افغانستان او طالبان: مکرونه او مسوولیتونه
09/14/2021 | ‌سیف الله مستنیر

Print


تاريخ شاهد دی چې هر مستکبر ښکېلاکګر د افغانستان په خاوره کې له شرموونکې ماتې سره مخ شوی دی. په تېرو (۴۲) کلونو کې دوه نړيوال ابرځواکونه (شوروي، امريکا او د ناټو ملګري يې) مجبور شول چې د ماتې تريخ خوند وڅکي. د شوروي جمهوريتونو اتحاد په افغانستان کې د خپل اشغال د دوام او سلطې د بقا لپاره له (۱۵۰) ميليارده زيات ډالر مصرف کړل، له شل زره ډېر سرتېري يې ووژل شول او زرګونه تنه نور يې ـ چې دقيق شمېر يې نه دی معلوم ـ د افغانستان له مسلمانانو سره د جګړې په ډګر کې ټپيان شول.
شل کاله وړاندې؛ امريکا او ناټو هم د دې خاورې تاريخ، سرسخته جغرافيا، د خلکو قبايلي او وروسته پاتې ژوند، د دې خلکو جهاد او سرښندنې، د دوی په زړونو کې د اسلامي عقيدې ټينګوالی، دا هر څخه له پامه وغورځول او په خپل قدرت باندې په نازېدو او پوره استکبار سره يې افغانستان اشغال کړ.
امريکا په سلو بهانو او حيلو سره د «تروريزم پر وړاندې جګړې» تر درواغجن شعار لاندې ـ چې په حقیقت کې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جګړه وه ـ نيمه نړۍ آن ټوله نړۍ له ځان سره يو ځای کړه او په پوچو او بې‌مانا شعارونو لکه ډيموکراسي، ازادي، ملت جوړونه، دولت جوړونه، بيارغونه، د بشر حقوق، د ښځو حقوق او د لږکيو حقوقو سره يې د افغانستان له سياسي او نظامي رهبرانو څخه له ځان سره مزدوران يو ځای کړل او يو خيالي ډیموکرات، ناکاره او فاسد دولت يې د افغانستان پر مسلمانانو تحميل کړ، داسې دولت چې د ښکېلاکګرو ځواکونو له ملاتړ پرته يې د افغانستان د مسلمانانو په منځ کې يوه ورځ هم د بقا توان نه درلود.
امريکا په دې خاوره کې تر دوه ټریليونه زيات ډالر مصرف کړل، خپل له (۲۵۰۰) زيات عسکر يې د مرګ خولې ته ورکړل، له (۲۰) زره تنه زيات يې ټپيان شول او لسګونه زره نور يې له ژورو فکري او رواني ناروغيو سره مله له دې خاورې ووتل چې له دوی څخه ځينو يې ځانوژنه وکړه او ډېری نور يې پر بې‌دفاع افغانانو د ظلم، تېري، جرايمو، جنايت، ترور او وحشت له امله د عمر تر پايله د وجدان په عذاب او رنځ اخته دي.
امريکا په افغانستان کې د خپلې ښکاره نظامي ماتې له احساس وروسته، ټولې هغه وعدې چې د خپل هېواد  ماليه ورکوونکو، د افغانستان خلکو او خپلو افغان مزدورانو ته يې ورکولې؛ يو مخ هېرې کړلې او له قيد او شرط پرته يې له افغانستان څخه د وتلو اعلان وکړ.
امريکا دغه لوبه داسې رهبري کړه، تر څو هغه موخې چې د افغانستان د شل کلنې جګړې له لارې يې لاسته نه وې راوړې؛ هغه د سولې د پروسې، خبرو اترو او له طالبانو سره د هوکړې له لارې لاس ته راوړي. د امريکا دا مکر يې هم بېرته پر خپل مخ څپېړه شوه او هغه طالبان چې د امريکا په سياسي قاموس کې ورته «تروريست» ويل کېده او له هر ډول ډيموکراټيکو ارزښتونو او بشري حقونو څخه يې خالي بلل، له دې سره ـ سره امريکا دغې ډلې ته نړيوال مشروعيت ورکړ چې په پايله کې يې د طالبانو سياسي استازو مختلفو هېوادونو ته سفرونه وکړل او له هغوی سره يې اړېکې جوړې کړې. په داخل کې هم طالبانو خپل نفوذ زيات او خپل جغرافيايي قلمرو يې پراخ کړ او د افغانستان د قضيې د يو واقعي لوري په حيث مطرح شول. باالاخره امريکا د خپلې نړيوالې آبرو د ساتنې په خاطر له دوی سره د دوحې تړون لاسليک کړ.
امريکا په خپل دغه مکر هم بسنه ونه کړه، بلکې هم‌مهاله يې هم طالب په رسميت وپېژنده او هم دولت. امريکا ګومان کاوه چې لاسپوڅی دولت يې کولی شي چې د طالبانو پر وړاندې جګړه وکړي او د جګړې په ډګر کې به د جنګ موازنه نا انډوله نه شي. مګر په بشپړ ډول يې ناسمه محاسبه کړې وه. امريکا نه پوهېده چې خيالي او فاسد دولت يې د ايجاد له لومړۍ ورځې د افغانستان په مسلمان ولس کې ريښه نه درلوده او نه يې لري. څو اونۍ يې د درېدو تاب ونه کړ او په پوره بې شرمۍ يې ګڼې ولسوالۍ او د ولايتونو مرکزونه له لاسه ورکړل. که څه هم اشرف غني د خپل ځان او خپل ټيم د شخصي ګټو لپاره مقاومت کاوه، خو دغه مقاومت يې په وروستيو شېبو کې له افغانستان څخه په تېښته پای ته ورسېد. په پايله کې جمهوريت ړنګ شو او طالبان کابل ته ننوتل.
د کابل له سقوط مخکې د افغانستان په اړه غرب يو واحد موقف نه درلود. امريکا، برېتانيا او اروپا د افغانستان د اوضاع په اړه درې متفاوت نظرونه لرل او نه يې شول کولای چې يوې وروستۍ هوکړې ته ورسيږي. اوس هم د دوی تر منځ د راتلونکي نظام د ډول په اړه يو څرګند ليدلوری شتون نه لري، که څه هم په ښکاره جمهوري نظام ته لېوالتيا لري.

تَحْسَبُهُمْ جَميعاً وَ قُلُوبُهُمْ شَتَّي (حشر، 14)
ته ګومان کوې چې دوی يو موټی او متحد دي، په داسې حال کې چې د دوی زړونه پاشلي او مختلف دي.

د سيمې هېوادونه هم د افغانستان له بې ثباتۍ څخه سخت په اندېښنه کې وو او هڅه يې کوله چې له دواړو لورو څخه يو لوری د افغانستان چارې په لاس کې واخلي، په ځانګړي ډول روسيه چې مرکزي اسيا ته د نا امنۍ له خپرېدو وېره لري او چين چې په پاکستان او منځنۍ اسيا کې يې اقتصادي پروژې په خطر کې دي. اوس چې طالبانو د افغانستان د چارو واګې په لاس کې اخيستې، ښکاري چې چین او روسيه په افغانستان کې له دې تغير څخه خوښ دي.
د دې سربېره؛ امريکا، غربي هېوادونه او ملګري ملتونه په پرله‌پسې ډول پر طالبانو فشار راوړي چې د شريعت تطبيق، د اسلامي امارت نظام بيا راګرځول او له نظامي لارې پر افغانستان د طالبانو ولکه د دې لامل کيږي چې نړيواله ټولنه طالبان په رسميت ونه پېژني، خپلې ټولې اقتصادي مرستې به د افغانستان پر راتلونکي دولت بندې کړي او افغانستان به له يوې نړيوالې انزوا سره مخ شي.
اسلامي امارت بايد درک کړي چې ډېرې خطرناکې لومې يې په مخ کې پرتې دي. د دولت ملي‌والی، د شريعت نه تطبيق، د نړيوالو قوانينو منل، د ښځو حقوق... هغه ارزښتونه دي چې طالبان يې بايد په جدي توګه درک کړي. طالبان بايد د ټولو هغو اسلامي ډلو پر لار له ګام ايښودلو ځان وساتي چې په کفري نظامونو کې ورګډ شول. له سوچه حق پرته بايد پر بل هيڅ شي قناعت ونه کړي.
د اسلام د تطبيق په چاره کې د طالبانو تنازل د دې لامل کيږي دوی د مسلمانانو په منځ کې خپل اعتبار او مقام له لاسه ورکړي، په داسې حال کې چې له امت پرته هره اسلامي ډله هيڅ هم نه ده. د يو ملت يا يوې ټاکلې جغرافيا په کچه په محدود فکر سره نه شو کولی چې اسلام پلی کړو او نه هم د امت وحدت، واحده جګړه، واحده سوله او واحد عزت د امت لپاره تامينولی شو.
طالبان بايد وپوهيږي چې امريکا، غرب او ملګري ملتونه دوی ته د اسلام او کفر تر منځ حل الوسط (منځنۍ تګلاره) وړانديز کوي، مګر د حق او باطل تر منځ له باطل پرته بل هيڅ شی نه شته. نو طالبان دې د اسلام دين د اسلامي دولت په چوکاټ کې اقامه کړي، د شرعي دلايلو پر بنسټ ولاړ اساسي قانون دې جوړ او تطبیق کړي، شرعي بيعت دې د حاکم ټاکلو د مشروعيت يوازينۍ طريقه وګڼي او خپل بهرنی سياست دې د دعوت او جهاد پر بنسټ تنظيم کړي. په دې صورت کې به دوی د الله سبحانه و تعالی، سيمې او نړۍ د مسلمانانو د نصرت او ملاتړ جوګه شي او د اسلامي نړۍ په کچه به يو ځواکمن اسلامي دولت تاسيس کړي. کنه نو؛ قدرت د الله سبحانه و تعالی سخته ابتلاء ده او د خلکو تر منځ په موقت ډول لاس په لاس کيږي، چې په راتلونکې کې به د الله د غضب او د دنيا او اخرت له پښېمانۍ پرته بل هيڅ له ځان سره ونه لري.

‌سیف الله مستنیر
د حزب التحریر-ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر رییس




   ارسال نظر