياسي او اقتصادي غوښتنو په چوکاټ کې مطرح کېږي، خو محتوا یې په سیمه کې د اسلام له راپورته کېدو څخه د یادو هېوادونو وېره او اندېښنه ده. ځکه په افغانستان کې د اسلامي سیاسي ځواک په رامنځ ته کېدو سره، په ټوله سيمه کې د بېدارۍ څپه راپورته شوې او دغه هېوادونه د ظالمو حکامو پر وړاندې د خپلو مسلمانو اتباعو له راپورته کېدو وېره لري.
بايد هېر نه شي چې د افغانستان ګاونډي دولتونه هغه دولتونه دي، چې ۲۱ کاله مخکې یې د افغانستان په اشغال کې له ناټو سره برخه واخیسته او د هغوی تر څنګ ودرېدل. د واشنګټن پوسټ د یوه راپور پر بنسټ، په ۲۰۰۱م کال کې د ايران دولت پر افغانستان باندې د غرب د بريد په وخت کې د اسلامي امارت د پرځولو لپاره له امريکا سره نظامي او استخباراتي نقشې شريکې کړې. ازبکستان امریکا ته اجازه ورکړه، چې په خاوره کې یې اډه جوړه کړي او له هغه ځایه پر افغانستان پوځي عملیات تر سره کړي. پاکستان پر افغانستان باندې د بريد لپاره خپلې ځمکنۍ او هوايي کرښې او بندرونه امريکا ته په واک کې ورکړل او همدارنګه يې د اسلامي امارت لسګونه تنه مقامات د ناچیزه امتیازاتو په بدل کې امریکا ته تسلیم کړل. چین د دې لپاره چې د سینکیانګ د مسلمان مېشته ایالت له اړخه ډاډمن شي او په افغانستان کې د پانګونې چانس پیداکړي، له دغه برید سره یې مخالفت ونه کړ او دغه برید یې د ځان لپاره له امنیتي او اقتصادي پلوه فرصت وباله. روسیې خپل هوایي حریم د امریکا په خدمت کې ورکړ، تر څو امریکا په اسانۍ سره د شمال لخوا پر افغانستان برید وکړي. له پورته حقیقتونو په ډاګه کېږي، چې دغه هېوادونه نه يوازې دا چې د امریکا تر څنګ ولاړ وو، بلکې پر دې سربېره اوس هم امریکایي غوښتنې له متفاوت ادرس څخه بیانوي.
د دې تر څنګ له اسلامي امارت څخه د ټول‌ګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه هم، هغه څه دي چې پخپله دغه حکومتونه پکې ريښتيني نه دي او دا موضوع یوازې د فشار د الې په توګه د خپلو امنیتي، سیاسي او اقتصادي غوښتنو لپاره کاروي. که د ټول‌ګډونوالي له زاویې پخپله دغو حکومتونو ته وکتل شي، نو د هغه څه برعکس ليدل کېږي، چې دوی يې توصيه کوي. چین د کمونیستي دولت په توګه، له اويا کاله زياته موده کېږي چې د خپلو سیاسي مخالفینو په ځپلو او دیندارۍ له منځه وړلو سره د يو لوري او يو حزب لخوا رهبري کېږي. د ایران مذهبي دولت یوازې د یوه مذهب له لوري رهبري کېږي، نورو مذهبونو او قومونو لکه سنيانو او بلوڅانو ته په سیاسي پرېکړو کې هېڅ برخه نه ورکول کېږي. د منځنۍ اسیا حکومتونه هغه ظالم حکومتونه دي، چې د پلار له تللو وروسته يې زوی واک تر لاسه کوي او يوازې خپلو خپلوانو ته په دولتي جوړښتونو کې ونډه ورکوي. د پاکستان دولت هم د افغانستان چارواکو ته د ټول‌ګډونوالي نصيحت کوي، خو د پاکستان ټول ځواک يوازې د پنجابيانو په لاس کې راټول دی او د پښتنو او بلوڅانو غوښتنې له پامه غورځول کېږی.
له بله اړخه، دغه هېوادونه د دا ډول کنفرانسونو د دايرولو له لارې داسې شعار ورکوي، چې باید د افغانستان ناوړه بشري حالت مهار شي، په داسې حال کې چې تر اوسه دغو دولتونو له منت اچولو پرته بل هيڅ کوم پام وړ څه نه دي کړي. د چين لخوا د جامو او کرونا د واکسينو له ناچيزه مرستې نيولې، د پاکستان او ايران په پولو کې د افغانستان د ناروغانو او مسافرو ستونزې او د شمالي ګاونډيانو لخوا د افغان مسافرو پر مخ د تګ راتګ د لارو تړل هغه څه دي چې له افغان ولس سره د دغو هېوادونو د رښتينولۍ ادعا نفي کوي.
نو د افغانستان اسلامي امارت ته پکار ده، چې د افغانستان له خلکو سره د دغو دولتونو د اړیکو تاریخ ته په کتو او په افغانستان کې د اسلام له اړخه د هغوی د وېرې او تشویش پر بنسټ د دا ډول ناستو په دام کې ونه لوېږي او په سيمه کې په يو اسلامي قدرت باندې د افغانستان په بدلولو سره دې د دوی مکر او حيلې ته ځواب ورکړي او په دې لار کې د هيڅ ملامت کوونکي له ملامتيا څخه ونه وېرېږي.


وَقَدْ مَكَرُوا مَكْرَهُمْ وَعِندَ اللَّهِ مَكْرُهُمْ وَإِن كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ [ابراهیم:46]
ژباړه: هغوی خپل ټول مکرونه وکارول، خو الله د دوی په هر مکر خبر دی، که څه هم مکر يې دومره ځواکمن وي چې غرونه له خپل ځای څخه بېځايه کړي.




   ارسال نظر