په ملګرو ملتونو کې مو رسمیت رښتیا هم ستونزې حلوي؟
01/23/2022 | انجنیر احرار

Print



په افغانستان کې د جهاد له بریا او د امریکا د پوځي ښکېلاک تر ماتې وروسته، چې کله د افغانستان اسلامي امارت واکمن شو، نو د حکومت د بهرنۍ دستګاه ټوله هڅه او کوښښ دا دی چې د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ د هېوادونو لخوا په رسمیت وپېژندل شي او په دې سره په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکې د اسلامي امارت استازي ته ور وسپارل شي. مګر امریکا او غرب او همدارنګه د سیمې هېوادونه د دې لپاره چې اسلامي امارت په رسمیت وپيژني، ډول ډول شرطونه ورباندې ږدي. د افغانستان اسلامي امارت بهرنۍ دستګاه دا هڅې په دې موخه کوي ،چې دوی فکر کوي چې د نړۍ لخوا په رسمیت پېژندلو سره به یې سیاسي او اقتصادي ستونزې حل شي.
مګر رښتیا خبره دا ده چې غرب د ویستفالیې تر کنفرانس وروسته چې په ۱۶۴۸ کال کې جوړ شو د هېوادونو د ديپلوماسۍ او سیاسي اړیکو بنسټ سېکولریزم کېښوود. همداراز کله چې په ۱۹۲۴ کال کې عثماني خلافت نسکور شو، د نړۍ د نورو هېوادونو غوندې د اسلامي خاورو هېوادونو لپاره هم سېکولرېزم د ډيپلوماسۍ بنسټ غوره شو او تر اوسه پورې د نړۍ ډيپلوماسي سېکولرېزم او د سېکولرېزم ارزښتونه دي. اوس غرب، د سیمې هېوادونه او حتا د اسلامي خاورو هېوادونه د افغانستان له اسلامي امارت سره د رسیمت پيژندلو ستونزه همدغه اړیکې دي. افغانانو پوره دوې لسیزې د سېکولرېزم او د ښکېلاک پر وړاندې فکري، سیاسي او پوځي جګړه وکړه او په دې لاره کې خورا زیاتې سرښندنې وکړې او دا مبارزه یې د اسلام او اسلامي ارزښتونو د حاکمولو لپاره وه. نو اوس غرب او امریکا د اسلامي امارت د رسمیت لپاره سېکولر ارزښتونه معیار ګڼي او له اسلامي امارت غواړي چې د حکومت د ديپلوماسۍ د دستګاه لپاره همدا معیارونه ومني. په داسې حال کې چې د افغانانو او اسلامي امارت مبارزه د همدې سېکولر ارزښتونو پر وړاندې وه.
بله مهمه خبره دا ده چې که د افغانستان اوسنی حکومت د نړۍ د هېوادونو لخوا په رسمیت سره هم وپيژندل شي، نو دا د دې معنا نه لري چې د افغانستان اقتصادي او نورې ستونزې به حل شي. موږ د نړۍ زیات داسې هېوادونه لرو، چې د جوړښت سره سم یې د نړۍ د هېوادونو لخوا په رسمیت پېژندل شوي دي، په ملګرو ملتونو کې څوکۍ لري او له نړۍ سره ديپلوماتیکې او اقتصادي راشه درشه لري، مګر خورا کمزوري حکومتونه دي او خلک یې په بې وزلۍ کې ژوند کوي. سر بېره پر دې د افغانستان تېر جمهوري دولت کابو د نړۍ د ټولو هېوادونو لخوا په رسمیت پيژندل شوی و، د نړۍ زبرځواکو او شتمنو هېوادونو یې سیاسي، اقتصادي او مالي ملاتړ کاوه. د حکومتي دستګاه مامورین او چارواکي یې د غرب د سېکولر اړیکو ماهرین وو او ښه پوهېدل چې له غرب سره څه ډول مخته ولاړ شي. مګر بیا هم د نړۍ تر ټولو ناکام، فقیر او له فساده ډک هېواد و.
نو د نړۍ د هېوادونو لخوا د اسلامي امارت په رسمیت پيژندلو سره نه یوازې دا تضمین نشته، چې د حکومت او خلکو ستونزې به حل شي او د یوه پیاوړي دولت په توګه به ظاهر شو، بلکې په رسمیت پېژندلو سره د خپل هېواد دروازې د نړيوالو څو ملیتیزو موسسو او سازمانونو پر مخ پرانیستل کېږي؛ هغه سازمانونه او موسسې چې هېوادنه د تل لپاره د اقتصادي او سیاسي اړخه د ښکېلاکګرو هېوادنو د نرمو پالیسیو په ګرو کې ورکوي او له سیاسي او اقتصادي اړخه یې ښکېلاک کوي.
په اصل کې د افغانستان له اسلامي امارت څخه د غرب او امریکا بنسټيزه غوښتنه دا ده، چې د حکومت بهرنۍ پالیسي او اساسات اسلامي احکام نه، بلکې سېکولرېزم وي او په نړیوال سیاسي ډګر کې د هغو قوانینو او اصولو پر بنسټ لوبه وکړي. چې هم د لوبې میدان د دوی دی او هم یې قوانین د خپلو ارزښتونو پر بنسټ جوړ کړي دي. په داسې حال کې چې دا قوانین او اصول د اسلام له اساساتو او فروعاتو سره په سخت تضاد کې دي او جوړجاړی ور سره شونی نه دی.
نو د اسلامي امارت چارواکي دې باید پوه شي، چې د حکومت په رسمیت پېژندلو سره مو ستونزې نه حل کېږي. دوی باید خپله ټوله انرژي په دې باندې متمرکزه کړي، چې د حکومت په بهرنۍ او کور د ننه پالیسیو او چارو کې الهي وحيې او شریعت د هر څه لپاره معیار وټاکي او د ستونزو د حل لپاره الهي شریعت ته وګرځي او په دې برخه کې په الله سبحانه و تعالی  توکل وکړي. حکومت ته په کار ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو ټینګ ودرېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه کې تر دولت جوړولو وروسته نه له قریشو، نه له روم او نه له فارس مرسته وغوښته او نه یې د چا مشورو ته غوږ کېښود، بلکې په الهي وحیې یې منګولې ولګولې او د نړۍ حاکم نظم ته یې چلنج ورکړ. که هم د رسول الله صلی الله وسلم حکومت لومړی له سختو ګواښونو او ستونزو سره مخ و، مګر دا ټولې ستونزې یې وزغملې او د دولت ټولې چارې یې پر الهي وحيې مخته یووړلې او ورو ورو یې د حکومت ستونزې حل او د یوه پیاوړي دولت په توګه یې ظهور وکړ او بلاخره د نړۍ رهبري یې مسلمانانو ته په میراث پرېښودله. اوس هم موږ په یوه داسې زمانه کې ژوند کوو، چې غرب ټوله نړۍ په سېکولریستي ارزښتونو سره له فساده ډکه کړې ده او نړۍ په ظلم او تیاره کې ډوبه ده. له همدې امله د افغانستان پر اسلامي امارت باندې، چې الله سبحانه و تعالی زور او ځواک ورکړی دی لازمه ده، چې د نړۍ اوسنی حاکم نظم ته د پای ټکی کېږدي، د نړۍ رهبري له غرب او امریکا واخلي او بلاخره نړۍ د سېکولریستي ارزښتونو څخه ازاده او د اسلام په نور سره یې روښانه کړي.





   ارسال نظر